• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ځانګړی پلټونکی: بایډن د افغانستان د جګړې محرم اسناد په خپل کور کې ساتلي وو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي پلټونکي ویلي، چې جو بایډن په ویرجینیا کې په خپل کور کې د افغانستان د جګړې په اړه محرم معلومات ساتلي وو. د راپور له مخې، بایډن تر مرستیال ولسمشر کیدو وروسته د ملي امنیت د نورو مسالو اسناد هم په "قصدي توګه" په کور کې ساتل.

د امریکا د ځانګړي استازي رابرټ هور په وینا، په دې اسنادو کې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما ته په لاس لیکل شوی یادښت او په افغانستان کې د پلان شويو پوځیانو د زیاتولو مخالفت او د استخباراتو او ملي امنیت د غونډو په اړه په لاس لیکل شوي یادښتونه شامل وو.

خو ویل شوي چې ښاغلی بایډن به له جنایي تورونو سره مخامخ نه شي.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ځانګړي پلټونکي جو بایډن "د ښه نیت او کمزورې حافظې سړی" بللی دی.

د راپور له مخې، د تحقیقاتو په جریان کې په مرکو کې، له بایډن دا هېرېږي چې کله هغه مرستیال و او کله یې زوی مړ شو.

د امریکا د عدلیې وزارت په راپور کې ویل شوي چې جو بایډن په قصدي ډول د خپل مرستیال ولسمشر د دورې محرم اسناد په خپل کور او دفتر کې ساتلي او افشاء کړي، خو پر ده هېڅ تورونه نشته.

د عدلیې وزارت ځانګړي وکیل رابرټ هیر په خپل راپور کې لیکلي چې کله د څارنوالۍ ټیم له خوا مرکه وشوه د بایډن حافظه "سخته کمزورې" وه.

په ورته وخت کې، دې راپور کې یادونه شوې ده چې دا خورا حساس معلومات ممکن ول ورک شوي وای یا د امریکا د دښمنانو لاس ته ورغلي وای، یا د بایډن کړنو ملي امنیت په خطر کې اچولی وای.

د بایډن وکیلانو د دې راپور په اړه په خپلو څرګندونو کې لیکلي، دې ته په پام سره چې بایډن باید د تېر کال د پېښو په اړه وضاحت ورکړی وای، خو د یاد نشتوالی غیر معمولي موضوع نه وه او دا ډول موادو ته باید د عدلیې وزارت راپور کې ځای ور کړل شوی نه وای.

بایډن په ویرجینیا کې د عدلیې وزارت د ځانګړي وکیل د راپور په ځواب کې په یوې وینا کې وویل: "زما حافظه ښه ده."

د تحقیق کونکو نظر ته په غبرګون کې چې بایډن د خپل زوی د مړینې وخت په یاد نه وو، هغه وویل: "هغه څنګه دا جرئت لري چې دا موضوع راپورته کړي. "په صادقانه توګه، کله چې دوی له ما څخه دا پوښتنه وکړه، ما خپل ځان ته وویل چې دا د دوی له ناوړه کار سره هېڅ تړاو نه لري."

جو بایډن دې ته په اشارې سره چې له تحقیقاتي ټیم سره یې همکاري کړې او محرم اسناد یې بېرته ورکړي دي زیاته یې کړه، چې ټرمپ برعکس کار وکړ.

ډونلډ ټرمپ له یوې خوا د محرمو اسنادو د ساتلو په تړاو د جوبایډن پر ضد د تورونو لرې کولو او له بلې خوا پر ده د ورته تورونو دوام ته په اشارې وویل چې د امریکا قضایی سیسټم دوه مخی دی او "په خپله خوښه" خلک محاکمه کوي.

ټرمپ د خپل ځان په ​​​​وړاندې د څلورو جرمي شکایتونو په اړه وايي د محرمو اسنادو د ساتلو، دوسیه یوه سیاسي انګیزه ده او بایډن د دې شکایتونو تر شا دی.

جمهوري غوښتونکي سناتور جوش هولي په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي:"د جو بایډن چې دا په یاد نه دي چې هغه کله د ولسمشر مرستیال و ، نو هغه څنګه د نورو څلورو کلونو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر کیدو وړ دی؟"

تر هغه چې په ۱۴۰۱ کال کې دایف بي ای جاسوسانو په فلوریډا کې د مار-اې-لګو په نوم د ټرمپ ماڼۍ تلاشي کړه او لسګونه محرم اسناد یې وموندل، ټرمپ د دغو اسنادو له بېرته ورکولو ډډه کړې وه. دا عمل د دې لامل شو چې ټرمپ او د هغه دوه کارمنان د عدالت د خنډ ګرځیدو د هڅې په تور محاکمه شي.

ټرمپ د دغو تورونو په وړاندې خپل ځان بې ګناه بللی دی.

په پام کې ده چې ټرمپ په مې میاشت کې په دې تړاو محاکمه شي، خو د محکمې د ځنډیدو احتمال شته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: امریکایان مو د کوتک په زور باسلي، ځکه مو حکومت په رسمیت نه پيژني

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په پکتیا کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، «امریکایان مو د کوتک په زور باسلي دي، ځکه مو په رسمیت نه پيژني.» سراج الدین حقاني زیاتوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ځواکونو اېستلو سره هوښاري وکړه: «چې مونږ جنګ ته ور برابر شو دوی پښې سپکې کړې.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن جمعې ورځ د سلواغې په ۲۰ مه په پکتیا کې د سراج الدین حقاني د دوو غونډو ویناوې خپرې کړي دي.

سراج الدین حقاني په خپله وینا کې وايي «په دې اخري کلونو کې دومره زور او طاقت الله مجاهدینو ته ورکړ، چې په یو کال کې به یو پلان مونږ د خارجیانو لپاره امریکایانو لپاره نه جوړېدو، خو په دې اخر کال کې به په یوه ورځ کې سل او زر پلانونه جوړېدل، خو مونږ به دا مجاهدین را ټینگول< امریکایان مو په میټایانو، ګوړو او حلوا نه دي باسلي، بلکې د کوتک په زور مو باسلي، ځمکه مو په رسمیت نه پيژني.»

سراج الدین د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وايي «جوبایډن دغه هوښیارتوب وکړ، چې ژر یې فیصله وکړه، مونږ سم جنګ ته ورته سیخ شوو، دوی پښې وباسلې.»

خو له افغانستان د امریکايي‌ ځواکونو د اېستلو پرېکړه د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د حکومت او امریکايي پلاوي ترمنځ دوحه تړون کې شوې وه.

د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې له مخې ټاکلې وه، ټول امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په مۍ کې له افغانستان ووځي، خو جو بایډن دا پرېکړه تر اګسټ پورې وغځوله.

د هغه تړون له مخې، پکار و، طالبان ټولګډونه حکومت جوړ او ښځو او نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي. نړیواله ټولنه په تېره امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو لامل هم پر دوحه تړون د دې ډلې نه درېدل ښيي.

خو د طالبانو دغه مخکښ مشر د دغه ډلې د حکومت د رسمیت نه پیژندلو په اړه وايي، چې امریکا يې په زور اېستلې ده، ځکه یې په رسمیت نه پېژني: «نو اوس مونږ افغانان هم لږ دا پرده سره وکړو، خیر یو لاس کاله دې پرېږدو مونږ دې هم په رسمیت نه پيژني»

حقاني د امریکا د اېستلو په اړه وايي « چې امریکایان مو په میټایانو، ګوړو او حلوا نه دي باسلي، بلکې د کوتک په زور مو باسلي، ځمکه مو په رسمیت نه پيژني»

سراج حقاني زیاتوي، «که څوک مو په رسمیت پيژني ښه ده او که نه مو پيژنې نو امن او خپلواکي یې ترلاسه کړي او افغانستان ته یې وروګلوي را وستلې او دا له هر رسمیت څخه یو لوی رسمیت دی. »

خو د طالبانو مخالفان او نړیواله ټولنه په دې باور دي چې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار او همدارنګه د توندو نظریو د پلي کولو له امله طالبان کورنی مشروعیت یا رواتوب هم نه لري.

په مقابل کې طالبان وايي، چې هر څه د اسلام د شریعت له مخې کوي.

انوارالحق کاکړ: افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال زموږ لپاره ګواښ دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر د طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې لري. هغه وایي، د افغانستان اوسني حکومت امنیت راوستی او د افغانستان دننه تر بل هر وخته امنیت ډېر ښه شوی.

هغه وایي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي وروڼه دي، چې ګډ کلتور لري او که د دوی ترمنځ ترینګلتیا هم رامنځته کېږي؛ نو د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

ښاغلی کاکړ وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې دومره پیاوړې دي چې په یوې یا دوو پېښو شاته نه شي ستنېدای.
هغه د کډوالو د اېستلو په اړه وایي:« زموږ دې پرېکړې ته افغانستان په سمه نه کتل؛ خو یو وخت به افغانان په دې وپوهېږي، چې دغه پالیسي هم د پاکستان او هم د افغانانو په ګټه وه. دلته په بېلابېلو پلمو او له هرې پېښې وروسته افغانان رټل کېده او په جرمونو تورنېدل؛ نو زموږ دغه پالیسي وه، چې دوی خپل هېواد ته ستانه شي او په قانوني اسنادو بېرته راشي.»
هغه زیاته کړې، ټول هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي او د طالبانو د رسمیت پېژندنه به په ګډه د نورو هېوادونو سره کېږي.
ښاغلی کاکړ وایي، پاکستان ته د افغانانو له‌خوا ګواښ نه شته؛ بلکې په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي غړي اوسېږي له افغانستانه د ګواښ هدف همدغه د ټي‌ټي‌پي غړي دي.

د هغه په وینا، د ټي‌ټي‌پي ځینې غړي په افغانستان کې اوسېږي او له دې امله یې پاکستان ته امنیتي ستونزې پېښې کړې دي.
هغه د پاکستان له‌خوا د افغانستان په هوا کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبره رد کړې ده.

هغه په دې مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښه یوه نړۍواله پوله یاده کړې او ویلي یې دي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰۶ هېوادونه دغه کرښه یوه نړۍواله پوله ګڼي.

سپینې ماڼۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې 'د افغانستان د ژور اقتصادي سقوط' خبرداری ورکړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۷ GMT+۰

سپینې مانۍ، کانګرس ته په یوه پیغام کې په افغانستان کې پراخ بشري ناورین ته په اشارې سره د دغه هېواد د ژور اقتصادي سقوط د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. په دغه پیغام کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ دی.

بایډن د سه‌شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د بیړني وضعیت فرمان به وروسته د فبروري له ۱۱مې نېټې وغځوي.

بایډن په خپل پیغام کې لیکلي:«په افغانستان کې ستر بشري ناورین، لکه د خوراکي توکو خوندیتوب، اوبو، روغتیا او سرپناه ته د خلکو اړتیا د دې هېواد اقتصادي سقوط ورځ تر بلې اسانه کوي.

بایډن زیاته کړې، چې دا حالت«د متحده ایالاتو ملي امنیت او بهرني سیاست ته یو فوق العاده او نامعموله ګواښ دی.»

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک بیاځلي تر لاسه کړ، د ۹ میلیاردو ډالرو څخه ډېر د افغانستان شتمني په اروپايي او امریکايي بانکونو کې کنګل شوې، چې له دې شمېر څخه۷میلیارده ډالر یې په امریکايي بانکونو کې ساتل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲میلادي کال د نوامبر په ۲۱مه نېټه د دغې شتمنۍ د ساتنې لپاره په سویس کې یو صندوق جوړ کړ او د افغانستان د بهرنیو اسعارو درې نیم میلیارده ډالره یې دغه صندوق ته انتقال کړل.

د دې صندوق د جوړېدو موخه په افغانستان کې د پراخ اقتصادي بحران په وړاندې د مالي او پولي ثبات ټینګښت بلل شوې دی.

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي چې د امریکا په مالي ادارو کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو ساتل د افغانستان د خلکو د هوساینې او ملي اضطراري حالت لپاره خورا مهم دي.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د بشري مرستو په برخه کې امریکا له افغانستان سره له نورو هیوادونو ډیرې بشري مرستې کوي. د امریکا حکومت ویلي، چې په دې دوو کلونو کې یې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

طالبانو په غور ولایت کې د سربو کان د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سربو او جستو کان د درېیم بند د استخراج لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

دغه وزارت وايي؛ په دې پروژه کې به ۲۴۷ میلیونه ډالره پانګونه وشي.

د دغې پروژې مساحت ۱۰۵ کیلومتره مربع دی او د استخراج مسوولیت یې د کاظمي خپلواک شرکت پر غاړه دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې په دې پروژه کې به لس میلیونه امریکايي ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ولګول شي.

دهرات ولايت زلزله ځپلو ته ٦٩ کورونه ورکړل شوي دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس،د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د سربلند او نايب رفيع کليو کې زلزله ځپلو ته د ٦٩ کورونو د ورکولو خبر ورکړی دی. په هرات کې د طالبانو داطلاعاتو او فرهنګ رييس ویلي، چې دغه کورونه د قمر خيريه بنسټ له خوا جوړ شوي دي.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د زلزله ځپلو د کميسيون وياند احمدالله متقي ویلي، چې د دغو کورونو پر جوړولو ٤٨ میليونو افغانۍ لګښت راغلی دی.

تر دې مخې هم د سلواغې په ۱۶مه نېټه د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې زلزله ځپلو ته د ۳۷۸ کورونو د ورکړې خبر ورکړل شوی و.

د باختر اژانس د خبر له مخې، په راتلونکو لسو ورځو کې به زلزله ځپلو ته ۱۵۷ نور کورونه هم وویشل شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هرات ولایت کې د اکتوبر میاشتې په پر له پسې زلزلو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱زره نور ټپیان شوي وو.

همداراز، په دغو زلزلو کې څه باندې ۸ زره کورونه په بشپړه توګه او ١٧ زره کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي وو.

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمیسیون طالب چارواکي وايي، چې شاوخوا څلور زره کورونه د جوړیدو په حال کې دي چې ۸۵ سلنه کار یې تکمیل شوی دی.