• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپور؛ ښایي کابل تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له سخت ناورين سره مخ شي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۴ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، د افغانستان پلازمېنه کابل ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د اوبو له داسې ناورین سره مخ شي چې د ښار ګڼې برخې د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخامخ کړي. خو د راپور له مخې، د کابل یوشمېر اوسېدونکي لا له وړاندې د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

راپور د شازیې په نوم د یوې ښځې کیسه بیانوي، چې د کابل په خیرخانه سیمه کې ژوند کوي. د هغې په کور کې د اوبو نلونه وچ دي او له ټانکرونو د اوبو د پېرلو وس هم نه‌لري. د راپور له مخې، شازیه هره ورځ له خپلو ماشومانو سره نږدې جومات ته ځي، ساعتونه د اوبو لپاره انتظار باسي او بیا د اوبو ډک لوښي بېرته کور ته وړي.
راپور کاږي، کابل د هندوکش د غرونو په لمنه کې پروت دی او د ښار ډېره برخه اوبه د ځمکې لاندې زېرمو څخه ترلاسه کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي په همدې سرچینو تکیه لري، په داسې حال کې چې یوازې پنځمه برخه خلک د نلونو له شبکې اوبه ترلاسه کوي. د راپور له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه نږدې ۱۰۰ فوټه راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې اوس له ځمکې څخه د اوبو اېستل د هغې د طبیعي بیارغېدو تر کچې ډېر شوي او د اوبو کلنی کسر تر ۱.۵۵ میلیارد مکعب فوټو اوښتی دی. د راپور له مخې، د کابل نږدې نیمایي ژورې څاګانې وچې شوې دي او په ډېرو سیمو کې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
کارپوه نجیب‌الله سدید ویلي، دا یوازې لنډمهاله ناورین نه بلکې د «اوبو افلاس» دی؛ ځکه د اوبو هغه سرچینې چې له‌منځه ځي، بېرته په اسانۍ نه شي راژوندي کېدای.
راپور کاږي، د کابل نفوس له ۲۰۰۱کال راهیسې له یو مېلیون څخه شاوخوا شپږو مېلیونو ته لوړ شوی دی. د نفوس زیاتوالی، ښاري پراختیا او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدل د اوبو پر سرچینو فشار نور هم زیات کړی دی.
د راپور له مخې، یوشمېر کورنۍ اوس د شخصي شرکتونو له اوبو ګټه اخلي او هره ورځ د اوبو لپاره د خپل عاید لویه برخه مصرفوي. اسدالله احمدي چې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی ویلي، د دوو کلونو راهیسې هره ورځ لږترلږه ۱۵۰ افغانۍ د اوبو لپاره ورکوي.
راپور زیاتوي، چې په ځینو سیمو کې تر ۸۰ سلنه پورې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله اوبو او ځینو طبیعي زیانمنو موادو له امله ککړې شوې دي. د اوبو متخصص جلال ناصر فقیر یار ویلي، د اوبو ککړتیا د کابل د اوبو له ناورين سره یو بل پټ ګواښ دی.
راپور وايي، د ستونزې د حل لپاره د شاه‌توت بند او د پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه تر بحث لاندې ده. د شاه‌توت بند پروژه کولای شي څه باندې دوه مېلیونه کسانو ته اوبه برابرې کړي؛ خو د ۲۰۲۱کال له سیاسي بدلون وروسته یې چارې درېدلې دي.
د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د ۱۲۴ میله اوږدې نل‌لیکې پروژه هم تراوسه د سروې او ډیزاین په پړاو کې ده.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع‌الله عابد ویلي، حکومت د بندونو پر جوړولو، د ځمکې لاندې اوبو پر تغذیه او د اوبو د مدیریت پر پروګرامونو کار کوي؛ خو دغه ډول پروژې وخت او مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د راپور په ټکو، که د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي، کابل ښايي د جګړو او بې‌ثباتۍ ترڅنګ د اوبو د نشتوالي له امله هم د پراخ بشري ناورین شاهد شي. د کابل یوه اوسېدونکي سعیداغا ویلي: «کلونه وړاندې موږ له بمونو او راکټونو تښتېدو، اوس ښايي د اوبو د نشتوالي له امله خپل کورونه پرېږدو».

ډېر لیدل شوي

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي
۱

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

•
•
•

نور خبرونه

د ژمي په درشل کې؛ لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنې او قانوني چارو په مرکز کې چارواکي وایي، د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر د اګست میاشتې پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د چارواکو په وینا، اوس‌مهال هره ورځ له دغه مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو تر اګست میاشتې مخکې به دغه شمېر هره ورځ له درې نیم زرو تر پنځو زرو کسانو پورې رسېده.
د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په نورو څلورو یا پنځو مرکزونو کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر هم ورسره یوځای کېده او د تورخم له لارې به هره ورځ شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل؛ خو اوس دغه شمېر په سختۍ سره ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
سبیل خان چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له پېښور نه د لنډي کوتل مرکز ته تللی وایي، په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل ستونزمن شوي وو. هغه وایي، په پاکستان کې به په یوه ځای کې نیول کېدل او بیا به یې په بل ځای کې د پیسو په ورکولو خوشې کول.
د هغه په وینا، له ګڼو ستونزو او لګښتونو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي. سبیل خان وایي، په افغانستان کې د سخت ژمي او د استوګنې د ځای نشتوالي په اړه هم اندېښمن دی. هغه وایي، د لنډمهاله استوګنې لپاره یې له خپل تره څخه د یوې کوټې غوښتنه کړې او هیله لري چې د طالبانو له‌خوا د ځمکې له ورکړې وروسته خپل کور جوړ کړي.
یو بل افغان کډوال محمود عمر چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وایي کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې؛ خو دی د درملنې لپاره په پاکستان کې پاتې و. محمود عمر وایي، خپله ناروغ و او دوه ځله عملیات شوی دی.
د هغه په وینا، اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د ژمي سخت موسم او د کورونو د نشتوالي ستونزې شته؛ خو ستونزې په هر هېواد کې وي او اوس په افغانستان کې وضعیت تر پخوا یو څه ښه شوی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان ځینو محکمو سختو ناروغانو، افغان هنرمندانو او افغان نرښځیانو ته په دغه هېواد کې د لنډمهاله پاتې کېدو اجازه هم ورکړې ده. همداراز، ځینې افغان کورنۍ په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي او د خپلو دوسیو بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې لاهم له کړکېچ سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پورې غاړې بریدونو او د طالبانو د سختو غبرګونونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم له شاوخوا یوه کال راهیسې په بشپړ ډول درېدلې او د عامو خلکو تګ‌راتګ هم محدود شوی دی. اوس‌مهال د تورخم له لارې په منظم ډول یوازې هغه افغان کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.

له ایران او پاکستان نه اېستل شوي افغانان له بې‌وزلۍ، لوږې او ناروښانه راتلونکي سره مخ دي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
100%

د پي‌بي‌اېس نیوز په یوه راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر روان کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت دروند فشار راوستی او ګڼې کورنۍ له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.

راپور د امیر په نوم د یوه افغان کډوال کیسه را اخلي، چې په جبري توګه له ایران نه اېستل شوی او له خپلې خور او د هغې له ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
امیر ویلي: «زه په خپله خوښه افغانستان ته نه یم راغلی. دلته نه کور لرم، نه کار او نه هم د ژوند کومه وسیله». د راپور له مخې، امیر شل کاله په ایران کې ژوند کړی و او د ورځنۍ لاس‌باړې له لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د ایران د اقتصادي ستونزو او د کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو له امله ونیول شو او بېرته افغانستان ته واستول شو.
هغه وایي، اوس یې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې له کومه به د ژوند لګښتونه برابر کړي. راپور کاږي، د ایران له‌خوا اېستل شوي ډېری افغانان هغه ځوانان دي چې د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د خلاصون لپاره ایران ته تللي وو.
د وکیل په نوم یو بل افغان ویلي، چې له خپلو ملګرو سره د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته روان و؛ خو تر پولې د اوښتو لږ وروسته ونیول شول. هغه ادعا کړې، چې ایراني امنیتي ځواکونو دوی وهلي، تر لمر لاندې یې درولي او وروسته یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د راپور له مخې، وکیل او د هغه ملګري ټپیان شوي او ادعا کوي چې د هغوی پیسې او نور شخصي توکي هم ترې اخیستل شوي دي. وکیل ویلي: «مېلیونونه ځوانان د بې‌وزلۍ له امله پولو ته ځي. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي».
راپور زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د راستنېدونکو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بودجه چې په ۲۰۲۲کال کې ۲۴۰ مېلیون ډالره وه، سږکال یو پر درېیمه راکمه شوې ده.
د راپور له مخې، پخوا هر راستنېدونکی کس ۳۵۰ ډالر نغدي مرسته ترلاسه کوله؛ خو اوس یوې بشپړې کورنۍ ته یوازې ۱۷۰ ډالر ورکول کېږي. راپور وايي، په ځینو سرحدي سیمو کې افغانان د ایران له پولې د اوښتو پرمهال د ډزو له ګواښ سره هم مخ دي.
د احمد په نوم یو ځوان ویلي، چې د ایران پولې ته نږدې د ډزو پرمهال ټپي شوی و؛ خو یو وار بیا غواړي ایران ته د تګ هڅه وکړي. هغه ویلي: «زه بله لار نه‌لرم. دلته ډوډۍ نه‌شته، کار نه‌شته. مجبور یم بېرته لاړ شم».
راپور زیاتوي، د هېواد په ختیځ کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل هم په چټکۍ روان دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یوازې سږکال ۶۰۰زره کسان د پاکستان له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي چارلي ګوډلېک ویلي، راستنېدونکي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، په خېمو کې اوسېږي او د راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
په راپور کې د جمیلې په نوم د یوې ښځې کیسه هم راغلې، چې له خپلو نهو ماشومانو سره له پاکستان نه اېستل شوې ده. هغې ویلي، چې په میاشتو میاشتو یې له پولیسو ځان پټاوه او د پاکستاني پولیسو له چاپو او نیولو یې وېره درلوده.
د هغې په وینا، پولیسو به افغان کورنیو ته ویل که له هېواده ونه وځي، کورونه او شتمنۍ به یې وسوځول شي. جمیلې ویلي: «پخوا مو ژوند ښه و او خپل کور مو درلود؛ خو اوس هېڅ نه‌لرو».
راپور همداراز د لیلا او د هغې د لوڼو وضعیت بیانوي، چې په جبري توګه له پاکستان نه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. د لیلا ۱۴ کلنه لور مریم وایي، غوښتل یې زده‌کړې وکړي او ډاکټره شي؛ خو اوس نه ښوونځی لري او نه معلومه ده چې راتلونکی به یې څنګه وي.
مریم ویلي: «غواړم ښوونځي ته ولاړه شم او ښه ژوند ولرم؛ خو اوس نه کور لرو او نه د اوسېدو ځای».
د «پي‌بي‌اېس نیوز» د راپور له مخې، د روان کال تر پایه ښايي دوه مېلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي. راپور کې راغلي، چې راستنېدونکي افغانان د لوږې، بې‌کارۍ او د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې په افغانستان کې به خپل ژوند څنګه له سره پیل کړي.

له مسکو ناستې یوه ورځ وروسته؛ لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه ښودلې

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) د مسکو فارمټ ۸مې ناستې د ګډې اعلامیې د نه خپرېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار کړی، چې د بیان د خپرولو او توپیرونو د ناکامۍ سره، سره دا باید په یوه تراژیدي بدله نه‌شي؛ ځکه د دغه ننګونو ریښې د وړاندوینې وړ وې.

د لاوروف په وینا، اوس‌مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ جدي کړکېچ لاهم پرځای دی چې اصلي لامل یې د داعش ډلې او د هغې د اړوندو څانګو حضور دی. هغه وویل، چې دغه ډلې په افغانستان او پاکستان کې بریدونه او ناامني رامنځته کوي.

لاوروف زیاته کړه، د دغه وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دغه جیوپولیټیک چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د داعش د رامنځته کېدو موضوع په تېر وخت کې پر عراق د امریکا له برید سره هم وتړله او ویې ویل، چې دغه ترهګریزه ډله وروسته د نړۍ نورو سیمو ته هم پراخه شوه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته هم نوې ترهګرې ډلې رامنځته شوې دي. لاوروف د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړ، چې هم طالبان او هم پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېواله دي او مسکو هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو فارمټ ۸مه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده او مسکو په دې اړه خواشینې څرګنده کړه.

کابلوف څرګنده کړه، چې د ګډې اعلامیې د وروستي متن چمتو کولو پرمهال د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ اختلاف رامنځته شو؛ ځکه طالبانو باور درلود چې د سږکال په متن کې افغانستان د «ترهګرۍ په برخه کې» له حده ډېر یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه دریځ مسکو ته د حیرانتیا وړ و؛ ځکه د تېرکال د ناستې په وروستۍ اعلامیه کې هم ورته عبارتونه کارول شوي وو. خو طالبانو استدلال کاوه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو وضعیت له تېرکال راهیسې بدل شوی او له همدې امله د اعلامیې په سږني متن کې د دغه برخې شاملول نور ورته د منلو وړ نه‌دي.

سره له دې روسي چارواکو ټینګار کړی، چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدل به د مسکو فارمټ د فعالیت مخه ونه نیسي او دغه میکانیزم به د سیمه‌ییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره د یوه چوکاټ په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د مسکو فارمټ ۸مه ناسته کې د روسیې، پاکستان، ایران، هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او چارواکو ګډون کړی و. بلاروس او مصر هم په دغه ناسته کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

راپور؛ د طالبانو نړۍوالې انزوا د مېلیونونه افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته لاهم کوم لوېدیځ هېواد د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او دغه وضعیت د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې واک ته ورسېدل، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه هیله‌من وو چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو له لارې به طالبان خپلې تګلارې بدلې کړي؛ خو تر اوسه د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په ګډون د طالبانو په مهمو پالیسیو کې بدلون نه‌دی راغلی.
راپور د کالیفورنیا ایالت د کانګرس د افغان الاصله غړې عایشه وهاب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې و، امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیک تعامل ته دوام ورکړي که څه هم طالبان په واک کې دي.
د راپور له مخې، د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نېومن باوري دی چې واشنګټن باید د ترهګرۍ ضد همکارۍ په څېر موضوعاتو کې له طالبانو سره د خبرو لاره پرانېستې وساتي. نوموړي ویلي: «تاسو کولای شئ ووایئ، چې زه مو په رسمیت نه پېژنم، خو درسره خبرې کوم».
راپور کاږي، تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی؛ خو په کابل کې د چین، هند، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو ډیپلوماټیک ماموریتونه فعال دي.
د راپور له مخې، ځینې اروپايي هېوادونه هم د هغه افغانانو د بېرته ستنولو له امله له طالبانو سره محدود تماسونه لري چې له اروپا اېستل کېږي. د راپور په ټکو، طالبان د هر ډول بهرني تماس او لیدنو خبرونه د خپلو لاسته‌راوړنو د یوې برخې په توګه خپروي او هڅه کوي د نړۍوال مشروعیت انځور وړاندې کړي.
څېړونکی او لیکوال هدايت‌الله ذهېب ویلي، طالبانو ته د نړۍوال مشروعیت تر ټولو لوی خنډ د دوی خپله اېډیالوژي ده او امکان نه‌لري چې طالبان ترې لاس واخلي.
بلخوا د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاد عبیدالله بهیر ویلي، چې طالبانو په ډیپلوماټیکه برخه کې ځینې بریاوې لرلې دي؛ خو د دوی کورنۍ او ټولنیزه پالیسي د نړۍوال مشروعیت لپاره مهمه ستونزه ده. د هغه په وینا، د طالبانو د قدرت د متمرکز جوړښت له امله بدلونونه ورو روان دي؛ خو دی لا هم د راتلونکي بدلون هیله لري.
راپور ټینګار کوي، چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې اړیکې یوازې سیاسي موضوع نه‌ده؛ بلکې د افغانستان پر ۴۰ مېلیونه وګړو مستقیم اغېز لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۹۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې یا هغې ته نږدې ژوند کوي.
راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍوالو مرستو تر کمښت وروسته د خوړو، درملو، سرپناه او برېښنا له کمښت سره مخ شوی او مېلیونونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
هدايت‌الله ذهېب وايي، چې ستونزه یوازې د مرستو د بېرته پیل موضوع نه‌ده؛ بلکې هغه پرمختګونه چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ رامنځته شوي وو، د دوامداره بنسټونو پر ځای په چټکۍ رامنځته شوي وو او اوس د دوام وړ نه‌دي.
د هغه په وینا، د اوسنیو شرایطو پر دوام طالبان نه‌شي کولای د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي. د‌ راپور په وینا، د طالبانو نړۍواله انزوا یوازې د کابل پر واکمنانو نه؛ بلکې د مېلیونونه افغانانو پر ورځني ژوند اغېز کړی او د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده.

اروپايي ټولنه: د ښځو پر وړاندې محدودیتونو په افغانستان کې د بشري مرستو اغېز کم کړی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب ادارې ویلي، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې شاوخوا ۷۷۱ مېلیونه یورو بشري مرستې لګولې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د مرستو رسولو او د بشري پروګرامونو اغېز له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان په یاده موده کې له پرله‌پسې ناورینونو سره مخ و؛ د کووېډ-۱۹ وبا، د ۲۰۲۱کال سیاسي بدلون، پراخه بې‌ځایه کېدنه، وچکالي، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښې او له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو جبري ستنېدا د دغه ستونزو مهم لاملونه بلل شوي دي.
ارزونه ښيي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه وه او د ۳۳ شریکو بنسټونو له لارې یې د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زده‌کړو، د اوبو او روغتیا ساتنې، نغدي مرستو او خوندیتوب په برخو کې پروګرامونه عملي کړي دي.
د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو اړمنو کسانو شمېر له ۱۴ مېلیونو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ مېلیونو ته لوړ شوی و او بیا په ۲۰۲۴کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته راکم شوی دی. همداراز هرکال د ۱۴.۸ او ۲۴ مېلیونو ترمنځ افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وو.
ارزونه ټینګار کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار، زده‌کړو او تګ‌راتګ محدودیتونو د بشري مرستو پر رسولو مستقیم اغېز کړی دی. د راپور له مخې، مرستندویه ادارو د «ښځو له‌خوا ښځو ته» تګلاره غوره کړې، کور په کور خدمتونه او د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه یې پراخ کړي؛ خو دغه اقدامات نه دي توانېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته محدودیتونه په بشپړه توګه جبران کړي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې پراخ روغتیايي، ښوونیز او د خوندیتوب پروګرامونه فعال وو؛ خو وروسته د ښځو پر کار بندیز، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو محدودیتونو او د خوندیتوب خدماتو کمښت په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
د بودجې له پلوه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د خوراکي خوندیتوب او معیشت برخې ته نږدې ۲۲۱ مېلیونه یورو، روغتیايي خدمتونو ته ۱۵۸ مېلیونه یورو او د تغذیې پروګرامونو ته تر ۹۹ مېلیونه یورو ډېرې مرستې ځانګړې شوې دي.
راپور د اروپايي ټولنې د «بشري هوايي پل» پروګرام هم مهم بللی او وایي، له ۲۰۲۱کال راهیسې افغانستان ته لسګونه بشري الوتنې ترسره شوې دي چې د درملو او نورو حیاتي توکو په رسولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
ارزونه څرګندوي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازو دوامداره حضور د مرستو د اغېزمنتیا له مهمو لاملونو څخه وو او همدا حضور یې د مرستندویه بنسټونو لپاره د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې اغېزناک بللی دی.
راپور کې راغلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري اړتیاوو په وړاندې انعطاف منونکی او اغېزمن غبرګون ښودلی؛ خو د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړښتي محدودیتونه، د پراختیايي مرستو کمښت او د نړۍوالې بودجې کمښت لاهم د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا پر وړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي.