زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمهییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.
طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.
ګوترېش ته د « امتیاز نښان» ورکول
په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.
د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.
د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلاماباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سولهییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.
ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.