• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال ‌سټریټ ژورنال: امریکا د اوکراین پر توغندیزو بریدونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال ورځپانې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو بندیزونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته ورکړل شوي توغندي یې د روسیې د خاورې دننه د بریدونو لپاره محدود کړي وو.

ورځپاڼې ویلي، چې دا پرېکړه پرته له عام اعلان څخه شوې، او د بریدونو د تصویب واک د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر ځای د ناټو په اروپايي قرارګاه کې مېشت قوماندان، جنرال الکسوس ګرینکویچ ته سپارل شوی دی.

د امریکایي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې اوکراین وکولای شي د روسیې دبریدونو په «زیات موثریت» سره ځواب ورکړي، خو لا هم پر دې محدودیتونه پاتې دي چې کومې موخې د روسیې دننه په نښه کېدای شي.

بلخوا، روسیې بیا په وار وار ټینګار کړی چې د اوکراین له لوري ترسره کېدونکي اوږد واټن توغندیز بریدونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمو استخباراتي او تخنیکي ملاتړ له لارې ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د بېلاروس او ګرجستان دوو بندي خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د سخاروف جایزه وګټله

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

اروپایي پارلمان د بشري حقونو لپاره د ۲۰۲۵ کال سخاروف جایزه دوو بندی خبریالانو ته ورکړه. انډریز پوچوبوټ د بېلاروس او مزیا اماګوبیلي د جورجیا اوسېدونکي دي، چې د ډیموکراسۍ او مدني ټولنې د دفاع لپاره یې هڅې کړي دي.

د اروپایي پارلمان د سیاسي ګوندونو د مشرانو کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د رییسې روبرتا متسولا په مشرۍ اعلان وکړ: «دا دواړه خبریالان یوازې د خپل مسلکي دندې د ترسره کولو او د حقیقت د ویلو له امله ناحقه بندي شوي دي. د دوی زړورتیا هغوی د ازادۍ او ډیموکراسۍ د مبارزې سمبول ګرځولي دي.»

د سخاروف جایزه چې په ۱۹۸۸ کال کې د روسیې د مخالف ساینس پوه اندری سخاروف په نوم تاسیس شوه، د اروپایي ټولنې د بشري حقونو تر ټولو لوړه جایزه ده.

دا جایزه چې ارزښت یې ۵۰،۰۰۰ یورو دی، هر کال هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکول کېږي، چې د فکر د ازادۍ او بشري حقونو د دفاع لپاره یې کار کړی وي.

سویډن اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو هوکړه لیک لاسلیک کړی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

سویډن او اوکراین د اوږدمهاله پوځي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سټاکهولم تر ۱۵۰ پورې د سوېډن جوړې «ګریپن» جنګي الوتکې کیېف ته ورکړي.

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره له خبرو وروسته وویل، چې دواړو هېوادونو د هوايي دفاع په برخه کې اوږدمهاله همکاري پیل کړې ده.

په دې همکارۍ کې اوکراین ته د ګریپن جنګي الوتکو صادرات هم شامل دی.

هغه زیاته کړه چې له نن څخه دواړه هېوادونه ژمن دي چې د اوکراین د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ټولې ممکنې لارې ولټوي او له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې الوتکې به کیېف ته وسپارل شي.

زېلېنسکي هم وویل چې د ګریپن الوتکو د ترلاسه کولو کار پیل شوی او نوې هوکړه به د لږ تر لږه ۱۰۰ الوتکو د برابرولو اجازه ورکړي.

د عدالت نړیواله محکمه: اسراییل دې د غزې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې تضمین کړي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) له اسراییل غوښتي چې د ملګرو ملتونو د مرستو پروګرامونو، په ځانګړې توګه د فلسطین د کډوالو د ملاتړ ادارې ته په غزه کې د فعالیت اجازه ورکړي او د غزې د اوسېدونکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

د محکمې مشریوچي ایواسوا وویل: «د یو اشغالګر ځواک په توګه، اسراییل مکلف دی چې د ځایي خلکو د بنسټیزو اړتیاوو ډاډ ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول د هغو موادو او سرچینو چې د هغوی د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.»

یاده نړیواله محکمه زیاتوي، دا غوښتنه د نړیوال بشري قانون له اصولو سره سمه ده، او اسراییل باید د بشري مرستو د رسولو په برخه کې هېڅ خنډ جوړ نه کړي.

اسراییل ددې محکمې اعلامیه غندلې ده.

روسیې د پوتین او ټرمپ د ناستې له ځنډېدو وروسته د اتومي وسلو تمرینونه وکړل

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د دویمې ناستې د ځنډېدو له اعلان یوه ورځ وروسته، روسیې اعلان وکړ چې د اتومې وسلو یو ستر پوځي تمرین یې ترسره کړی. ولادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ د روسیې د اټومي ځواکونو د تیاري ازموینه له نږدې څارلې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، کرملین یوه ویډیو خپره کړې چې د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والېري ګېراسیموف پکې ولسمشر پوتین ته د تمرینونو راپور ورکوي.

په تمرینونو کې د ځمکه پر ځمکه بالستیک توغندیو د ازمویښتي توغولو تمرین هم شامل و، چې د امریکا د هدف ګرځولو وړتیا لري.

کرملین ویلي، د تمرین هدف دا و چې د قوماندې د چمتووالي او د ځواکونو د کنټرول مهارتونه وازمویل شي او ټول هدفونه بریالي ترسره شول.

پوتین او ټرمپ تېره اونۍ خبرې کړې وې او موافقه یې کړې وه چې په هنګري کې به سره کښیني، چې د کرملین په وینا، دا به د څو اونیو په موده کې ترسره شي. خو د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته، سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ نږدې راتلونکې کې له پوتین سره د لیدو پلان نه لري.

ټرمپ ویلي: «زه نه غواړم بې‌پایلې ناسته ولرم.»

د روسیې چارواکو بیا وویل چې د ناستې د چمتووالي چارې لا روانې دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پيسکوف وویل: «نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو جدي تیاری ته اړتیا ده او دا وخت نیسي.»

د ځنډ دلیل دا ګڼل شوی چې روسیې امریکا ته د سولې د موافقې خپل پخواني شرطونه یاد کړي، چې پکې غوښتل شوي اوکراین دې د دونباس ټولې ختیځې او سوېل‌ختیځې سیمې پرېږدي. دا خبره د ټرمپ د هغې څرګندونې خلاف ده چې ویلي وو دواړه لوري دې پر اوسنیو کرښو ودریږي.

د سعودي په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د یو میلیارډ ډالرو نشه‌يي توکي نیولي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت ناقانونه نشه يي توکي نیولي دي. په نیول شویو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کیلوګرامه کوکاین شامل دي.

د ګډو سمندري ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان سمندري ځواکونو یوه بېړۍ «یرموک» چې د سعودي په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو د مستقیم ملاتړ لاندې کار کوي، د المسمک په نوم عملیاتو په ترڅ کې دا نشه یي توکي نیولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یرموک بېړۍ په عربي سمندر کې یوه بې نښانه بېړۍ چې د «اتومات پېژندنې سیسټم» یې فعال نه و او نه یې هم کوم ملي هویت څرګند و، ودروله او د پلټنو پر مهال یې له دوه ټنو څخه زیات کرسټال مېټ چې ټولټال ارزښت یې ۸۲۲ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره اټل شوی وموندل.

له دې پېښې څخه ۴۸ ساعتونه وروسته یوه بله بېړۍ هم د یرموک له خوا ودرول شوه او د پلټنو پر مهال د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ترې ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او د نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کوکاین ترلاسه شول.

ویل کېږي، چې له نیول کېدو وروسته ټول نشه يي توکي د ازموینې لپاره بېړۍ ته لېږدول شوي او وروسته له تایید څخه له منځه وړل شوي دي.

د سعودي سمندري ځواکونو قوماندان او د «سي ټي اېف – ۱۵۰» مشر کمډور فهد الجویاد وویل: «دا زمونږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

د یادولو وړ ده، چې د «المسمک» عملیات د اکټوبر پر ۱۶مه پیل شول، چې موخه یې د سیمه‌ییز امنیت، سمندري خوندیتوب او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره د څو هېوادونو ګډه همکاري وه. په دې عملیاتو کې د سعودي تر مشرۍ لاندې د پاکستان، فرانسې، اسپانیا او امریکا سمندري ځواکونه ګډون لري.

د«سي ټي اېف – ۱۵۰» اساسي دنده دا ده، چې د هند د سمندر، عربي سمندر او عمان خلیج په اوبو کې د غېر دولتي ډلو له‌خوا د وسلو، نشه‌يي توکو او نورو ناقانونه توکو د لېږد مخه ونیسي.