یوناما ۱۱ ولایتونو کې د ښځو د طبي موسسو د بیا پرانستلو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی وکړ

په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې په ۱۱ ولایتونو کې په روغتیايي موسسو کې نوم لیکنه کولی شي. یوناما ویلي، دغه اقدام د ښځو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې یو ګام دی، خو ښځې متوسطه او او لوړو زدکړو ته هم اړتیا لري.