• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه ۴۷ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه ۴۴ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دې تر څنګ له پاکستانه اېستل شوي درې تنه د ننګرهار د لرې پرتو ولسوالیو ماشومان یې هم خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه د (سلواغې ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ماشومان د هرات د وارچایلډ موسسې په همکارۍ د تخار، سرپل، زابل او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته تر سپارلو وروسته تر خپلو کورنیو ورسېدل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان یې د کډوالۍ نړېوالې ادارې او وارچایلډ موسسې په مرسته او همغږي د ایران له پولې نیولې د دوی تر کورنیو رسولي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وړاندې لیکلي، فاریاب د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې له ایران ډېری اېستل شوي ماشومان لري او د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې سلګونه ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

تېره ورځ هم د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و چې له ایران څخه ۳۱ تنه اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

له ګاونډیو هیوادونو څخه اېستل شوي ماشومان خپلو ولایتونو ته د سفر او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو د لګښت پیسې هم نه‌ لري، خو د هرات ولایت وارچایلډ موسسه په ډیری مهال له دغو ماشومانو سره مرستې کوي.

په افغانستان کې د خلکو ناوړه اقتصادي حالت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوي چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي