• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو تر جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره خپل لومړنی رسمي پلان وړاندې کړ

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو له جګړې وروسته د غزې د ادارې په هکله خپل پلان وړاندې کړ. د "یوه ورځ وروسته" په نوم دا پلان د حماس تر کنټرول لاندې فلسطينۍ خاورې په اړه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د هغه لومړنی رسمي وړانديز دی.

د هغه سند له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل کابینې غړو ته وړاندې شوی او د جمعې په ورځ د رویټرز خبري اژانس له خوا لیدل شوی، اسراییل به د اشغال شوې لویدیځې غاړې او غزې په ګډون د اردن په لویدیځ کې پر ټولو سیمو امنیتي کنټرول ولري، خو دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان غواړي پکې یو خپلواک دولت رامنځ ته کړي.‌

نتنیاهو د فلسطین دولت "یو اړخیزه په رسمیت پیژندل" رد کړي‌ دي. هغه وايي، چې د فلسطینیانو سره یو جوړجاړی به یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې ترلاسه شي - خو دا یې نه دي ویلي، چې د فلسطین اړخ به څوک وي.

نتنیاهو وايي، چې په منځنۍ موده کې یې موخه په غزه کې د اورپکو بې وسلې کول او د افراطیت له منځه وړل دي.

هغه دا روښانه کړې نه ده چې دا پلان به کله پلي شي او د څومره مودې لپاره به دوام وکړي.

خو هغه د غزې تړانګې د بیا رغولو شرط، د دغې سیمې په بشپړه توګه بې وسلې کول ټاکلي.‌ د غزې نږدې ټولې برخې د اسراییل په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.‌

نتنیاهو وړاندیز کړی چې اسراییلي ځواکونه باید د غزې په سویل کې د مصر او غزې په پوله کې شتون ولري او په دې سیمه کې د مصر او متحده ایالاتو سره همکاري وکړي ترڅو غزې ته د وسلو او مهماتو د قاچاق د هڅو مخه ونیسي.

په غزه کې د حماس د واکمنۍ د بدلولو لپاره، نتنیاهو وړاندیز کړی چې د غزې د سیمه ییزو استازو سره کار وکړي " چې د ترهګرو هیوادونو یا ډلو سره تړاو نلري او د دوی لخوا یې مالي ملاتړ نه کیږي".

هغه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د بندولو او د هغې پر ځای د نورو نړیوالو مرستندویه ادارو د ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي