د اروپايي ټولنې استازی: ډېری هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتونکي دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د قطر غونډه کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د ډېرو هېوادونو استازو د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه. د توماس نیکلسون په وینا، په دې غونډه کې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار د حقونو د خوندي کولو غوښتنه ډیره مطرح شوه.