جاپان: له افغانستانه تاجکستان ته د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي په کار کې مرسته کوو
په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې ویلي، چې د جاپان (جایکا) د همکارۍ سازمان به د افغانستان او تاجکستان په پوله د نشهيي توکو د قاچاقو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د مرکزي اسیا د ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې د دغې پروژې موخه له افغانستانه تاجکستان ته د نشهیي توکو د قاچاقو مخنیوی دی چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۵ کاله پورې خپلې چارې پر مخ وړي.
تر دې وړاندې تاجکستان تل له افغانستانه د نشهیي توکو د قاچاقو په اړه اندېښنه ښودلې او همدغه تېره دوشنبه د (سلواغې په ۱۶ مه) د تاجکستان د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي، چې د طالبانو له شویو ادعاو سره، سره لا هم له دغه هېواده نشهیي توکي په خلاص مټ قاچاقېږي او داسې نښې نه شته چې د دغو قاچاقو کچه دې ټیټه شوې وي.
په دغه راپور کې دا رنګه راغلي، چې د افغانستان په کارځایونو کې نشهیي توکي له پروسس وروسته تاجکستان ته استول کېږي.