طالبانو په کابل کې د مسافرو پر یوه موټر ډزې کړي چې د یو محصل په ګډون یې پنځه تنه وژلي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړي او پنځه کسان یې وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پلټونکې پوسته د کابل په "دهنه قصبه" کې موقعيت لري او په قربانيانو کې موټر چلوونکى او څلور مسافر شامل دي.

د قربانیانو یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) شوې ده.

هغه زیاته کړه؛ د قربانیانو کورنۍ له پرون راهیسې د کابل په روغتونونو کې د خپلو عزیزانو جسدونه لټوي او په پای کې یې جسدونه د کابل په عدلي طب کې وموندل شول.

د دې سرچینې په وینا؛ طالبانو نه یوازې دا چې د دوی جسدونه نه دي سپارلي، بلکې د دوی د ډزو د علت له څرګندولو یې هم ډډه کړې ده.

په دې ډزو کې یو تن وژل شوی، چې رامیش نصیري نومیږي او د پنجشیر اوسېدونکی و.

د نوموړي یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښاغلی نصیري او څلور نور کسان د دوشنبې په ورځ هغه مهال د طالبانو په ډزو ووژل شول چې له پلخمري څخه قصبې ته روان وو.

سرچینې زیاته کړه؛ رامش نصیري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل و او هېڅ سیاسی فعالیت یې نه درلود .

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ