مولوي عبدالکبیر: د طالبانو اداره اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې د طالبانو اداره اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هیچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي.

مولوي عبدالکبیر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماو په ولسي ناسته کې وویل، چې دغه ډله غواړي له نړۍوالې ټولنې سره مثبت تعامل ولري.
سره له دې، چې د طالبانو اداره د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې؛ خو بیا هم د سیمې ډېری هېوادونه له دې ډلې سره پراخې اقتصادي اړیکې لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین یو له هغو هېوادونو دی، چې په بېلابېلو برخو کې یې په افغانستان کې پانګونې کړې دي.
که څه هم طالبانو په ځلونو د هېواد د اقتصادي پراختیا ادعا کړې؛ خو بیا هم د افغانستان خلک د ناوړه اقتصاد له امله له ستر بشري ناورین سره مخ دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دغه ناسته له طالبانو سره د نړۍ د تعامل د پراخېدو په موخه جوړېږي.