ام البلاد لوبډلې د واليبال غوره ليګ درېيم پړاو سياليو اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۲ کب ۵

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ درېيم پړاو سيالۍ ‏د ام البلاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغه غوره لیګ سیالیو کې ام البلاد، سپین غر، نښتر او پامیر لوبډلې په الف ګروپ کې او بالاحصار، بُست، هندوکش او نګین هریوا لوبډلې په ب گروپ کې شاملې وې، چې پايلوبې ته يې د ام البلاد او بست لوبډلو لار پیدا کړه.
د پایلوبې په پاي کې ام البلاد لوبډلې خپلې ‏سيالې بست لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې د سپین غر لوبډلې درېیم مقام وګاټه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د چارواکو ترڅنګ ګڼو نندارچیانو هم ګډون کړی و.


د دغو سياليو د ترسراوي په اړه د واليبال ملي فدراسيون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري وويل:« له پيل څخه تر اوسه پورې غوره ليگ ډېر ښه روان و او په ښه توګه پای ته ورسېد. د ملي لوبغاړو تر څنګ ځوان لوبغاړي ډېر ښه ولوبېدل، چې دا د واليبال راتلونکې لپاره ښه خبره ده. ‏د دغه غوره ليګ غوره لوبغاړي، چې له ځانه يې وړتيا ښودلی، په راتلونکې کې به د ملي لوبډلې برخه وي.»
د دغو سیالیو غوره لوبغاړی له ام البلاد لوبډلې ‏څخه نصير احمد کوهستاني ونومول شو.
دغه سيالۍ، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.
د سياليو د پای په مراسمو ‏کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام د لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ