• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د میانمار حکومت د نارینه او ښځو لپاره اجباري پوځي خدمت پلي کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د میانمار دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د هېواد نظامي حکومت د نر او ښځې لپاره اجباري نظامي خدمت پلي کوي.

د دغه فرمان له مخې؛ ټول نارینه، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو تر منځ دي او ښځې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي باید تر دوو کلونو پورې په پوځ کې دنده ترسره کړي.

د میانمار دولتي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د بېړني حالت د اعلان په صورت کې به پوځي خدمت تر پنځو کلونو پورې وغځول شي.

د حکومت نظامي ویاند زاو مین تون دولتي رسنيو ته وويل: « د ملت د ساتنې او دفاع په دنده کې د سرتېرو تر څنګ ټول اتباع شامل دي.»

میانمار له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې پوځ د یوې کودتا په پایله کې واک په لاس کې واخیست د ګډوډۍ سره مخ و.

د میانمار د دولتي رسنیو په خبره دا حکم په داسې حال کې صادر شوی، چې پوځي حکومت هڅه کوي د هغو وسله والو مخه ونیسي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په خپلسري ډول جنګیږي.

په پوځي خدمت کې د خبري شموليت قانون په ۲۰۱۰ کال کې نافذ شو؛ خو تر اوسه نه دی پلی شوی.

د دغه قانون له مخې د دغه قانون له احکامو سرغړونه تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ده.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۵

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې