یوناما: ۶۷ سلنه ښځې فکر کوي چې د طالبانو په رسمیت پیژندل به کړکېچ لاپسې زیات کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د افغان ښځو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې خپرې کړې. یوناما وايي، په دې څېړنه کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره مرکې کړې او په سلو کې ۶۷ یې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره به د ښځو د حقونو کړکېچ لاپسې زیات شي.