د فاطمیون د وسله والو د جنازې مراسم د ایران په ورامین او مشهد کې ترسره شول

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په سوریه کې د فاطمیون د ډلې د وژل شویو وسله والو د جنازې د مراسمو یوه ویډیو خپره کړه چې په ورامین ښار کې ترسره شوې ده.

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په سوریه کې د فاطمیون د ډلې د وژل شویو وسله والو د جنازې د مراسمو یوه ویډیو خپره کړه چې په ورامین ښار کې ترسره شوې ده.
تر دې وړاندې د فاطمیون ډلې د پنځو غړو د جنازې لپاره د سلواغې په ۱۷مه نېټه په مشهد کې هم مراسم جوړ شوي وو.
په هغو انځورونو کې چې د جمعې د ورځې د جنازې له مراسمو څخه خپاره شوي، لیدل کیږي چې د وژل شوو کسانو خپلوان او کورنۍ د دوی پر تابوت ژاړي.
د فاطمیون ډلې د وژل شوو غړو د کورنیو د ماتم په اړه د خپرې شوې دغې نوې ویډیو د ثبت دقیقه نېټه معلومه نه ده.
د سپاه پاسداران اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه)په سوریه کې د امریکا د توغندیو په بریدونو کې د فاطمیون ډلې یو جګپوړی غړی او څو نور افغان جنګیالي وژل شوي دي.
د فاطمیون ډله یوه نیمه پوځي ځواک دی چې د قدس ځواک تر څارنې لاندې فعالیت کوي او ډېری غړي یې په ایران کې مېشت افغان کډوال دي.
قدس ځواک د سپاه پاسداران انقلابي څانګه ده.
دغه وسله وال په تېرو کلونو کې د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ د سوریې د جګړې پر مهال دغه هېواد ته استول شوي وو.
په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان پخواني حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل چې د فاطمیون ډله منحل کړي.
هغه مهال چارواکو ټینګار کاوه چې په نیابتي جګړو کې د افغان مهاجرینو کارول له نړۍوالو قوانینو سره سمون نه لري.
د بشري حقونو څارونکو او فعالانو تل د ایران د اسلامي جمهوریت پر هغې کړنې نیوکه کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو د اوسیدو له خرابو شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره، دوی د سوریې په شمول د سیمې جګړو ته د ګډون لپاره هڅوي.

د هند د شمالي اوتراکنډ ایالت په هالدواني ښار کې د یوه جومات د نړولو په غبرګونو کې د اعتراضونو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. هندي چارواکو ویلي، د دغه جومات جوړول نا قانونه وو.
پولیسو زیاته کړې، د یوه جومات او دیني مدرسې په ګډون یې یو شمېر نا قانونه ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.
د چارواکو په وینا، وروستی اقدام د سترې محکمې د حکم پراساس شوی، چې سیمه کې د نا قانونه استوګن ځایونو ړنګول پکې راغلي دي.
په ورته وخت کې، ځايي خلک دا خبره ردوي او وايي، مخکې له دې چې محکمه د قضيې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، جومات ويجاړ شوى دى. سیمه کې مېشت مسلمانان وايي، د نريندرا مودي په حکومت کې له دوی سره ناسم چلند کیږي.
د پنجشنبې په ماښام د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښته کې سلګونه پولیس افسران او مظاهره کوونکي ټپیان شوي وو.
د دغو لاریونونو اړوند خپاره شوي انځورونه ښيي، چې مظاهره کوونکو موټرونه سوځولي او همدا راز یې پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي، چې پولیس یې په ځواب کې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.
له دې تاوتریخوالي وروسته پولیسو په دغه ځای کې ګرځبندیز هم اعلان کړی دی.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف نن خپلو پلویانو ته وینا نورو ګوندونو ته بلنه ور کړه چې حکومت ور سره جوړ کړي. د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۸۱ څوکیو په ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.
مسلم لیګ نواز هم د ۶۵ او پیپلز ګوند د ۵۱ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.
ښاغلي شریف د رایو پایلو ته په اشاره په لاهور کې د خپلو پلویانو غونډه که وویل: “مونږ د حکومت جوړولو لپاره کافي رایې نه لرو، ځکه هغو نورو ګوندونو ته چې په دې ټاکنو کې بریالي شوي، بلنه ورکوو چې مونږ سره متحد شي او یوځای حکومت جوړ کړو او یوځای پاکستان له ستونزو اوباسو.”
ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې زیاته، «ټولو ګوندونو ته درناوی کوو او هغوی ته بلنه ورکوو چې راشي او د دغه زخمي پاکستان درملنه کې د ده ترڅنګ کیني.»
په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.
نوموړی دا هم وايي چې د حکومت جوړولو لپاره یې شهباز شریف ته دنده سپارلې چې د پیپلز ګوند له مشر اصف علي زرداري، د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل رحمان او د متحده عوامي غورځنګ له مشر خالد مقبول صدیقي سره د تماس ونیسي.
نواز شریف خپلو پلویانو ته وویل: ”زه ستاسې په سترګو کې یوه خوشحالي ګورم، ستاسې سترګې ماته وايي، چې پاکستان زخمي دی، زخم یې جوړ کړه.دا زمونږ مسوولیت دی چې خپل وطن له ستونزو وباسو، مونږ مخکې هم دا کار کړی دی.”
ښاغلي شریف وايي، چې د دوی اجنډا یوازې او یوازې یو خوشحاله پاکستان دی او دا چې دا کار یې مخکې هم کړی دی.
هغه خپلو پلویانو ته وویل: “تاسې په دې پوهیږی چې چا د دې وطن لپاره څه کړي دي.”
هغه په وار وار په دې ټکې تاکید وکړ چې دا ضروري ده چې ټول ګوندونه یوځای حکومت جوړ کړي او پاکستان له دې وضعیته وباسي.

مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی، چې د غزې د سویلي ښار رفح په لور د اسراییلي پوځیانو پرمختګ به د یوه میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د ډله ییزې وژنې لامل شي چې په سیمه کې بند دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې د اسراییل عملیاتو کې د تلفاتو شمېر ۲۸ زرو کسانو ته رسیدلی دی.
اسراییل ګواښ کړی، چې د غزې په سویل کې د خان یونس له ښاره رفح ښار ته پرمختګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې بې ځایه شوي فلسطینیان د سویلي سیمو څخه د رفح شمال سیمې ته پناه وړې ده.
شاوخوا ۱.۵ میلیون فلسطینیان په ناپاکه سرپناوو او سړکونو کې په مدیترانې سیند کې د اسراییل او مصر په مرزي سیمو کې بند پاتي دي.
په ورته وخت کې، بې پولې ډاکټرانو له بې ځایه شویو سره د مرستو په رسولو کې د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان په یوه بیان کې خبرداری ورکړی: «په رفح کې پراخې جګړې کولی شي د مرستو رسولو بهیر له منځه یوسي.»

د هلمند نهر سراج کې سرچینو او اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب د مدرسې او جومات په نوم درې سوه جریبه دولتي او د کښت ځمکه بې له «دولتي» قرارداد ولکه کړې او په څنګ کې یې ور سره دوکانونه هم جوړ کړي دي.
دغه ځمکه د هلمند نهر سراج ولسوالۍ کې د لشکرګاه او کندهار دو راهي سړک سره د هلمند لور ته په ښې لاس کې پرته ده.
د سیمي اوسیدونکي وايي دا ځمکه دولتي ده او دغه طالب قومندان په دولتي ځمکه کې نوره ابادي شروع کړې ده.
هغه ویډیوګانې چې د سیمې اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته لیږلي دي، په کې لیدل کیږي، چې د حضرت بلال جامع په نوم جومات جوړ شوی دی.
د ویډیو په بله برخه کې مارکیټونه هم لیدل کیږي چې تازه جوړ شوي دي.
د نهر سراج لسوالۍ د لشکرګاه او کندهار دو راهي د سیمې اوسیدونکي وايي چې له کلونو راهیسې یې دغه دولتي ځمکه کښت کوله، خو اوس یې د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي عبدالاحد طالب وسلوال نه پرېږدي چې خپل کښت شوي غنم هم اوبه وکړي.
په ویډیو کې دا هم ښکاري چې د دې ځمکې په یو برخه کې غنم تازه راشنه شوي دي.
په هلمند کې یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه غصب شوې ځمکه کې یوازې د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان شریک نه دی، بلکې د هلمند ځینې اوسني چارواکي هم په دغه ځمکه کې شریکان دي.
مولوي عبدالاحد طالب، په کندهار کې مېشت د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نژدې او با اعتباره کس بلل کیږي، دی له دې وړاندې د هلمند والي و.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سیمه ییز خلک وايي مولوي عبدالاحد طالب له کوم «دولتي قرارداد» پرته په خپلسر په دغه سیمه کې درې سوه جریبه دولتي ځمکه د خپلو وسلوالو په زور لاندې کړې ده.
دا راپورونه په داسې حال کې نشریږي چې نه یوازې د طالبانو دغه لوړ رتبه طالب چارواکي د مدرسې په نوم ځمکه غصب کړې، بلکې له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا افضل اخوند د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې پر دولتي ځمکه د مدرسې مخې او څنګ ته تر ۵۰ زیاتو دوکانونو له جوړولو څخه پرده پورته کړې وه.
څو ورځې وړاندې له کندهار څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د څو ویډیوګانو په استولو سره وویل، چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل وسله والو، د زاړه ښار نارنج کلا ته څېرمه، د عامو خلکو یوه هدیره قبضه کړې او غواړي شخصي کور پرې جوړ کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي پلټونکي ویلي، چې جو بایډن په ویرجینیا کې په خپل کور کې د افغانستان د جګړې په اړه محرم معلومات ساتلي وو. د راپور له مخې، بایډن تر مرستیال ولسمشر کیدو وروسته د ملي امنیت د نورو مسالو اسناد هم په "قصدي توګه" په کور کې ساتل.
د امریکا د ځانګړي استازي رابرټ هور په وینا، په دې اسنادو کې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما ته په لاس لیکل شوی یادښت او په افغانستان کې د پلان شويو پوځیانو د زیاتولو مخالفت او د استخباراتو او ملي امنیت د غونډو په اړه په لاس لیکل شوي یادښتونه شامل وو.
خو ویل شوي چې ښاغلی بایډن به له جنایي تورونو سره مخامخ نه شي.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ځانګړي پلټونکي جو بایډن "د ښه نیت او کمزورې حافظې سړی" بللی دی.
د راپور له مخې، د تحقیقاتو په جریان کې په مرکو کې، له بایډن دا هېرېږي چې کله هغه مرستیال و او کله یې زوی مړ شو.
د امریکا د عدلیې وزارت په راپور کې ویل شوي چې جو بایډن په قصدي ډول د خپل مرستیال ولسمشر د دورې محرم اسناد په خپل کور او دفتر کې ساتلي او افشاء کړي، خو پر ده هېڅ تورونه نشته.
د عدلیې وزارت ځانګړي وکیل رابرټ هیر په خپل راپور کې لیکلي چې کله د څارنوالۍ ټیم له خوا مرکه وشوه د بایډن حافظه "سخته کمزورې" وه.
په ورته وخت کې، دې راپور کې یادونه شوې ده چې دا خورا حساس معلومات ممکن ول ورک شوي وای یا د امریکا د دښمنانو لاس ته ورغلي وای، یا د بایډن کړنو ملي امنیت په خطر کې اچولی وای.
د بایډن وکیلانو د دې راپور په اړه په خپلو څرګندونو کې لیکلي، دې ته په پام سره چې بایډن باید د تېر کال د پېښو په اړه وضاحت ورکړی وای، خو د یاد نشتوالی غیر معمولي موضوع نه وه او دا ډول موادو ته باید د عدلیې وزارت راپور کې ځای ور کړل شوی نه وای.
بایډن په ویرجینیا کې د عدلیې وزارت د ځانګړي وکیل د راپور په ځواب کې په یوې وینا کې وویل: "زما حافظه ښه ده."
د تحقیق کونکو نظر ته په غبرګون کې چې بایډن د خپل زوی د مړینې وخت په یاد نه وو، هغه وویل: "هغه څنګه دا جرئت لري چې دا موضوع راپورته کړي. "په صادقانه توګه، کله چې دوی له ما څخه دا پوښتنه وکړه، ما خپل ځان ته وویل چې دا د دوی له ناوړه کار سره هېڅ تړاو نه لري."
جو بایډن دې ته په اشارې سره چې له تحقیقاتي ټیم سره یې همکاري کړې او محرم اسناد یې بېرته ورکړي دي زیاته یې کړه، چې ټرمپ برعکس کار وکړ.
ډونلډ ټرمپ له یوې خوا د محرمو اسنادو د ساتلو په تړاو د جوبایډن پر ضد د تورونو لرې کولو او له بلې خوا پر ده د ورته تورونو دوام ته په اشارې وویل چې د امریکا قضایی سیسټم دوه مخی دی او "په خپله خوښه" خلک محاکمه کوي.
ټرمپ د خپل ځان په وړاندې د څلورو جرمي شکایتونو په اړه وايي د محرمو اسنادو د ساتلو، دوسیه یوه سیاسي انګیزه ده او بایډن د دې شکایتونو تر شا دی.
جمهوري غوښتونکي سناتور جوش هولي په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي:"د جو بایډن چې دا په یاد نه دي چې هغه کله د ولسمشر مرستیال و ، نو هغه څنګه د نورو څلورو کلونو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر کیدو وړ دی؟"
تر هغه چې په ۱۴۰۱ کال کې دایف بي ای جاسوسانو په فلوریډا کې د مار-اې-لګو په نوم د ټرمپ ماڼۍ تلاشي کړه او لسګونه محرم اسناد یې وموندل، ټرمپ د دغو اسنادو له بېرته ورکولو ډډه کړې وه. دا عمل د دې لامل شو چې ټرمپ او د هغه دوه کارمنان د عدالت د خنډ ګرځیدو د هڅې په تور محاکمه شي.
ټرمپ د دغو تورونو په وړاندې خپل ځان بې ګناه بللی دی.
په پام کې ده چې ټرمپ په مې میاشت کې په دې تړاو محاکمه شي، خو د محکمې د ځنډیدو احتمال شته.
