د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه سلګونه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، ۱۸۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۵۹۳ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب لومړۍ) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۸۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.

دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امريت له قوله لیکلي چې له دغې لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه کیږي په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي.

همدارنګه د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه کیږي له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.

یاد وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۵۹۳ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ