۱۲۰ کاله وروسته هم راډیو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اورېدونکي او مینه‌وال لري

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

له نن څخه ۱۲۰ ګاله وړاندې لومړنی راډیویي پیغام د هوا په څپو خپور شو او له هماغه مهاله له راډیو سره د خلکو مینه پیدا شوه او لا هم د اطلاعاتو د تر لاسه کولو له پاره خلک راډیو ته غوږ نیسي.

د خلکو په منځ کې راډیو د اطلاعاتو او خبرونو د رسولو په برخه کې ځکه د ارزښت وړ ده، چې اورېدل یې هم اسانه هم ارزانه او هم بې جنجاله دي.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د یونسکو له‌خوا په رسمي توګه ونومول شوه، چې له هغې وروسته دغه ورځ هر کال د رسنیو د کارکوونکو له‌خوا لمانځل کېږي.
نن سبا د ټلویزیوني چینلونو، ویب پاڼو، کېبلي او انټرنېټي شبکو د خپرونو سره، سره بیا هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې راډیو خپل مینه‌وال لري او ډېر خلک د ورځنیو پېښو په اړه اطلاعات او خبرونه د راډیو د څپو له لارې تر لاسه کوي.
په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د کابل راډیو په نوم یادېده.
له هماغه پیله بیا د شلمې پېړۍ تر پایه همدغې راډیو په بېلابېلو نومونو د دولت په اډانه کې خپرونې کولې؛ خو د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په افغانستان کې نوی بدلون رامنځته شو او د بیان د ازادۍ تر سیوري لاندې شخصي راډیوګانو ته هم د فعالیت موکه برابره شوه؛ نو د راډیوګانو شمېر تر ۳۰۰ زیات شو.
خو په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ډېرې دغه راډیوګانې د بېلابېلو لاملونه له کبله وتړل شوې او ګڼو خبریالانو یې دندې پرېښودې.
دا مهال په افغانستان کې د برېښنا د نشتوالي له امله راډیو د خلکو له پاره د اطلاعاتو د تر لاسه کولو له پاره يواځینۍ اسانه او ارزانه وسیله ده؛ خو بیا هم طالبانو د یو شمېر کورنیو او بهرنیو راډیوګانو په خپرونو بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ