په کابل کې د اسمایي زون لپاره د ۲۰۰ غېږنیوونکو ترمنځ د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

AP ۱۴۰۲ کب ۱

دغه سیالۍ د طالبانو د بدني روزنې په همکارۍ د هېواد په کچه د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د ځوانانو او تنکیو زلمیانو ترمنځ له درېیو ورځو راهیسې روانې وې، چې د غوره څېرو په غوره کولو پایته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د چارواکو ترڅنګ ګڼو نندارچیانو هم ګډون کړی و او له هرې کټګورۍ څخه ۴۰ لوبغاړي په کې غوره شول.
د دغې سیالۍ موخه د اسمایي زون د غوراوي لپاره د غورو څېرو پېژندنه په ګوته شوې وه.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ