• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: تېر کال مو افغانستان کې له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره مرسته کړې ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام سې شنبه د سلواغې ۲۴مه په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېر کال یې په افغانستان کې له نږدې ۱۹ مېلیونه خلکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

دغه پروګرام لیکلي، چې د دغو مرستو سره خلکو خپلو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو، سیمه‌ییزې اقتصادي ودې، د ماشوماتو په زده‌کړو، د خوارځواکۍ په مخنیوي او د یوې ټولنې د بسیاینې په برخو کې مرسته کړې ده.
دغه پروګرام زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې یې په افغلنستان کې د خوراکي توکو، نغدي مرستو، تغذیې او د ټولنې د پیاوړتیا په برخو کې مرستې کړې دي.
تېره اونۍ دغه پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې تېر کال کې یې له ۵۰۰ زره مېرمنو سره مرسته کړې ده.
دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د دغو مرستو موخه د افغان مېرمنو په ځان بسیاینه وه او هغوی ته یې داسې روزنه ورکړې چې د نويو مهارتونو سره د ژوند د بسیا کولو لپاره ترې کار واخلي.
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له پاکستانه له نیم مېلیون څخه ډېر افغان کډوال بې له پانګې او شتمنیو څخه په زور افغانستان ته لېږل شوي چې د خوراکي توکو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی