د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، تر اوسه یې ۷۶ شکایتونه ترلاسه کړي چې ورته رسیدګي شوې ده.
دغه کمیسیون زیاتوي، دا نارمل شکایتونه دي چې اکثره یې د نوماندانو د پلویانو ترمنځ وړې شخړې وي او په وخت ورته رسیدګي شوې ده.
نن په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره ټاکنې سهار ځايي وخت اته بجې پیل او د مازدیګر ۵ بجې پای ته ورسېدې، خو ځینې مرکزونو کې چې خلک د رایې ورکولو ته په تمه وو، د رایې ورکولو موقع ورکړل شوه.
د دې ټاکنو د امنیت لپاره شپږ نیم لکه امنیتي ځواکونه لاس په کار شوي وو، خو بیا هم په وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې پر دوی بریدونه شوي او هم بلوچستان کې د چاودنې له امله درې کسان ټپي شوي دي.