• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان رسنۍ: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۴ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په مردان کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ټي ټي پي وسله والې ډلې دوه جګپوړی قوماندانان وژل شوي دي. د رسنیو د معلوماتو له مخې د عملیاتو پر مهال په ډزو کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هم وژل شوی او څلور پولیس ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې ورځ د (کب اتمه) خبر خپور کړی چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان حسن قادر یوسفزی چې په محسن قادر مشهور و او د هغه وراره عباس چې په عیسی مشهور و، وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه عملیات تېره شپه د ځايي وخت په درې بجې د خیبر پښتونخوا د مردان په کاټلنګ سیمه کې ترسره شوي چې په کې د ځايي پولیسو یو افسر هم وژل شوی او څلور پولیس ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې د ټي ټي پي دغه قوماندان له دې وړاندې د پاکستان په پوځ کې دنده لرله چې په ۲۰۱۰ کال کې له ټي ټي پي وسله والې ډلې سره یو ځای شوی و.
سرچینو وړاندې ویلي چې نوموړی د بم جوړولو ماهر و او په سیمه کې یې په هدفي او د پولیسو په وژلو کې لاس درلود.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله زیاته کړې چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل کړي و چې غوښتل یې د ټي ټي پي دغه مهم قوماندانان ژوندي ونیسي خو د هغوی له مقاومت وروسته هغوی ووژل شول او تر څنګ یې پولیسو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې