• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمدولي‌ هوتک خپل روسی سیال مات کړ او اتلولي یې خپله کړه

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د ازادو لوبو افغان اتل احمدولي هوتک په بیلاروس کې خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره اتلولي تر لاسه کړه. د هوتک د لوبیز ژوند په نړیوالو سیالیو کې دا ۱۲مه بریا وه چې تر لاسه کوي یې.

د افغانستان د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي‌احمدولي‌ هوتک نن شپه د بیلاروس په کوربتوب خپل روسي سیال «ارسن پارخوګاژیف» ته ماتې ورکړه.

هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کټګورۍ کې د دې لوبې په ګټلو سره د «ډبیلو ټي کې ایف» سازمان اتلولي خپله کړه.

دا په لوبیز ژوند کې په نړیوالو سیالیو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه او تر دې وړاندې یې یوازې یوه ماته خوړلې ده.

100%

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ۴۵ افغانان نیولي دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې د ۴۵ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لاره او د پولیسو له لوري بېلابېلو زندانونو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو عملیات پراخ او چټک شوي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ ځینو یې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د افغان ښځو فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره مراکش ته رسېدلې

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د فوټبال نړۍوال فدراسیون تایید کړې، چې د افغانستان د جلاوطنه ښځینه فوټبال لوبډله مراکش هېواد ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې به سیالۍ هم پیل کړي. دغه لوبډله د یووالي په نوم د ښځو اړوند لوبلړۍ کې سیالۍ کوي.

د فیفا د اعلان له مخې؛ په دغه سیالیو کې متحده عربي امارات، چاد، لېبیا تونس او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي. د سیالیو دغه لړۍ به د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي.

د راپورونو پر بنسټ؛ اسټرالیا یو له هغو هېوادونو دی، چې د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال ډېری غړې په‌کې اوسېږي او دغه سیالیو ته د تګ پر مهال د متحده عربي اماراتو د ویزې له ځنډ سره هم مخ شوې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په افغانستان کې د ښځو پر ورزش سخت بندیزونه ولګېدل او هر ډول ورزشي فعالیتونه یې پرې بند کړل. سره له دې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فیفا د اساس‌نامې له مخې د تبعیض د مخنیوي مسوولیت لري؛ خو لا هم د فیفا سازمان کې یې نړۍوال غړیتوب نه‌دی ځنډول شوی.

فیفا په یوه تازه اعلامیه کې ویلي: «موږ ژمن یو، چې د افغان ښځو د فوټبال د ملاتړ لپاره خپله پراخه سټراتیژي عملي کړو». دغه ستراتیژي د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې په لړ کې د فیفا شورا له‌خوا تصویب شوې او موخه یې دا ده، چې افغان ښځینه لوبغاړې د FIFA Women’s Series 2025 سیالیو ته د چمتووالي او انتخاب په بهیر کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه افغان لوبغاړې چې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته له هېواده وتلې دي، اوس په جلاوطنۍ کې خپله لوبډله د متحدو افغان ښځو یا (Afghan Women United) په نوم مخ ته وړي.

په دغو سیالیو کې تونس د فیفا نړۍوال رېنګ ‌په نوملړ کې په ۹۶م مقام کې دی؛ خو د چاد او لیبیا ښځینه لوبډلې لاتر اوسه د فیفا په رسمي ډلبندۍ کې نه‌دي شاملې شوې. د یادې لوبلړۍ ټولې سیالۍ به د فیفا سازمان په انلاین نشراتي پلاټفارمونو کې په ژوندۍ بڼه هم خپرې شي.

ټرمپ د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو راپور «بې بنسټه» وباله

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وال‌سټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه. ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.

ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د وال‌سټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.

هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.

وال ‌سټریټ ژورنال: امریکا د اوکراین پر توغندیزو بریدونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال ورځپانې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو بندیزونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته ورکړل شوي توغندي یې د روسیې د خاورې دننه د بریدونو لپاره محدود کړي وو.

ورځپاڼې ویلي، چې دا پرېکړه پرته له عام اعلان څخه شوې، او د بریدونو د تصویب واک د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر ځای د ناټو په اروپايي قرارګاه کې مېشت قوماندان، جنرال الکسوس ګرینکویچ ته سپارل شوی دی.

د امریکایي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې اوکراین وکولای شي د روسیې دبریدونو په «زیات موثریت» سره ځواب ورکړي، خو لا هم پر دې محدودیتونه پاتې دي چې کومې موخې د روسیې دننه په نښه کېدای شي.

بلخوا، روسیې بیا په وار وار ټینګار کړی چې د اوکراین له لوري ترسره کېدونکي اوږد واټن توغندیز بریدونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمو استخباراتي او تخنیکي ملاتړ له لارې ترسره کېږي.

احمدولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک د ۱۴۰۴ کال د لړم په لومړۍ نېټه د بلاروس په پلازمېنه مینسک ښار کې له روسي سیال ارسن پارکخوگاجیف سره مخامخ کېږي. په دغه سیالیو د ګډون لپاره د وزن انداز کولو پروسه نن ترسره شوې ده.

۳۵کلن افغان لوبغاړي احمدولي هوتک تر اوسه په ۱۲ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۱ یې ګټلي او یوازې یوه یې بایللې ده.

د هغه دغه مبارزه به د «ډبلیو ټي کې ایف» سازمان د ۷۰ کیلوګرام وزن‌ د اتلولۍ کمربند لپاره وي، چې په دریو پنځه‌ دقیقه ییزو مرحلو کې ترسره کېږي.

هوتک خپل څلور مخالفین د ناک اوټ له لارې او څلور یې د سبمېشن له لارې مات کړي دي.

د هغه نورې درې بریاوې د لوبڅارانو د پریکړې له مخې شوي.

بل لور ته ۲۸ کلن روسی مبارز ارسن پارکخوګاجیف تر دې دمه په ۳ حرفوي سیالیو کې برخه اخیستې ده او ټولې یې ګټلې دي. هغه تر اوسه هیڅ ماته نه ده خوړلې.