• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتوب څار بنسټ، د شکنجې ضد نړۍوال سازمان او د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون په ګډون یوشمېر بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ماشومانو د حقونو مدافع عبدالمتین حکیمي سملاسي خوشې کړي.

د دغه بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال د جولای په ۱۸مه د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ شپږ کارکوونکي نیول شوي وو او له کورنیو او دوستانو سره یې د ځای او وضعیت په اړه معلومات هم نه‌وو شریک شوي.
دوی وايي، عبدالقادر حمیدي، سلطان علي رحیمي، حمید احمد صدیقي، احمد سایم حازم او بسم‌الله بهین د سپټمبر په ۲۲مه بېرته خوشې شوي؛ خو عبدالیمتین حکیمي طالبانو د بګرام زندان ته لېږدولی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۶کال د جون په ۲۱مه په کابل کې د یاد بنسټ پر دفتر چاپه وهلې، د کارکوونکو موبایلونه او کمپیوټرونه یې ضبط کړي، دفتر یې تړلی او د بنسټ د فعالیتونو په اړه یې پوښتنې کړې وې.
دغه بنسټونه وايي، د جولای په ۱۸مه یادو کارکوونکو ته ویل شوي وو چې دفتر ته ولاړ شي او ضبط شوي وسایل بېرته ترلاسه کړي؛ خو هلته د طالبانو استخباراتو هغوی ونیول. د راپور له مخې، د دغه کسانو کورنیو ته د هغوی د ځای، روغتیايي وضعیت او د نیولو د قانوني لامل په اړه هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوي.
د دوی له‌خوا په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د قانوني خوندیتوب د نشتوالي له امله د شکنجې او ناوړه چلند د ګواښ په اړه هم جدي اندېښنې شته. دغه بنسټونو ویلي، د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره د یادې ادارې فعالیتونه د طالبانو د چارواکو له لوري د فشار هدف ګرځېدلي دي.
د راپور له مخې، دغه نیونې داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو لپاره فضا لا محدوده شوې ده. خبرپاڼه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور ته اشاره کوي، چې په کې د بیان ازادۍ، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو یادونه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر لوړو زده‌کړو محدودیتونه او د ښځو پر وړاندې نور محدودوونکي اقدامات د تبعیض او محرومیت سیسټماټیکه بڼه ښیي.
د بشري حقونو بنسټونو په وینا، دغه محدودیتونو پر ماشومانو هم اغېز کړی او د لید او اورېدو له ستونزو سره د مخ ماشومانو لپاره ځینې ځانګړي ښوونیز مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي دي.
یادو بنسټونو ټینګار کړی، چې افغانستان لاهم د بشري حقونو د نړۍوالو تړونونو، د شکنجې ضد کنوانسیون، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مکلفیتونو سره تړلی دی.
دوی له طالبانو غوښتي، چې عبدالمتین حکیمي سملاسي خوشې کړي، د نیولو قانوني لامل روښانه کړي او د دغه نیونو او جبري ورک ساتلو په اړه خپلواکې او بې‌پرې پلټنې ترسره کړي.
دغه بنسټونه همداراز له طالبانو غواړي، چې د بشري حقونو مدافعانو، مدني ټولنو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې خپلې قانوني او مسلکي دندې په خوندي فضا کې ترسره کړي.

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۳

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

۴

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

۵

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

•
•
•

نور خبرونه

۲۵کاله وړاندې د اکتوبر ۷مه؛ پر کندهار د امریکا د برید شپه

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱
100%

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه د شپې شاوخوا نهه نیمې بجې وې چې د کندهار هوايي ډګر پر لور او ښار ته نږدې د چاودنو غږونه واورېدل شول. د ښار اوسېدونکو له څو اونیو راهیسې د امریکا د احتمالي بمبارۍ اوازې اورېدلې وې.

حاجي امین الله، چې د بمباریو پرمهال په کندهار ښار کې و، وايي، « فکر کوم د مرستو ګودامونه یې ووېشتل او بل برید د ملا صاحب په سرای وشو».

د کندهار ښار د اوسېدونکو په وینا، په همدې شپه د کندهار هوايي ډګر او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر پر استوګنځي هم بریدونه وشول.

خلک نه پوهېدل چې بل برید به چېرته وي. د لومړي برید پر مهال د کندهار د برېښنا شبکه هم له ستونزو سره مخ شوه او ښار تیاره شو.

100%
کندهار هوايي‌ ډګر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا او بریتانیا دغه لومړني بریدونه یوازې په یوه ښار پورې محدود نه وو. د امریکا پوځي الوتکو اوږد واټنه او کروز توغندیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۰ هدفونه وویشتل. په دغو هدفونو کې هوايي ډګرونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د القاعدې روزنیز کمپونه او د طالبانو پوځي مرکزونه شامل وو.

د امریکا د پوځ په رسمي یاداښتونو کې راغلي چې د جلال‌اباد شاوخوا د القاعدې روزنیز کمپونه د لومړۍ شپې له تر ټولو درنو بریدونو سره مخ شول.

د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په همدغه شپه په سپينه ماڼۍ کې د یوې ځانګړې وینا پر مهال اعلان وکړ چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعدې پر روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. واشنګټن ویل چې له طالبانو یې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو، د ترهګرو روزنیزو کمپونو د تړلو او د بهرنیو بندیانو د خوشې کولو غوښتنې کړې وې، خو د امریکا په وینا دغه غوښتنې ونه منل شوې.

امریکا دغه پوځي عملیاتو ته د «تلپاتې ازادۍ» نوم ورکړی و.

100%

افغانستان انټرنشنل- پښتو د جورج ډبلیو بوش د همغې وینا ځينې برخو ته اشاره کوي. بوش خپله وینا په همدې ټکو پیل کړه: «زما په امر، د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعدې پر ترهګریزو روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. دا په دقت سره ټاکل شوي بریدونه د دې لپاره دي چې افغانستان د ترهګرو د عملیاتو د اډې په توګه د کارولو مخه ونیسي او د طالبانو د رژیم پوځي وړتیاوې په نښه کړي. په دې عملیاتو کې زموږ ټینګ ملګری لویه بریتانیا له موږ سره یوځای ده. زموږ نورو نږدې ملګرو، لکه کاناډا، استرالیا، جرمني او فرانسې هم ژمنه کړې چې د عملیاتو له پراختیا سره به خپل ځواکونه ورسره یوځای کړي. له ۴۰ څخه ډېرو هېوادونو په منځني ختیځ، افریقا، اروپا او ټوله اسیا کې د امریکا الوتکو ته د خپل هوايي حریم د کارولو یا د ښکته کېدو اجازه ورکړې ده. ډېرو نورو هېوادونو استخباراتي معلومات هم راسره شریک کړي دي».

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ په کندهار کې د امریکا او بریتانیا د بریدونو دویمه څپه د طالبانو پر پوځي مرکزونو تر سره شوه.

100%

د کندهار یو بل اوسېدونکی قاري عبدالواسع د هغه شپې کیسه داسې کوي:«کله چې په کندهار کې د امریکا لومړی برید وشو، خلک ډېر وېرېدل. په ښار کې سخته وېره خپره شوه. ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښودل او هڅه یې کوله چې ځانونه له ښار څخه وباسي. خلک نه پوهېدل چې بل برید به چېرته وي او د امریکا هدف به څه وي.»

د هغه په خبره، د لومړنیو چاودنو له غږونو سره د ښار د خلکو عادي ژوند په یوه شېبه کې ګډوډ شو.

حاجي عبدالروف هم د هم هغه شپې یادونه کوي او وايي، کله چې د امریکا الوتکو بریدونه پیل کړل، په ډېرو کورونو کې خلکو له وېرې څراغونه مړه کړل، ځکه خلک اندېښمن وو چې ښايي د کورونو څراغونه د الوتکو پام ځان ته واړوي او بمبار پرې وشي.

د هغه په وینا، هغه شپه د کندهار د خلکو لپاره د سختې وېرې او نامعلوم برخلیک شپه وه.

100%

ولې کندهار د امریکا لپاره دومره مهم و؟

د ۲۰۰۱ کال پر مهال کندهار د طالبانو اصلي مرکز او د هغوی معنوي پلازمېنه بلل کېده. د طالبانو مشر ملا محمد عمر او ډېرو طالب مشرانو خپلې چاري له همدې سیمې رهبري کولې. د ګارډڼ د راپور له مخې، د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د مشرتابه مهم مرکزونه او د القاعدې له شبکې سره تړلي مهم تاسیسات هم د کندهار په سیمه کې موجود وو.

له همدې امله د کندهار په بمبارولو امریکا د طالبانو د سیاسي، پوځي او رهبري مرکز کمزوری کول غوښتل.

د اکتوبر د اوومې د لومړنیو بریدونو د ټولو هدفونو لپاره د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شول، خو د کندهار د لومړۍ شپې د بریدونو لپاره کره او خپلواک شمېر نشته.

په کندهار کې د جګړې په لومړیو اونیو کې ملکي تلفات ثبت شول. د امریکا د بمبارۍ پر مهال د کندهار له ښار ختیځ لوري د دامان ولسوالۍ په سیمه کې د یوه برید له امله د دوو کورنیو ۲۶ غړي وژل شوي وو. واشنګټن پوسټ هغه مهال دا پېښه د جګړې له مهمو ملکي تلفاتو څخه بللې وه.

100%

لنډ پوځي عملیات څنګه په شل کلنه جګړه بدل شول؟

واشنګټن القاعده د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو مسوله وبلله او غوښتل یې چې اسامه بن لادن او د القاعدې مشران ونیول شي. امریکا همداراز طالبان د القاعدې د مشرانو او روزنیزو کمپونو د کوربه‌توب له امله هدف وګرځول.

بوش په خپله وینا کې وویل چې طالبانو ته یې غوښتنې وړاندې کړې وې، خو د امریکا په وینا طالبان د دغو غوښتنو په منلو کې پاتې راغلل. له همدې وروسته د «تلپاتې ازادۍ» په نوم پوځي عملیات پیل شول.

د طالبانو لومړني رژیم د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې سقوط وکړ، خو طالبان له منځه نه لاړل. هغوی په پاکستان کې بیا منظم شول او د چریکي جګړې له لارې یې پر نوي افغان حکومت، امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه پیل کړل.

کندهار هم د دې اوږدې جګړې له مهمو میدانونو څخه پاتې شو. د طالبانو له رژیم وروسته د کندهار د نیولو او ساتلو لپاره د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو حضور پراخ شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې کندهار، چې د طالبانو وروستی لوی مرکز پاتې و د پرله‌ پسې بمبارۍ او د طالبانو ضد افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر فشار لاندې سقوط وکړ خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر وتوانېد چې له سیمې ووځي.

د امریکا د راپور له مخي، جګړه یوازي‌ د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ پاتې نه شوه، بلکې د افغان حکومت د جوړولو، د امنیتي ځواکونو د روزنې، د طالبانو د بغاوت، القاعدې او وروسته د داعش د فعالیتونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر په یوه اوږده شخړه بدله شوه.

همدا لامل و، چې د ۲۰۰۱ کال لنډ پوځي عملیات په شل کلنه جګړه بدل شول.

په همدې جګړه کې په زرګونه ملکي‌کسان، پوځيان، مخالفین او بهرني ځواکونه ووژل شول، ټپيان شول او ډېری معلول شوي دي.

100%

د شل کلنې جګړې پای

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومې شپې په اړه د کندهار د اوسېدونکو روایتونه ښيي چې د جګړې لومړنۍ اغېزه یوازې پر پوځي هدفونو نه وه. وېره، د کورونو پرېښودل، د شپې د څراغونو مړه کول او د نامعلوم راتلونکي اندېښنه هم د خلکو د ژوند برخه شوه.

څو اونۍ وروسته کندهار د طالبانو د وروستي ستر مرکز په توګه د جګړې اصلي میدان شو او د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو له لاسه ووت. د دغه اوسېدونکو په خبره، هغه شپه چې د کندهار پر اسمان لومړنۍ امریکايي الوتکې راښکاره شوې، د افغانستان د یوې بلې اوږدې جګړې پیل و. جګړه چې نږدې شل کاله وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتلو پای ته ورسېده.

100%
وروستی امریکایي سرتېری د افغانستان څخه د وتلو پر مهال

راپور؛ ښایي کابل تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له سخت ناورين سره مخ شي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، د افغانستان پلازمېنه کابل ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له داسې ناورین سره مخ شي چې د ښار ګڼې برخې د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخامخ کړي. خو د راپور له مخې، د کابل یوشمېر اوسېدونکي لا له وړاندې د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

راپور د شازیې په نوم د یوې ښځې کیسه بیانوي، چې د کابل په خیرخانه سیمه کې ژوند کوي. د هغې په کور کې د اوبو نلونه وچ دي او له ټانکرونو د اوبو د پېرلو وس هم نه‌لري. د راپور له مخې، شازیه هره ورځ له خپلو ماشومانو سره نږدې جومات ته ځي، ساعتونه د اوبو لپاره انتظار باسي او بیا د اوبو ډک لوښي بېرته کور ته وړي.
راپور کاږي، کابل د هندوکش د غرونو په لمنه کې پروت دی او د ښار ډېره برخه اوبه د ځمکې لاندې زېرمو څخه ترلاسه کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي په همدې سرچینو تکیه لري، په داسې حال کې چې یوازې پنځمه برخه خلک د نلونو له شبکې اوبه ترلاسه کوي. د راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه نږدې ۱۰۰ فوټه راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې اوس له ځمکې څخه د اوبو اېستل د هغې د طبیعي بیارغېدو تر کچې ډېر شوي او د اوبو کلنی کسر تر ۱.۵۵ میلیارد مکعب فوټو اوښتی دی. د راپور له مخې، د کابل نږدې نیمایي ژورې څاګانې وچې شوې دي او په ډېرو سیمو کې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
کارپوه نجیب‌الله سدید ویلي، دا یوازې لنډمهاله ناورین نه بلکې د «اوبو افلاس» دی؛ ځکه د اوبو هغه سرچینې چې له‌منځه ځي، بېرته په اسانۍ نه شي راژوندي کېدای.
راپور کاږي، د کابل نفوس له ۲۰۰۱کال راهیسې له یو مېلیون څخه شاوخوا شپږو مېلیونو ته لوړ شوی دی. د نفوس زیاتوالی، ښاري پراختیا او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدل د اوبو پر سرچینو فشار نور هم زیات کړی دی.
د راپور له مخې، یوشمېر کورنۍ اوس د شخصي شرکتونو له اوبو ګټه اخلي او هره ورځ د اوبو لپاره د خپل عاید لویه برخه مصرفوي. اسدالله احمدي چې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی ویلي، د دوو کلونو راهیسې هره ورځ لږترلږه ۱۵۰ افغانۍ د اوبو لپاره ورکوي.
راپور زیاتوي، چې په ځینو سیمو کې تر ۸۰ سلنه پورې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله اوبو او ځینو طبیعي زیانمنو موادو له امله ککړې شوې دي. د اوبو متخصص جلال ناصر فقیر یار ویلي، د اوبو ککړتیا د کابل د اوبو له ناورين سره یو بل پټ ګواښ دی.
راپور وايي، د ستونزې د حل لپاره د شاه‌توت بند او د پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه تر بحث لاندې ده. د شاه‌توت بند پروژه کولای شي څه باندې دوه مېلیونه کسانو ته اوبه برابرې کړي؛ خو د ۲۰۲۱کال له سیاسي بدلون وروسته یې چارې درېدلې دي.
د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د ۱۲۴ میله اوږدې نل‌لیکې پروژه هم تراوسه د سروې او ډیزاین په پړاو کې ده.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع‌الله عابد ویلي، حکومت د بندونو پر جوړولو، د ځمکې لاندې اوبو پر تغذیه او د اوبو د مدیریت پر پروګرامونو کار کوي؛ خو دغه ډول پروژې وخت او مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د راپور په ټکو، که د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي، کابل ښايي د جګړو او بې‌ثباتۍ ترڅنګ د اوبو د نشتوالي له امله هم د پراخ بشري ناورین شاهد شي. د کابل یوه اوسېدونکي سعیداغا ویلي: «کلونه وړاندې موږ له بمونو او راکټونو تښتېدو، اوس ښايي د اوبو د نشتوالي له امله خپل کورونه پرېږدو».

د ژمي په درشل کې؛ لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنې او قانوني چارو په مرکز کې چارواکي وایي، د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر د اګست میاشتې پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د چارواکو په وینا، اوس‌مهال هره ورځ له دغه مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو تر اګست میاشتې مخکې به دغه شمېر هره ورځ له درې نیم زرو تر پنځو زرو کسانو پورې رسېده.
د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په نورو څلورو یا پنځو مرکزونو کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر هم ورسره یوځای کېده او د تورخم له لارې به هره ورځ شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل؛ خو اوس دغه شمېر په سختۍ سره ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
سبیل خان چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له پېښور نه د لنډي کوتل مرکز ته تللی وایي، په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل ستونزمن شوي وو. هغه وایي، په پاکستان کې به په یوه ځای کې نیول کېدل او بیا به یې په بل ځای کې د پیسو په ورکولو خوشې کول.
د هغه په وینا، له ګڼو ستونزو او لګښتونو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي. سبیل خان وایي، په افغانستان کې د سخت ژمي او د استوګنې د ځای نشتوالي په اړه هم اندېښمن دی. هغه وایي، د لنډمهاله استوګنې لپاره یې له خپل تره څخه د یوې کوټې غوښتنه کړې او هیله لري چې د طالبانو له‌خوا د ځمکې له ورکړې وروسته خپل کور جوړ کړي.
یو بل افغان کډوال محمود عمر چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وایي کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې؛ خو دی د درملنې لپاره په پاکستان کې پاتې و. محمود عمر وایي، خپله ناروغ و او دوه ځله عملیات شوی دی.
د هغه په وینا، اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د ژمي سخت موسم او د کورونو د نشتوالي ستونزې شته؛ خو ستونزې په هر هېواد کې وي او اوس په افغانستان کې وضعیت تر پخوا یو څه ښه شوی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان ځینو محکمو سختو ناروغانو، افغان هنرمندانو او افغان نرښځیانو ته په دغه هېواد کې د لنډمهاله پاتې کېدو اجازه هم ورکړې ده. همداراز، ځینې افغان کورنۍ په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي او د خپلو دوسیو بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې لاهم له کړکېچ سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پورې غاړې بریدونو او د طالبانو د سختو غبرګونونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم له شاوخوا یوه کال راهیسې په بشپړ ډول درېدلې او د عامو خلکو تګ‌راتګ هم محدود شوی دی. اوس‌مهال د تورخم له لارې په منظم ډول یوازې هغه افغان کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.

له ایران او پاکستان نه اېستل شوي افغانان له بې‌وزلۍ، لوږې او ناروښانه راتلونکي سره مخ دي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
100%

د پي‌بي‌اېس نیوز په یوه راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر روان کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت دروند فشار راوستی او ګڼې کورنۍ له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.

راپور د امیر په نوم د یوه افغان کډوال کیسه را اخلي، چې په جبري توګه له ایران نه اېستل شوی او له خپلې خور او د هغې له ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
امیر ویلي: «زه په خپله خوښه افغانستان ته نه یم راغلی. دلته نه کور لرم، نه کار او نه هم د ژوند کومه وسیله». د راپور له مخې، امیر شل کاله په ایران کې ژوند کړی و او د ورځنۍ لاس‌باړې له لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د ایران د اقتصادي ستونزو او د کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو له امله ونیول شو او بېرته افغانستان ته واستول شو.
هغه وایي، اوس یې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې له کومه به د ژوند لګښتونه برابر کړي. راپور کاږي، د ایران له‌خوا اېستل شوي ډېری افغانان هغه ځوانان دي چې د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د خلاصون لپاره ایران ته تللي وو.
د وکیل په نوم یو بل افغان ویلي، چې له خپلو ملګرو سره د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته روان و؛ خو تر پولې د اوښتو لږ وروسته ونیول شول. هغه ادعا کړې، چې ایراني امنیتي ځواکونو دوی وهلي، تر لمر لاندې یې درولي او وروسته یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د راپور له مخې، وکیل او د هغه ملګري ټپیان شوي او ادعا کوي چې د هغوی پیسې او نور شخصي توکي هم ترې اخیستل شوي دي. وکیل ویلي: «مېلیونونه ځوانان د بې‌وزلۍ له امله پولو ته ځي. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي».
راپور زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د راستنېدونکو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بودجه چې په ۲۰۲۲کال کې ۲۴۰ مېلیون ډالره وه، سږکال یو پر درېیمه راکمه شوې ده.
د راپور له مخې، پخوا هر راستنېدونکی کس ۳۵۰ ډالر نغدي مرسته ترلاسه کوله؛ خو اوس یوې بشپړې کورنۍ ته یوازې ۱۷۰ ډالر ورکول کېږي. راپور وايي، په ځینو سرحدي سیمو کې افغانان د ایران له پولې د اوښتو پرمهال د ډزو له ګواښ سره هم مخ دي.
د احمد په نوم یو ځوان ویلي، چې د ایران پولې ته نږدې د ډزو پرمهال ټپي شوی و؛ خو یو وار بیا غواړي ایران ته د تګ هڅه وکړي. هغه ویلي: «زه بله لار نه‌لرم. دلته ډوډۍ نه‌شته، کار نه‌شته. مجبور یم بېرته لاړ شم».
راپور زیاتوي، د هېواد په ختیځ کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل هم په چټکۍ روان دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یوازې سږکال ۶۰۰زره کسان د پاکستان له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي چارلي ګوډلېک ویلي، راستنېدونکي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، په خېمو کې اوسېږي او د راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
په راپور کې د جمیلې په نوم د یوې ښځې کیسه هم راغلې، چې له خپلو نهو ماشومانو سره له پاکستان نه اېستل شوې ده. هغې ویلي، چې په میاشتو میاشتو یې له پولیسو ځان پټاوه او د پاکستاني پولیسو له چاپو او نیولو یې وېره درلوده.
د هغې په وینا، پولیسو به افغان کورنیو ته ویل که له هېواده ونه وځي، کورونه او شتمنۍ به یې وسوځول شي. جمیلې ویلي: «پخوا مو ژوند ښه و او خپل کور مو درلود؛ خو اوس هېڅ نه‌لرو».
راپور همداراز د لیلا او د هغې د لوڼو وضعیت بیانوي، چې په جبري توګه له پاکستان نه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. د لیلا ۱۴ کلنه لور مریم وایي، غوښتل یې زده‌کړې وکړي او ډاکټره شي؛ خو اوس نه ښوونځی لري او نه معلومه ده چې راتلونکی به یې څنګه وي.
مریم ویلي: «غواړم ښوونځي ته ولاړه شم او ښه ژوند ولرم؛ خو اوس نه کور لرو او نه د اوسېدو ځای».
د «پي‌بي‌اېس نیوز» د راپور له مخې، د روان کال تر پایه ښايي دوه مېلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي. راپور کې راغلي، چې راستنېدونکي افغانان د لوږې، بې‌کارۍ او د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې په افغانستان کې به خپل ژوند څنګه له سره پیل کړي.

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.