د طالبانو امربالمعروف وزارت: وزارتونو او عمومي ریاستونو ته مو نوی 'ښوونیز نصاب' لیږلی دی

AP ۱۴۰۲ کب ۶

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، د یاد وزارت له لوري په نوي «ښوونیز نصاب» کې به د «عقیدې او ایمان» اړوند مسایل په ټولو ادارو کې تدریس کیږي.

دغه وزارت وايي، په ۳۴۱ مخونو کې یې دغه نصاب جوړ کړی او ویشلی دی.

د دغه وزارت له لوري د یک شنبې په ورځ د (کب شپږمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، ټولو وزارتونو او عمومي ریاستونو کې د دعوت ریاست ته د یاد وزارت له لوري نوی «ښوونیز نصاب» ورکړل شو.

په خبرپانه کې ویل شوي چې یاد «درسي نصاب» په ۳۴۱ مخونو کې جوړ شوی او ډېره برخه یې د «ایمان او عقیدي» اړوند مسایل دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست خالد حنفي له قوله ویل شوي: «له کارمندانو سره له نیک چلند څخه کارواخلئ لومړی معروف او منکر ور وپيژنئ او بیایې د اقامې او مخنیوي هڅه وکړئ.»

یاد وزارت تردې وړاندې هم د تېر جمهوري حکومت پر کارکوونکو د ږیري پرېښودلو او خولۍ په سر کولو ټینګار کړی و، او د مخکني حکومت له وخته لسګونه هغه دولتي کارکوونکي یې له دندو شړلي چې ږیرې یې خریلې وې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ