• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سټنډرډ اداره: افغانستان ته د ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېلو د راوړلو مخه مو ونیوله

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د نیمروز ولایت له لارې یې د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د بې کېفیته تېلو د ګرځولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د چهار شنبې ورځ د (کب دویمه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې د نیمروز له سرحدي سیمو څخه بېرته ایران ته ور ستانه کړي دي.
دغې ادارې د اوونۍ په پیل کې ادعا کړې وه چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې افغانستان ته د ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیلو مخه نیولې.
د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو نهه زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته دننه شوي دي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.
د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.
د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخ شوې. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.
ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.
طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۵

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی