ایمل ولي خان د مریم نواز د هغو دریځونو په غبرګون کې چې د خیبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت سره تړاو لري، پوښتنه کړې چې کله د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال «دولت» د افغان جهاد لپاره د بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو بوخت و، ایا د دغې ملي پالیسۍ پرېکړې خیبر پښتونخوا کولې؟
هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ ولسوالۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د «سپاه صحابه پاکستان» ډله په جهنګ کې جوړه شوه، ایا جهنګ هغه مهال د خیبر پښتونخوا برخه وه؟
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم راغلي چې «سپاه صحابه پاکستان» په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. د راپور له مخې، وروسته له دې ډلې سره تړلې «لشکر جهنګوي» هم رامنځته شوه.
ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې کله له سپاه صحابه څخه «لشکر جهنګوي» رامنځته شوه، ایا دا د خیبر پښتونخوا د خلکو «جوړښت» و؟
هغه همداراز د پنجاب پر ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې کله دغو سیاستوالو له ممنوعه وسلهوالو ډلو له مشرانو سره انتخاباتي تفاهمونه کول، ایا په دغو پرېکړو کې د چارسدې خلکو کوم رول درلود؟
د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې هم راغلي چې سپاه صحابه پاکستان په ۱۹۸۵ کال کې په جهنګ کې رامنځته شوه او وروسته ترې «لشکر جهنګوي» په ۱۹۹۰مو کلونو کې د وسلهوالې څانګې په توګه راووته. په دغه راپور کې د ځینو پنجاب مېشتو سیاستوالو او د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د انتخاباتي اړیکو ادعاوې هم شوې دي.
ایمل ولي خان ویلي، کله چې د پاکستان د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو د ملي امنیتي پالیسیو پایلې د پنجاب تر پولو ورسېدې، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې باید خیبر پښتونخوا د دغو ستونزو د اصلي ګواښ په توګه وبلل شي.
هغه ټینګار کړی چې د ناامنۍ په اړه باید د پاکستان د تېرې امنیتي تګلارې او د بېلابېلو سیمو د خلکو د ونډې ترمنځ توپیر وشي، او د یوې سیمې ټول خلک باید د هغو پرېکړو مسوول ونه بلل شي چې په ملي کچه شوې دي.
ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه له دې وړاندې هم څرګندونې کړې دي. د روان کال په جولای کې هغه له د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې او دواړو لورو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی و.