اوچا: پرتګال له افغانستان سره د ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن له افغانستانه سره د پرتګال د ۲۰۰ زره یورو د مرستو خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن له افغانستانه سره د پرتګال د ۲۰۰ زره یورو د مرستو خبر ورکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په خپل اېکس کې له افغانستان سره د دغو مرستو خبر ورکړ.
دغه دفتر وايي؛ دا لومړی ځل دی، چې پرتګال له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره مرسته کوي.
اوچا زیاته کړې، چې دغه پيسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ډېری هیوادېونه په داسې حال کې بشردوستانه مرستې کوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ډېر شمېر مرستندویه ادارو د بودیجې د کمښت یا د ختمېدو خبر ورکړی و.
دغو بنسټونو له ټولو هېوادونو غوښتي وو؛ څو د افغانستان له بیوزله خلکو سره د مرستو په موخه له دوی څخه مالي ملاتړ وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې ډیریو افغانانو هیواد پریښود، په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو په ګډون ډیر شمېر کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې، چې دې مسالې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت تر پخوا هم بدتره کړ.


د کابل ښار يوه اوسېدونکې وايي، چې د طالبانو محتسبینو په دریم مکروریان کې نوموړې د قدم وهلو له امله سخته وهلې ده. دغې مېرمنې د دوشنبې په ورځ «د سلواغې ۲۳مه» وویل، چې د وینې د لوړ فشار له امله ډاکټرانو ورته په ازاده هوا کې د ګرځېدو سپارښتنه کړې وه.
دغې مېرمنې د افغانستان افغانستان انټرنېشنل ته داسې انځورونه لېږلي چې په وهلو ټکولو یې د بدن ځینې برخې ټپي شوې دي.
هغې وويل، چې پر اوږو، لاسونو او ورنونو يې د وهلو نښې لیدل کیږي.
د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک د طالبانو له رسیدو وروسته، دغې ډلې په ټول افغانستان کې پر ښځو پراخ محدودیتونه ولګول.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې دا پراخ او سیستماتیک بندیزونه د "جنسيتي توپير " او "د بشریت پر وړاندې د جرم" ښکاره بېلګه ده.
دا محدودیتونه د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا پلې کیږي.
په دغو محدودیتونو کې طالبانو د ښځو او نجونو د زده کړو، کار، سفر، په پارکونو کې د ازاد ګرځیدو په ګډون یو لړ اساسي حقونو ته د لاسرسي مخه نیولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) په وروستي درې میاشتني راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې په خپلسري ډول ښځې بندیانې کړي دي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې دوام لري، دغلته پرلت کوونکي وايي چې سیاسي ګوندونو له پرلت څخه په ټاکنو کې د خپل ځان د بري لپاره ګټه واخیسته او وروسته یې د دوی ملاتړ پرېښود.
څه باندې څلور میاشتې کیږي چې په چمن ښار کې د یوې پوځي کلا مخې ته د سپین بولدک ـ چمن پر دزواره په پاسپورټ د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت روان دی.
دغه پرلتوال وايي، په سوېلي پښتونخوا کې د سیاسي ګوندونو له لوري تېرایستل شوي او هغوی له پرلت څخه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ګټه واخیسته.
د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سر لاري غوث الله اڅګزي د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «نور په هیڅ سیاسي کس او سیاسي ګوند باور نه کوو، هغوی د خپلو ګټو لپاره دلته ویناوې وکړې او کومې ژمنې یې چې کړې وې په هغه یې عمل ونه کړ.»
نوموړي وویل: «موږ همدا سیاسیونو او قومي مشرانو د پاکستان د پاسپورټ د پرېکړي په وړاندې له عمل کولو څخه منع کړي وو، کنه موږ به وخته په زور دروازه خلاصه کړې وای، نور موږ دلته ارام نه کېنو او په هره لاره چې وي دروازه به خلاصوو.»
په ظاهره لېدل کیږي چې یاد پرلت کوونکي نور د پاکستان له حکومت سره د پاسپورټ د پرېکړې د بدلولو په مبارزه کې ستړي شوي.
خو د یاد پرلت ویاند وايي: «ځینې کړۍ هڅه کوي چې موږ د پاکستان حکومت او پوځ په وړاندې په ښکاره بغاوت وکړو، نو که موږ داسې هڅه وکړو موږ ټول به په قانوني لحاظ بغاوتګر معرفي شو او بندیان به شوو دا هغه عمل دی چې د پاکستان حکومت ورته انتظار دی خو موږ په امن کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او په هیڅ صورت پر دغه دروازه پاسپورټ نه منو.»
بل خوا په چمن ښار کې د یو شمېر نوماندانو له لوري هم په ټاکنو کې د شویو درغلیو په اړه لاریونونه دوام لري. له تېرو درېیو ورځو راهیسې چمن ښار ته د کوئټې او نورو سیمو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي او د دغه ښار اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت په اړه شکایت کوي.

طالبانود غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د اسراییلو دا ډول بریدونه به «بله لویه فاجعه رامنځته او روان ناورین به لا ژور کړي.» طالبانو د بشري حقونو پر سازمانونو هم غږ کړی چې د اسراییلو د بریدونو مخه دې ونیسي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو د بریدونو دوام به «بله لویه فاجعه رامنځته کړي.»
طالبان له نړېوالو او سیمه ییزو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په غزه کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي.
دوی د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ کشالې ته حل لاره ولټوي.
طالبانو په خپله دغه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې په غزه کې د ټولوژنې دوام به «حاکم نړېوال نظام او مدعي ارزښتونه یې له جدي پوښتونو سره مخ کړي او دا د پيړۍ ټولوژنه به د نړېوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو شته باور له منځه یوسي.»
د راپورونو له مخې اسراییلو په رفح ښارګوټي کې هغه پنډغالی په نښه کړی دی چې د فلسطین ولسي وګړو په کې پناه اخیستي وه.
بل خوا یو شمېر رسنیو د حماس د یو جګپوړي مشر له قوله ویلي چي دا ډول بریدونه به د بندیانو د تبادلي روانې خبرې له له ګواښ سره مخ کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه ۴۴ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دې تر څنګ له پاکستانه اېستل شوي درې تنه د ننګرهار د لرې پرتو ولسوالیو ماشومان یې هم خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
دغه وزارت نن دوشنبه د (سلواغې ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ماشومان د هرات د وارچایلډ موسسې په همکارۍ د تخار، سرپل، زابل او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته تر سپارلو وروسته تر خپلو کورنیو ورسېدل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان یې د کډوالۍ نړېوالې ادارې او وارچایلډ موسسې په مرسته او همغږي د ایران له پولې نیولې د دوی تر کورنیو رسولي دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وړاندې لیکلي، فاریاب د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې له ایران ډېری اېستل شوي ماشومان لري او د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې سلګونه ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.
تېره ورځ هم د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و چې له ایران څخه ۳۱ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.
له ګاونډیو هیوادونو څخه اېستل شوي ماشومان خپلو ولایتونو ته د سفر او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو د لګښت پیسې هم نه لري، خو د هرات ولایت وارچایلډ موسسه په ډیری مهال له دغو ماشومانو سره مرستې کوي.
په افغانستان کې د خلکو ناوړه اقتصادي حالت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوي چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران څخه د راستنو شویو سلګونو افغان کډوالو په ډله کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۸۳۵ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت ویلي یو شمېر کډوال په جبري ډول او یو شمېر یې په خپله خوښه راستانه شوي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت ویلي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچالیډ موسسې ته ورپېژندلي دي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۱۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.
دغه وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه تازه راستانه شوي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ دفتر ته ورپيژندلي دي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.