افغان کرېکټ ملي لوبډله شپږ ورځې وروسته له اېرلینډ سره د ۷ لوبو لوبلړۍ پیلوي

AP ۱۴۰۲ کب ۳

دافغانستان او اېرلینډ تر منځ د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبلړۍ راتلونکې چهار شنبه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله راتلونکې چهار شنبه د فبرورۍ ۲۸مه د اېرلینډ د کرېکټ ملي لوبډلې سره د ۷ لوبو لوبلړۍ پیلوي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د مارچ میاشتې تر ۱۸مې نیټې به دوام وکړي.
په یاده لوبلړۍ کې به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.
د افغانستان او اېرلینډ د کرېکټ لوبډلو تر منځ د لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ ټیسټ ده، چې د فبرورۍ په ۲۸ مه په شیخ ذاهد نړۍوال کرېکت لوبغالي کې ترسره کېږي.
همدارنګه درې یو ورځنۍ او درۍ شل اوریزې لوبې په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او سریلانکا تر منځ لوبلړۍ چې تېره شپه پای ته ورسېده افغانستان له ۷ سیالیو څخه ۶ سر په سر وبایللې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ