له 'پولیو پاک افغانستان' اداره وايي چې سبا به په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پیل شي

AP ۱۴۰۲ کب ۶

له «پولیو پاک افغانستان» اداره وايي، چې ټاکل شوې سبا په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.

دغې ادارې دا نه دي ويلي چې په څومره ماشومانو به دغه واکسین پلی شي.

له «پولیو پاک افغانستان» ادارې نن یک شنبه د (کب شپږمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د سلواغې نهمه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړی و. چې ۷.۵ میلیون ماشومان پکې واکسین شو.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پیښې ثبتې شوې وې.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې چې په دې اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې وې.

‏شنوونکي وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په بې شمېره او بې مهاره وتلو سره په افغانستان کې د ځینو ساري ناروغیو د ډیرېدو امکان ډیر شوی چې نړیوال روغتیایي سازمانونه باید په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږکال لا کومه پېښه نه ده ثبته شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ