• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: له سلو زیات افغان کډوال په زور له پاکستانه راستانه شول

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه له سلو زیات افغان کډوال په زور را ارېستل شوي دي. دغه وزارت د سې شنبې ورځ د (سلواغې۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۱۵۴ تنه افغان کډوال د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت ویلي راستانه شوي ټول شمېر کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۸۰ تنه کیږي راستنې شوې او تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.
همدارنګه د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ چې شمېر یې ۷۴ تنه کیږي په زور له پاکستانه راستنې شوي چې دوی هم له ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي