• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵کلونو لپاره ۳۵۲ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، افغانستان د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د ۴۲۳ مېلیون ډالره بودجې د بشپړولو لپاره ۳۵۲ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، اټکل کېږي چې ۲۰۲۴کال به یو ننګونکی کال وي؛ ځکه چې د افغانستان روغتیایي سیسټم په ټولو برخو کې د بودجې د کموالي او اقتصادي ستونزو له امله د پام وړ اغېزمن کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ۱۸.۴ مېلیونه خلکو روغتیایي مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته لوړه شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، افغانستان په دوامداره ډول له یوه داسې بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی چې خلک یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د دغه سازمان په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې افغان وګړي یو بې ثباته روغتیایي سیسټم زغمي او د خوراکي توکو د کمښت او خوارځواکۍ ورځنۍ ناخوالو سره مخ دي.
دغه سازمان لیکي، چې په راتلونکې کې لومړی به د ښځو او ماشومانو روغتیا او هغه څه ته لومړیتوب ورکړي چې لاسرسی ورته نه وي، دویم ګام کې به په بېړنیو حالاتو کې د ځواب ورکوونې پرمهال د خلکو خوندیتوب او ورته د اړتیا وړ روغتیایي توکو برابرول لومړیتوب ولري او په روغتیایي سکټور کې د همغږۍ رامنځته کول د دوی په درېیمه کټګورۍ لومړیتوبونو کې به راشي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي