سویډن اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو هوکړه لیک لاسلیک کړی

سویډن او اوکراین د اوږدمهاله پوځي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سټاکهولم تر ۱۵۰ پورې د سوېډن جوړې «ګریپن» جنګي الوتکې کیېف ته ورکړي.

سویډن او اوکراین د اوږدمهاله پوځي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سټاکهولم تر ۱۵۰ پورې د سوېډن جوړې «ګریپن» جنګي الوتکې کیېف ته ورکړي.
د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره له خبرو وروسته وویل، چې دواړو هېوادونو د هوايي دفاع په برخه کې اوږدمهاله همکاري پیل کړې ده.
په دې همکارۍ کې اوکراین ته د ګریپن جنګي الوتکو صادرات هم شامل دی.
هغه زیاته کړه چې له نن څخه دواړه هېوادونه ژمن دي چې د اوکراین د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ټولې ممکنې لارې ولټوي او له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې الوتکې به کیېف ته وسپارل شي.
زېلېنسکي هم وویل چې د ګریپن الوتکو د ترلاسه کولو کار پیل شوی او نوې هوکړه به د لږ تر لږه ۱۰۰ الوتکو د برابرولو اجازه ورکړي.


د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) له اسراییل غوښتي چې د ملګرو ملتونو د مرستو پروګرامونو، په ځانګړې توګه د فلسطین د کډوالو د ملاتړ ادارې ته په غزه کې د فعالیت اجازه ورکړي او د غزې د اوسېدونکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.
د محکمې مشریوچي ایواسوا وویل: «د یو اشغالګر ځواک په توګه، اسراییل مکلف دی چې د ځایي خلکو د بنسټیزو اړتیاوو ډاډ ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول د هغو موادو او سرچینو چې د هغوی د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.»
یاده نړیواله محکمه زیاتوي، دا غوښتنه د نړیوال بشري قانون له اصولو سره سمه ده، او اسراییل باید د بشري مرستو د رسولو په برخه کې هېڅ خنډ جوړ نه کړي.
اسراییل ددې محکمې اعلامیه غندلې ده.

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د دویمې ناستې د ځنډېدو له اعلان یوه ورځ وروسته، روسیې اعلان وکړ چې د اتومې وسلو یو ستر پوځي تمرین یې ترسره کړی. ولادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ د روسیې د اټومي ځواکونو د تیاري ازموینه له نږدې څارلې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، کرملین یوه ویډیو خپره کړې چې د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والېري ګېراسیموف پکې ولسمشر پوتین ته د تمرینونو راپور ورکوي.
په تمرینونو کې د ځمکه پر ځمکه بالستیک توغندیو د ازمویښتي توغولو تمرین هم شامل و، چې د امریکا د هدف ګرځولو وړتیا لري.
کرملین ویلي، د تمرین هدف دا و چې د قوماندې د چمتووالي او د ځواکونو د کنټرول مهارتونه وازمویل شي او ټول هدفونه بریالي ترسره شول.
پوتین او ټرمپ تېره اونۍ خبرې کړې وې او موافقه یې کړې وه چې په هنګري کې به سره کښیني، چې د کرملین په وینا، دا به د څو اونیو په موده کې ترسره شي. خو د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته، سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ نږدې راتلونکې کې له پوتین سره د لیدو پلان نه لري.
ټرمپ ویلي: «زه نه غواړم بېپایلې ناسته ولرم.»
د روسیې چارواکو بیا وویل چې د ناستې د چمتووالي چارې لا روانې دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پيسکوف وویل: «نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو جدي تیاری ته اړتیا ده او دا وخت نیسي.»
د ځنډ دلیل دا ګڼل شوی چې روسیې امریکا ته د سولې د موافقې خپل پخواني شرطونه یاد کړي، چې پکې غوښتل شوي اوکراین دې د دونباس ټولې ختیځې او سوېلختیځې سیمې پرېږدي. دا خبره د ټرمپ د هغې څرګندونې خلاف ده چې ویلي وو دواړه لوري دې پر اوسنیو کرښو ودریږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو سمندري ځواکونو په عربي سمندر کې د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت ناقانونه نشه يي توکي نیولي دي. په نیول شویو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کیلوګرامه کوکاین شامل دي.
د ګډو سمندري ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان سمندري ځواکونو یوه بېړۍ «یرموک» چې د سعودي په مشرۍ د ګډو سمندري ځواکونو د مستقیم ملاتړ لاندې کار کوي، د المسمک په نوم عملیاتو په ترڅ کې دا نشه یي توکي نیولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یرموک بېړۍ په عربي سمندر کې یوه بې نښانه بېړۍ چې د «اتومات پېژندنې سیسټم» یې فعال نه و او نه یې هم کوم ملي هویت څرګند و، ودروله او د پلټنو پر مهال یې له دوه ټنو څخه زیات کرسټال مېټ چې ټولټال ارزښت یې ۸۲۲ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره اټل شوی وموندل.
له دې پېښې څخه ۴۸ ساعتونه وروسته یوه بله بېړۍ هم د یرموک له خوا ودرول شوه او د پلټنو پر مهال د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ترې ۳۵۰ کیلوګرامه کرسټال مېټ او د نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کوکاین ترلاسه شول.
ویل کېږي، چې له نیول کېدو وروسته ټول نشه يي توکي د ازموینې لپاره بېړۍ ته لېږدول شوي او وروسته له تایید څخه له منځه وړل شوي دي.
د سعودي سمندري ځواکونو قوماندان او د «سي ټي اېف – ۱۵۰» مشر کمډور فهد الجویاد وویل: «دا زمونږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»
د یادولو وړ ده، چې د «المسمک» عملیات د اکټوبر پر ۱۶مه پیل شول، چې موخه یې د سیمهییز امنیت، سمندري خوندیتوب او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره د څو هېوادونو ګډه همکاري وه. په دې عملیاتو کې د سعودي تر مشرۍ لاندې د پاکستان، فرانسې، اسپانیا او امریکا سمندري ځواکونه ګډون لري.
د«سي ټي اېف – ۱۵۰» اساسي دنده دا ده، چې د هند د سمندر، عربي سمندر او عمان خلیج په اوبو کې د غېر دولتي ډلو لهخوا د وسلو، نشهيي توکو او نورو ناقانونه توکو د لېږد مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د سیمهییزو اړیکو مشرې عبیر عتیفې د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) وویل، تر اوسه یې نږدې ۷ زره ټُنه خوراکي توکي غزې ته رسولي، خو لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
عبیر عتیفې په جینوا کې خبریالانو ته وویل، په غزه کې د بې وزلو د لاسنیوي لپاره د اکټوبر له ۱۱مې یعنې د اسراییل او حماس تر منځ له نازک اوربند راهیسې غزې ته ۶ زره او ۷۰۰ټُنه خوراکي توکي رسول شوي او په وینا یې دا په یاده سیمه کې د فلسطینیانو لپاره یوازې د دوو اوونیو لپاره بسیا دي.
د نوموړې په وینا، دمګړی په ورځني ډول شاوخوا ۷۵۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو زیاتوي، چې دغه شمېر باید په ورځ کې ۲ زره ټُنو ته ورسېږي.
عتیفې زیاته کړه، اوسمهال یوازې دوه بندري لارې پرانېستل شوي که ټولې بندري لارې خلاصې نهشي، نو په سمه توګه به په غزه کې فلسطینیانو ته خوراکي توکي ونه رسول شي او په وینا یې د غزې شمال کې چې د روان کال په اګسټ کې لوږه اعلان شوې وه، اوس د خوراکي توکو رسول د خوړو د نړۍوال پروګرام لومړیتوب دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام سیمه ییز مسوولین وايي، له سرحدي سیمو تر غزې ښاره لاره یې پاکه کړې، خو شمال لور ته لارې ډېرې خرابې دي او په وینا یې له غزې ښاره تر شمالي سیمو باید لاره پاکه شي، څو لاره د دې جوګه شي چې د مرستو لوی کاروانونه پرې تګ راتګ وکړي.
مسوولین زیاتوي، دمګړی په غزه کې د خوړو د وېشلو ۲۶ مرکزونه فعال دي او په وینا یې د دغو مرکزونو شمېر باید نږدې ۱۵۰ ته ورسېږي، څو په اسانه توګه دوی خپلې چارې مخته یوسي او فلسطیني ولس هم په بېړه مرستې ترلاسه کړي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د سیمه ییزو اړیکو مشره عبیر عتیفه وايي، په غزه کې خوراکي توکي ډېر کم دي او بیې یې بیخې ډېرې لوړې دي او هغه په غزه کې له ښکېلو خواو غواړي چې دغه ښار ته باید سوداګریزې توکي هم پرېښودل شي، ځکه په وینا یې د دوی مرستې یوازې له شدیدې خوار ځواکۍ مخنیوی کوي.
له دې سره سم، په غزه کې یوه بله لویه ننګونه له جګړو پاتې ناچاودي مهمات دي. په غزه کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې مشر لوک اېرونګ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې په یوې خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې د اوربند له پیله تر اوسه لږ تر لږه د یادو ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۳۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، که په غزه کې د ماین پاکونې لپاره ژر تر ژره امکانات برابر نهشي نو ښايي یاد ناچاودي مهمات د ډېرو نورو غزه مېشو ژوند واخلي.
د یادونې وړ ده، چې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه باندې ۶۸ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ زره نور ټپيان شوي دي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلې ۷۶مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د ده د سږ کال تر ټولو ستره ډالۍ د ایران د اټومي ګواښ مهارول دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم «ځینې نیمګړي کارونه» د ده د حکومت په اجنډا کې پاتې دي.
نتنیاهو د سهشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) ۷۶کلن شو، هغه د خپلې کلیزې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه څه چې زه یې د ځان لپاره خوښوم، دا هماغه څه دي چې د خپل هېواد لپاره یې غواړم.»
نوموړي زیاته کړه: «سږ کال موږ یوه لویه ډالۍ ترلاسه کړه. زه څلوېښت کاله کېږي چې د ایران له لوري د اټومي ګواښ د مهارولو په اړه خبرې کوم او سږ کال موږ په ایران او سیمه کې یوه ستره لاستهراوړنه درلوده. سترې بریاوې مو ترلاسه کړې، خو لا هم یو شمېر کارونه ناتمام پاتې دي.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې د خپل هېواد لپاره یې اصلي هیله «قدرت، امنیت او سوله» ده.
بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ده حکومت د ایران د اټومي پروګرام، د حماس له ډلې سره د جګړې او د کورنیو سیاسي ستونزو له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.