• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې د پاکستان د ټاکنو په اړه اندیښنه څرګنده کړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۰

امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په جلا جلا توګه د پاکستان د پنجشنبې ورځې د ټاکنو د بهير په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د بې نظمۍ د رپوټونو د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

په ټاکنو کې اصلي سیالي د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ګوند او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو نوماندانو ترمنځ وه، دواړو ډلو په جلا جلا توګه په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه.

دغه ټاکنې د ملي اسمبلۍ د ۲۶۵ څوکیو لپاره شوې او یو سیاسي ګوند د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره باید ۱۳۳ څوکۍ وګټي.

متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې دواړو د فعالینو د نیولو په ګډون په ټاکنو کې د مداخلې تورونه یاد کړي او ویلي یې دي، چې په ټاکنو کې د بې نظمۍ، لاسوهنې او درغلۍ ادعاوې باید په بشپړه توګه وڅیړل شي.
عمران خان په زندان کې دی او د هغه د تحریک انصاف ګوند په ټاکنو له ګډون څخه منع شوی دی.

د پاکستان په ټاکنو کې خپلواکو کاندیدانو، چې ډیری یې د عمران خان ملاتړي دي، د ۲۴۵ څوکیو څخه ۹۸ څوکۍ ګټلې دي. په داسې حال کې چې د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند بیا ۶۹ څوکۍ ګټلې دي.

عمران خان په دې باور دی چې پوځ د ده د ګوند د له منځه وړلو د هڅو ترشا لاس لري، په داسې حال کې چې شنونکي بیا وايي چې نواز شریف د پوځ د جنرالانو ملاتړ لري.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې یادونه شوې چې "په ټاکنو کې ټولو کاندیدانو ته د رقابت مساوي فرصت نه دی ورکړل شوی"، چې له امله یې "په ټاکنو کې د سیالۍ لپاره ځینې سیاسي لوبغاړي ناتوانه شوې." په همدې حال کې د خلکو پر غوڼډو، د بیاد پر ازادۍ او پر انټرنټ لګیدلي محدودیتونه په ټاکنو کې د مساوي رقابت د مخنیوي نور لاملونه بلل شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټاکنو په جریان کې د بیان او غونډو پر آزادۍ "غیر ضروري محدودیتونو" لګیدلي وو او د رسنیو پر کارمندانو بریدونه او ورسره تاوتریخوالی شوی.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده