د اسراییل په بریدونو کې د حزب الله دوه تنه نور غړي ووژل شول

AP ۱۴۰۲ کب ۴

د لبنان حزب‌الله منلې، چې د هغوی دوه تنه غړي د حسن صالح او هشام عبدالله په نومونو د لبنان په سویلي سیمه د «كفر رمان» په ښارګوټي کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې وژل شوي دي.

عربي سکای نیوز شبکې لیکلي، چې حسن صالح د حزب الله ډلې د توغندیو په برخه کې تر ټولو نوموتی کارپوه و.
د اسراییل د کان شبکې د لبناني رسنیو له قوله لیکلي، چې هغه د حزب الله د سترو قوماندانانو په ډله کې شمېرل کېده.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د لبنان د حزب الله ۱۹۰ تنه جنګیالي او لس تنه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.
دغه نښتې د اسراییل په سویلي سیمه کې د حماس له بریدونو وروسته د اکټوبر په اوومه پیل شوې، چې په ترڅ کې یې تر دې مهاله په لبنان کې ۵۰ تنه ولسي خلک او پنځه تنه اسراییلي وګړي وژل شوي او د پولې دواړو غاړو ته یې لسکونه زره خلک بې‌ځایه کړي دي.
په وروستیو اونیو کې د لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي لبنان ته تللي، چې د حزب الله او اسراییل تر منځ روانې شخړې ته حل لارې بیامومي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ