• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا کډوالۍ ادارې یو پخوانی افغان پوځي افسر نیولی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یو پخوانی افغان پوځي افسر، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، نیولی دی. د راپورونو له مخې، نیول شوی کس «محمد علي دادفر» نومېږي، څلور اولادونه لري او په کلراډو ایالت کې اوسېده.

کلراډو سن ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دادفر په تېرو کلونو کې د افغانستان د پوځ یو امنیتي چارواکی و او د طالبانو پر ضد جګړه کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی و.

راپور وايي، هغه له دې وېره درلوده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو له خوا ووژل شي، نو له خپلې کورنۍ سره یې امریکا ته پناه راوړې وه.

دادفر تېره میاشت د یو باروړونکي موټر په چلولو د اینډيانا پر لور روان و، چې د امریکا د کډوالۍ د ادارې مخ پټو مامورانو له لوري ودرول شو او ونیول شو.

د هغه مېرمن، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی څرګند شوی، ویلي دي چې مېړه یې هېڅ جرم نه دی کړی او د پناه غوښتنې قانوني بهیر تعقیبوي.

هغې زیاته کړې: «زما خاوند۱۴یا ۱۵کاله د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده. موږ افغانستان څخه د راوتلو لپاره سختې شپې ورځې تېرې کړې. اوس چې امریکا ته را رسېدلي یو، هغه بندي شوی دی. زموږ ماشومان خپل پلار ته اړتیا لري.»

راپور زیاتوي چې دادفر هره ورځ له توقیف ځایه له کورنۍ سره اړیکه نیسي، خو ماشومانو ته وايي چې دی د بار وړلو په سفر کې دی، نه دا چې بندي دی.

محمد علي دادفر خپلې مېرمن ته ویلي چې د نیول کېدو پر مهال مامورانو ترې د قانوني اسنادو غوښتنه وکړه، خو د هغه د اسنادو لیدلو ته یې پام ونه‌ کړ.

د دادفر مېرمن وايي: «که هغه بېرته افغانستان ته ستنېږي، ژوندی نه پاتې کېږي. طالبان اوس د هغو کسانو په لټه کې دي چې د پخواني حکومت لپاره کار کړی او د دوی پر ضد جنګېدلي دي.»

د راپور له مخې، دا افغانه کورنۍ د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړی ایران ته، بیا برازیل ته تللې وه، او له هغه ځایه یې د امریکا د پناه غوښتنې بهیر پیل کړی و. هغوی له یو کال پاتې کېدو وروسته د مکسیکو له لارې امریکا ته رسېدلي دي، او اوس یې د پناه غوښتنې دوسیه لا هم د کډوالۍپه محکمه کې تر څېړنې لاندې ده

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او طالبانو مذاکرات؛ دواړو لورو منځګړو ته د شواهدو او غوښتنو لېست سپارلی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰
د پاکستان او طالبانو مذاکرات؛ دواړو لورو منځګړو ته د شواهدو او غوښتنو لېست سپارلی دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې پاکستان د ټي ټي پي په تړاو د شواهدو او غوښتنو لېست منځګړو ته سپارلی دی. سرچینه زیاتوي چې طالبانو هم د داعش په تړاو شواهد منځګړو هېوادونو ته ورکړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني لوري د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته سپارلی چې له مخې یې پاکستان غواړي طالبان د ټي ټي پي اړوند وسله واله په افغانستان کې بې وسلې ځای پر ځای کړي.

د سرچینې په خبره، پاکستان ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ سربېره په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسله والو سره اوږه په اوږه د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي چې د طالبانو له خوا په مذاکراتو کې رد شوې ده.

په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي.

سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

سرچینې ویلي چې تر اوسه په مذاکراتو کې یوازې منځګړو ته د شواهدو او غوښتنو لېستونه سپارل شوي دي او تر دا مهاله یوازې لومړني بحثونه پرې پرته له نتیجې ترسره شوي دي.

د طالبانو او پاکستان له وروستۍ جګړې وروسته دا د خبرو درېیم پړاو دی چې په ترکیه کې ترسره کیږي.

یوازې لومړي پړاو یې د طالبانو او پاکستان تر منځ اوربند قایم کړ او پاتې دوه پړاوونو یې کومه محسوسه نتیجه نه ده لرلې.

د ملي ټلویزون پخوانی مشر: د طالبانو هره کړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره ده

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰
د ملي ټلویزون پخوانی مشر: د طالبانو هره کړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره ده
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو د ویاند د تیرې ورځې هغه څرګندونو ته چې د مذاکراتو د احترام په موخه یې د پاکستان برید ته ځواب نه دی ورکړی ویلي چې د طالبانو هره کړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره ده.

میاخېل د پاکستان له خوا پر افغانستان د تیرې ورځې برید په غبرګون کې د ذبیح الله مجاهد هغه څرکندونو ته چې په استانبول کې د مذاکراتو په احترام یې د برید ځواب ور نه کړ، سخت غبرګون ښودلی او طالبان یې پوښتلي، چې د دوحې د سولې خبرو پرمهال یې ولې هره ورځ بې ګناه افغانان وژل؟

نوموړي ویلي چې افغانانو د طالبانو له خوا په جوماتونو، ښوونځیو او سړکونو باندې ترهګریز بریدونه نه شي هېرولی.

اسماعیل میاخېل زیاته کړې چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې هره شخړه، هره پېښه او هره ورزشي لاسته راوړنه د خپل ځان د بقا او تبلیغ لپاره کارولې.«د اسلام په نامه مو پرون او نن هره ګړنه د خپلې ډلې د بقا لپاره وه.»

میاخېل ویلي، که طالبان په سوله او اسلام باور لري، نو له افغانانو سره دې د سولې رېښتنی بهیر پیل کړي، استبداد، ظلم او بندیزونه دې پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي، چې طالبان ښځو او نارینه وو ته د انساني او اسلامي حقوقو په ورکړي، د نجونو د ښوونځیو پرانېستلو او د یوه سوکال افغانستان لپاره د یو ستر ملي بهیر په ژمنه کې د خپلې ډلې بقا نه ویني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: استانبول مذاکراتو کې مو خپل شواهد او غوښتنې منځګړو ته سپارلې

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: استانبول مذاکراتو کې مو خپل شواهد او غوښتنې منځګړو ته سپارلې
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې له طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اړه د راولاړې شوي شخړې په اړه یې خپل ټول شواهد او غوښتنې د مذاکراتو منځګړو ته سپارلې دي.

طاهر اندرابي نن د جمعې په ورځ، د لړم ۱۶مه د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې د یاد هېواد مذاکره کوونکی پلاوی په استابول کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د‌ پاکستاني پلاوي له خوا منځګړو ته مستند شواهد وړاندې شوي او د مذاکراتو منځګړي زموږ د غوښتنو او شواهدو په اړه له افغان طالبانو سره په خبرو بوخت دي.

نوموړي ویلي:« د پاکستان له خوا وړاندې شوي شواهد د ټي ټي پي او نورو مسایلو په اړه دي. زموږ غوښتنې ډیرې ساده، روښانه، مستندې او پر شواهدو ولاړې دي.»

طاهر اندرابي ویلي چې د مذاکراتو پرمهال منځګړو د‌ پاکستان دریځ په بشپړ ډول تایید کړی او پاکستان یوازې یو غوښتنه لري، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ په موخه د دوی پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات د دواړو لوریو د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ ترسره کېږي او د یادو مذاکراتو د دوام پرمهال تېره ورځ ناوخته دواړو لوریو یو پر بل په سپین بولدک کې د اوربند د ماتېدو داعاوې هم کړي دي.

ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله له ۱۳۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۰
ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله له ۱۳۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې په ځانګړي ډول په سمنګان ولایت کې پراخ زیانونه او زیربناوې زیانمنې کړې دي. د سازمان په وینا، په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۳۱۹ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په بلخ ولایت کې دې پیښې ۱۲کسان مړه او ۶۳۵ټپیان کړي دي، او همدارنګه په سمنګان ولایت کې ۱۳کسان مړه او ۴۲۱نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، په ایبک ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۵۹۵کورونه، په فیروزخانچیر ​​ولسوالۍ کې ۳۰۶کورونه او په خلم ولسوالۍ کې ۲۸۴کورونه ویجاړ او ۲۱روغتیايي مرکزونه جزوي زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دوی د سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای کار کوي ترڅو ټپیانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان شمال د ۶.۳درجې زلزلې ولړزاوه، چې مالي او ځاني زیان یې رامنځته کړ.

دا زلزله په داسې حال کې وشوه چې افغانستان لا هم د تیر دوبي د کونړ ولایت د مرګونې زلزلې له امله له کړاوونو سره مخ و.

سره صلیب مخکې خبرداری ورکړی و چې افغان ټولنې د دوو میاشتو څخه په کمه موده کې د دوو ویجاړونکو زلزلو وروسته له پراخ زیان او کړاو سره مخ دي، چې د دې اقتصادي او وچکالۍ ځپلي هیواد بشري بحران یې لا پسې ژور کړی دی.

طالبانو په کابل کې ۱۳۳زره نشه‌يي ګولۍ نیولې دي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۰
طالبانو په کابل کې ۱۳۳زره نشه‌يي ګولۍ نیولې دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۳زره نشه‌يي ګولۍ نیولې دي. دغه وزارت وایي، یاد عملیات یې د کابل په څلورمې، پنځمې او ۱۲مې امنیتي حوزې کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۳۳زیکپ نشه‌يي ګولیو ترڅنګ یې ۵۰۰ دانې ټابلیټ کا ګولۍ هم کشف او ضبط کړې دي. همدا راز زیاته شوې، چې په کندهار، هلمند او کابل کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور ۷کسان هم نیولي او خپلو قضایي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر یو راپور خپور کړی چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان دننه کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې لوړ شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشه‌يي توکو کاروبار د سازمان‌یافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق‌ کوونکو مخه ډېره شوې ده.

خو د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی او ادعا یې کړې، چې افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو کښت، تولید، قاچاق او کاروبار صفر ته نږدې کړی دی. هغه همدا راز غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او مرستندویه ادارې باید افغان بزګرانو سره د بدیل معیشیت پروګرامونو په برخو کې مرستې وکړي.