افغانستان ته له ازبکستانه په وارداتي برېښنا کې پنځوس سلنه کموالی راغلی

سره له دې چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د ژمي سړې سېلۍ لګېږي، ازبکستان وايي چې افغانستان ته یې د برېښنا واردات پنځوس سلنه کم شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د ژمي سړې سېلۍ لګېږي، ازبکستان وايي چې افغانستان ته یې د برېښنا واردات پنځوس سلنه کم شوي دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې له پرون راهیسې د خلم او خنجان د سب سټیشنونو تر څنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.
تر دې وړاندې هم هر کال د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتېږي، چې ورسره خلکو ته یې هم ستونزې ډېرېږي.
له بله پلوه په ازبکستان او تاجکستان کې چې تر دېره افغانستان ته برېښنا صادروي هر کال د ژمي په موسم کې د دغو صادراتو کچه کموي او ښایي یو لامل یې دا وي، چې په دغو هېوادونو کې هم که له یوې خوا د برېښنا تقاضاوې ډېرېږي، ورسره د اوبو کچه هم ټیټیږي چې په دې توګه د برېښنا په تولید کې هم پام وړ کمی راځي.
ګڼ کابل ښاریان او د نورو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د صادراتي برېښنا پر ځای به ښه دا وای چې په کور دننه د برېښنا د تولید له پاره کار شوی وای؛ خو په تېرو شلو کالو کې د دې پر ځای چې دې برخې ته پاملرنه وشي، تر ډېره په وارداتي برېښنا تکیه وشوه، چې لا هم د برېښنا د وصل او پرې کېدو واک د بل په لاس کې دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په اېکس پاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې په کې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
هغه وایي، چې په افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه باید لرې شي.
ښاغلي ګوترېش د اېکس پاڼې په یوه بل پیغام کې لیکلي، ډېری افغانان بې وزله دي چې د خوړو لپاره مبارزه کوي او د زدهکړې، روغتیا پاملرنې یا کارموندنې پرته ژوند کوي.
هغه وایي:« د دغه هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي به سږکال مرستو ته ډېره اړتیا ولري؛ خو زموږ د بشري مرستو د غبرګون برخې د اړتیا وړ بودجې څخه ۳ سلنه کمه ترلاسه کړې ده.»
تر دې وړاندې د معترضو مېرمنو خوځښتونو هم د خبرپاڼو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د دوحې په ناسته کې دې د افغان ښځو او نجونو ټولې ستونزې او پر دوی لګول شوي بندیزونه له پامه ونه غورځوي.
دوحه په تېرو دوو ورځو کې د افغاستان په اړه د ملګرو ملتونو د رابلل شوې ناستې کوربه وه؛ خو طالبانو په دغې ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه.
انتونيو ګوترېش په دوحه کې په خپلې وينا کې په ګوت څنډنې سره وويل، هیلهمن دی چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
هغه وویل، د دوحې له غونډې مخکې یې د طالبانو یو لیک تر لاسه کړی چې په کې د «نه منلو وړ» غوښتنې شوې وې.
د هغه په وینا:« دغې ډلې داسې غوښتنه کړې، چې د افغان ټولنې له نورو برخو سره د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له حق څخه سرغړونه وه.»
طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې دوحې ته دې د افغانانو د یوازیني استازي په توګه بلنه ورکړل شي او نورو خلکو ته دې د افغانستان په استازیتوب له بلنې ډډه وکړي.
له بل پلوه د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د دوحې ناستې طالبانو ته جدي ستونزه جوړه کړه.
نوموړي زیاته کړې، چې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون د بې احترامۍ په مانا دی او ښايي د دې لامل شي چې نړۍواله ټولنه د طالبانو مخالفو ډلو څخه خپل ملاتړ ډېر کړي.
هغه وايي، داسې ښکاري چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون سره یوه ستراتیژیکه تېروتنه کړې ده.

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي طالبانو ته په اشارې وايي، چې دغې ډلې د افغانستان خلک یرغمل کړي او افغانستان یې د نړۍ په کچه منزوي کړی دی.
ډاکتر فضل محمود فضلي نن دوشنبه (د کب لومړۍ) پر خپلې اېکس پاڼې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې بهرني دولتي او غیر دولتي سازمانونه د افغانستان ستونزې نه شي حلولی.
د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخواني مشر ویلي، چې له روانې "انزوا او اختناق" څخه د راوتلو غوره لار دا ده، چې ملي او وطنپاله خلک د یو فکر په اساس یو بل ته لاس ورکړي او بیا د هېواد په داخل کې په خپلواکه توګه حاکمه ډله چلنج او په ضد یې اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې: "په اصل کې دا اوسنۍ استبدادي حاکمه ډله ده، چې افغانستان یې په نړۍ کې منزوي او افغانان یې یرغمل کړي دي".
ښاغلي فضلي ویلي، چې ملګري ملتونه به په دوامداره توګه د یوې قراردادي موسسې په توګه د خپلو مهمو غړو هېوادونو په "فرمایش" وخت ناوخت د افغانستان په اړه ځیني کنفرانسونه او ناستې کوي او د تمویلونکو هېوادونو رسنۍ به په لویه کچه پوښښ ورکوي.
د نوموړی وايي: "که په تېرو درې نیمو لسیزو کې د هېواد په اړه د دغه سازمان رول ته متوجه شو، له بده مرغه د دغه سازمان ناستې د افغانانو په بدبختۍ تمامي شوي دي. هغه کسان چې فکر کوي دا کنفرانسونه به هېواد له انزوا څخه را وباسي او د بهرنیانو په مرسته به حاکمې ډلې سره د تعامل لار ومومي، منطقي نه ښکاري."
ښاغلی فضل محمود فضلي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په رسنیو کې ډېر کم راښکاره کیږي، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو پر غونډې نیوکه کړې او افغانان یې د طالبانو له خوا یرغمل شوي بللي دي.
ټاکل شوې وه، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي؛ خو یاده غونډه د بندو دروازو تر شا د طالبانو په نه موجودیت کې ترسره شوه او استازی ونه ټاکل شو.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش په دوحه کې په خپله وينا کې په اخطاريه ډول وويل؛ هیله من دی، چې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ خبرې به د «جلاکېدو» لامل نه شي.
د دوحيې ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازيتوب پنځه کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د مدني ټولنې او نورو خلکو غږ اورېدل «مهم» وبلل.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانۍ مشر رحمت الله نبیل د دوشنبې په ورځ پر اکس خواله رسنۍ یو پیغام کې ویلي، چې د دوحې ناستې طالبانو ته جدي ستونزه جوړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه غونډه کې ګډون او نه ګډون دواړه طالبانو ته ستونزمن و، ځکه چې د دوی ګډون د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو د ملاتړ په مانا و او نه ګډون یې نړیوالو ټولنې ته د طالبانو د بې احترامۍ په مانا دی او ښايي، د دې سبب شي چې نړیواله ټولنه د طالبانو مخالفو ډلو نه خپل ملاتړ ډیر کړي.
هغه وايي، چې داسې ښکاري چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون سره یو ستراتیژیکه تیروتنه کړې، ځکه چې په دغه غونډه کې ګډون کولای شو چې په نړۍ کې د دوی سیاسي دریځ پیاوړی کړي.
د ښاغلي نبیل په وینا، طالبان باید په دې پوه شوی وای، چې ولې د سیمې هیوادونو دوی هڅول چې په دغه کنفرانس کې ګډون ونکړي خو خپله یې ګډون کړای وو. “که د هغوی موخه له طالبانو ملاتړ وای، هغوی به خپله هم په دغه کنفرانس کې ګډون نه وای کړی.”
نوموړی وايي، چې په دغه غونډه کې د سیمې هیوادونو د ګډون لامل دا دی چې دوی د طالبانو په وړاندې یوه محافظه ستراتیژي تعقیبوي، یعنې دوی د هرې ممکنې سناریو لپاره چمتوالی نیسي. هغه زیاتوي: “داسې ښکاري چې طالبان لا تر اوسه په دې نه دي پوه شوي چې دوی یو ځل بیا د ګټور, احمقانو په توګه کارول شوي دي.”
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوی د شرطونو د نه منل کیدو له امله یې د دوحې په ناسته کې ګډون نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې «د پاکستان لپاره د ډېورنډ د کرښې مساله ختمه شوې ده.»
نوموړي په دوحه کې د افغانستان انټرنشنل خبريال ته وويل: «ډېورنډ د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي پوله ده.»
تر دې مخکې ښاغلي ستانکزي په لوګر کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي پوځ د وتلو د کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي وو، چې د احمدشاه ابدالي د اولادونو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو خپلمنځي اختلافات پر افغانستان د انګریزانو د برید لامل شو.
ښاغلي ستانکزي دا هم وویل، چې د همدغو کورنیو د اختلافاتو په پایله کې برېتانیې د «ډېورنډ فرضي کرښه» په رسم کولو سره نیم افغانستان بېل کړ او اوس پاکستان په «ظالمانه» ډول له هغه ځایه افغان کډوال باسي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ په خپل ټول ژوند کې د ډېورنډ کرښه نه ده پېژندلې او نه یې په رسمیت پېژنو.»
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ستانکزي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په رسمیت نه پېژندل «خود غرضي او فريب» ده.

د ایران پر دولتي ټلویزیون د هغو وژل شویو د جنازې مراسم خپاره شول، چې په سوریه کې د ایران د ملاتړو پر پوځي اډې د امریکا په برید کې وژل شوي وو. خو وژل شوي ۱۲ کسان ایرانیان نه وو؛ د نورو سرتېرو او د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، دوی افغانان او د فاطمیون د لېوا برخه وو.
دغه مراسم د دې میاشتې په پیل کې د ایران د پلازمینې تهران په عمومي هدیره کې ترسره شوي وو، چیرې چې یوه کوچنی ډله پر څو قطارو ایښو څوکیو ناسته وه، نارینه په مخکې قطارونو کې او ښځې په شا قطارونو کې، له دغو مراسمو په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې ماشومان شاوخوا په داسې حال کې منډې وهي چې یو ځوان د خوږو یوه کڅوره د مراسمو په ګډون والو ګرځوي او یو بل سړی د قران کریم تلاوت کوي.
خو وژل شوي ۱۲ کسان ایرانیان نه وو. د نورو سرتېرو او د محلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دوی افغانان او د فاطمیون د لېوا برخه وو.
دغه په لویه کچه د پام وړ ځواک یوه لسیزه وړاندې د سوریې کورنۍ جګړې پر مهال د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سره د مرستې په موخه د ایران له لوري جوړ شوی و.
ایران هغه وخت په زرګونو افغان کډوال د جګړې لپاره وګومارل چې د سوریې د حکومت ضد ځواکونو او داعش ترهګرو سره مبارزه وکړي.
دغو افغان جنګیالو ته د دې کار په بدل کې د میاشتې ۵۰۰ډالر معاش، بچو ته یې ښوونځي او کورنیو ته یې ایران کې د اقامت اجازه ورکول کېده.
دا فاطمیون لیوا اوس هم شاوخوا زره غړي لري او یو پیاوړی ځواک بلل کیږي، چې ډېری غړي یې په ایران کې مېشت افغان کډوال دي.

دغه لیوا د د قدس ځواک تر قوماندې لاندې کار کوي، چې د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده.
هغو ایراني رسنیو چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري او فاطمیون ډلې ته ځانګړې شوې د ټولنیزو رسنیو حسابونو، د دغو وژل شویو افغان جنګیالیو نومونه او عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې دوی په عراق او سوریه کې د امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکا دغه بریدونه د جنورۍ په میاشت کې په اردن کې د امریکا په یوه پوځي اډه باندې په ایران کې د جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې د برید په غچ کې ترسره شوي. په دغه برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي وو او امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشې د دغه برید مسوولې بللې وې.
ایراني چارواکو په رسمي توګه دا رد کړې چې د امریکا په بریدونو کې د ایران سره تړلي پوځي کسان دې وژل شوي وي. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایراواني د امریکا له برید څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې هیواد یې په عراق او سوریه کې د بریدونو لاندې راغلو پوځي مرکزونو سره کوم تړاو نه لري. نوموړي پر امریکا تور ولګاوه چې پر هیواد یې ناسم تورونه پورې کوي او ویې ویل، چې په د امریکا په بریدونو کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران، د دوی تر قوماندې لاندې د افغانانو جنګیالیو د وژل کېدو پخلی نه دی کړی، او نه هم کوم ایراني چارواکي ویلي، چې د دغو وژل شوو جنګیالیو غچ به اخلي.
د افغان جنګیالیو د وژل کیدو موضوع د ایران له څلورو ښارونو - تهران، شیراز، قم او مشهد څخه راڅرګنده شوه، چیرې چې د ایراني رسنیو له خوا د خپرو شوو د عکسونو او ویډیوګانو له مخې د افغانانو جسدونه په پټه توګه د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
د جنازې په مراسمو کې د افغانانو تابوتونه په شنو ټوکرانو پوښل شوي وو؛ خو د هېڅ هېواد بېرغ پرې نه و لګیدلی. دغه جنازې په مشهد، قم او شیراز ښارونو کې د جنازې مراسمو لپاره زیارتونو ته ور وړل شوې وې.
ځینو ماتم کوونکو د فاطمیون لېوا ژېړ بېرغ او نښان ځان سره لیږدوه. د عکسونو او ویډیوګانو له مخې، ځایي چارواکو، دیني عالمانو او د سپاه پاسداران یوه استازي او د افغان کډوالو د ټولنې غړو په ځینو جنازو کې ګډون کړی و.
دوو کوچنیو نجونو چې ګلابي جاکټونه یې اغوستي وو او سرونه یې پټ وو، د تهران په څنډه کې د یوې بلې جنازې په مراسمو کې د خپل پلار تابوت ته ژړل.
حسین احساني په منځني ختیځ کې د اورپکو او تروریستي ډلو کارپوه، چې په ایران کې رالوی شوی؛ خو په خټه افغان دی، وايي: «د افغانانو تر منځ دا اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده چې هغوی وژل کېږي او ایران د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د هغوی ساتنه نه کوي. افغانان داسې احساس کوي، چې دوی د جګړې د سونتوکو په توګه کارول کیږي. "
په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، چې ایا په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په امنیت شورا کې د وینا پر مهال د فاطمیون له مرګ ژوبلې خبر و که نه.
د قدس ځواک د جنګیالیو په ګډون یو شمېر افغانانو د دغو وژنو په اړه خپله غوسه او ناهیلي د فاطمیون ډلې ته ځانګړو شویو ټولنیزو شبکو د حسابونو له لار څرګند کړې ده. ځینو غړو د قدس ځواک چوپتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او دا یې تبعیض بللی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو او عکسونو له مخې؛ په وژل شویو افغان جنګیالیو کې دوه جګپوړي قوماندانان هم شامل وو، چې د قدس ځواک د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیماني نږدې ملګري وو او د سوریې د جګړې په ډګر کې یې یو ځای عکسونه اخیستي وو. دوی د سید علي حسیني او سید حمزه علوي په توګه معرفي شوي.
سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې د امریکا له خوا ووژل شو.
ډېری افغانان چې په تېرو لسیزو کې ایران ته کډوال شوي، هزاره ګان دي، دوی په افغانستان کې یو له لویو توکمونو څخه دي او لکه ډېری ایرانیان د شعیه مذهب پېروان دي.
په کور دننه، هزاره ګان د امریکايي ځواکونو له طبیعي متحدینو څخه وو، ځکه طالبانو او القاعده د امریکا سره د دوی ګډ دښمنان و؛ خو نن د منځني ختیځ په کړکېچن حالت کې، دوی اوس له ایران سره یو ځای له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په لټه کې دي.
یادونه: دغه مطلب له عراقي رسنۍ شفق نیوز څخه ژباړل شوی دی.
