• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، نږدې درې زره افغان کډوال راستانه کړل شوي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۲۹۱۱ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۲۷۹۲ تنه له ایرانه او ۱۱۹ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د سې شنبې ورځ د (کب اتمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۱۹ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په اوومه نېټه له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم دوه زره او ۷۹۲ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په اوومه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۸۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.
له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي