طالبانو د تېر جمهوري دولت د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتی له بنده خوشې کړ

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

په تېر جمهوري دولت کې د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمان کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې عبدالرحمان زرمتی نن د طالبانو له بنده ازاد شو.

عبدالرحمان زرمتی د طالبانو استخباراتو د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې نیولی وو.

د عبدالرحمان زرمتي زوی نور الرحمان نن د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پلار یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوی دی.

عبدالرحمان زرمتی په تېر حکومت کې د پکتیا د څو ولسوالیو ولسوال پاتې شوی دی او د جمهوریت تر پرځېدو د پکتیا د زرمت ولسوال وو.

زرمتی د هغو ولسوالانو له ډلې وو، چې د طالبانو پر ضد یې سخت دریځ درلود او د جګړو پرمهال به یې خپله ټوپک اخیسته او د طالبانو پرضد به یې جګړه کوله.

زرمت د افغانستان یوه له ناامنه ولسوالیو وه؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو پورې دا ولسوالي د حکومت په لاس کې وه.

د جمهوریت وروستیو ورځو کې عبدالرحمان رزمتي له طالبانو سره سختې جکړې وکړې؛ خو د ولسوالۍ له کلابندۍ وروسته یې له خپلو څو تنو ساتونکو سره ولسوالي پرېښوده.

په وروستیو کې اندېښنې دا دي، چې طالب وسلوال د پخواني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي زنداني کوي او بیا یې له سختو شکنجو وروسته په زندانونو کې وژني.

د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخې؛ طالبانو عمومي بخښنې باندې عمل نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ