• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رسنیو ته د طالبانو لارښود: په ټلوېزیونونو کې دې د ښځینه ویاندویانو یوازې سترګې ښکاره شي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د کابل له یوې رسنۍ څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د لېږل شوي طرزالعمل یوه کاپي لیږل شوې، چې پکې راغلي؛ تر دې وروسته دې د ټلویزیوني ښځینه ویاندویانو فقط دوه سترګې ښکاره شي.

د سرچینې په حواله؛ دغه طرز العمل نن رسنیو ته تر هغه وروسته لېږل شوی، چې د امربالمعروف وزارت تېره ورځ د رسنیو مسوولانو سره په همدې تړاو غونډه هم کړې وه.
سرچینه زیاتوي،؛ په دغه غونډه کې په رسنیو کې د ښځينه ویاندویانو د حضور د مخنیوي په اړه هم بحث شوی دی.
د طالبانو د دغه طرزالعمل په یوه برخه کې راغلي، چې د هغو ډرامو او تمثیلي پروګرامونو له خپرولو دې هم جدي ډډه وشي، چې تمثیلونکې یې ښځې دي.
که څه هم تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا پر ښځینه ویاندویانو ماسکونه(پوز پټي) جبري شوي وو؛ خو دغه وزارت په تازه طرز العمل کې د طالبي حجاب تر څنګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې رسنۍ دې د ښځینه او نارینه ویاندویانو د ګډو پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغه طرزالعمل په غبرګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ګڼې نوې پېښې د دې ښکارندویي کوي، چې د دوحې تر غونډې وروسته د طالبانو په کړنو او چلند کې منفي بدلونونه راغلي دي.

رسنیو ته د امربالمعروف له خوا لېږل شوی طرزالعمل
100%
رسنیو ته د امربالمعروف له خوا لېږل شوی طرزالعمل


دغه سازمان وایي: "د رسنیو د کار په برخه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته د منسوبو ډلو محدودیتونه او تفتیش زیات شوی او د ګڼو نورو سانسورونو ترڅنګ یې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر حضور، کار، خبرو، پوښښ او کاري شرایطو نوي بندیزونه لګولي دي."
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان هم د ځینو مبصرینو په حواله لیکلي، چې ښايي طالبان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار بشپړ بندیز ولګوي.
د دوحې په ناسته کې د طالبانو د شرایطو نه منل کېدل او د دوی له خوا په ناسته کې نه ګډون ښيي، چې دوی له نړۍوالې ټولنې سره په مخالفت کې د مدني بنسټونو، رسنیو او افغان ښځينه خبریالانو په کار محدودیت او فشار زیاتوي.
د افغانستان د خبریالانو سازمان د رسنیو پروړاندې د طالبانو دغه چلند استبدادي او ظالمانه بولي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت بیا په دې اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې رسنیو ته د ښځو د اړیکو نیول هم منع شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته دغې ډلې لسګونه خبریالان نیولي، شکنجه کړي او پر ښځينه خبریالانو یې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: مولوي کبیر له دولتي بودیجې څخه له حقانیه مدرسې سره اوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یو شمېر معتبره سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویلي، چې د حقانیه مدرسې له مشر حامدالحق حقاني سره په لیدنه کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د نوموړي له مدرسې سره د اوه میلیونو افغانیو د مرستې ژمنه کړې ده.

تېره دوشنبه (د کب اوومه) له پاکستان څخه د جمعیت علمای اسلام(س) ګوند مشر حامد الحق حقاني له یو شمېر نورو پاکستاني ملایانو سره کابل ته تللی او هلته یې طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې سرچینې وايي، چې مولوي کبیر له حامد الحق حقاني سره ژمنه کړې، چې په حکومتي کچه به له دغې مدرسې سره مرسته کوي.

د سرچینې په خبره، چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال له دفتره د چارو ادارې ته یاداښت لېږل شوی، چې له حقانیه مدرسې سره شوې اوه میلیونه افغانۍ دې د ماليې وزارت سره په همغږۍ تنظیم او په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې په حساب کې زیاتې کړي.

سرچینې وویل: " په دغه هدایت کې راغلي، چې په یوه اونۍ کې باید نشنل بانک ته پېسې تحویل شي او د مولوي کبیر دفتر ته یې په اړه باید ډاډ ورکړل شي".

حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې
100%
حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې

د مالیې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت دغه هدایت یې تر لاسه کړی، چې له مخې یې اوه میلیونه افغانۍ په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې حساب ته تحویل شي.

دغه سرچینه وايي، چې د مالیې وزارت به دغه پېسې د ریاست الوزرا له ځانګړي کوډ څخه ورکړي.

نېږدې شپږ میاشتې وړاندې د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې مشر حامد الحق په یوه خبري غونډه کې د دغه مدرسې اقتصادي ستونزو خبره کړې وه.

حامد الحق هغه مهال ویلي وو، چې نور اقتصادي توان نه لري او که مرستې ورسره ونه شي ښايي دغه مدرسه وتړل شي.

د اکوړه خټک حقانیه مدرسه (دارالعلوم) یو له هغو مدرسو څخه دی، چې د طالبانو ګڼو غړو پکې زدکړې کړې او یاده مدرسه د فکري مرکز په توګه یادوي.

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یادې مرستې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې د حقانیه مدرسې دغه مشر د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا په پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حامد الحق د کابل او اسلام اباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره د سیاسي اړیکو پر پراخېدو هم ټينګار کړی دی.

له دې سره؛ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هېواد ته د پاکستاني چارواکو تګ - راتګ زیات شوی؛ خو افغانستان ته د پاکستاني علماو سفرونه بیا د یو شمېر افغانانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.

د دوی په باور؛ په پاکستاني مدرسو کې د طالبانو روزنه د افراطیت لامل ګرځېدلی او د راپورنو له مخې، پاکستان د طالبانو په واسطه هڅه کوي دیني مدرسې افغانستان ته ولیږدوي.

د یادولو ده، چې طالبانو د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه طالبي مدرسې جوړې کړې دي.

دا مهال په افغانستان کې له ۱۵۴۰۰ څخه زیاتې رسمي او نا رسمي مدرسې شته، چې د طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

ویل کیږي، چې حامد الحق به د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم وګوري.

د مور کمپ بنسټګره: د افغان مېرمنو کړاو ډیرو ته د عاید سرچینه ګرځیدلې ده

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

یوه سوداګره او د ښځو د حقونو فعاله لیلا حیدري، چې تازه یې له افغانستان څخه په هالنډ کې پناه اخیستې وايي ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له درده ډک ژوند تېروي. مېرمن حیدري د نجونو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، د افغان مېرمنو کړاو د ډېرو لپاره د عاید سرچینه ګرځېدلې ده.

د «مور معتادینو کمپ» بنسټګره لیلا حیدري نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې درې ورځې وړاندې له افغانستانه وتلې او هالنډ ته تللې ده.

اغلې حیدري په کابل کې د «تاج بیګم» په نوم یو رسټورانټ هم جوړ کړی و، چې د معتادینو د کمپ لګښتونه به یې په پوره کول.

د ښځو د حقونو دغې فعالې، چې کلونه کلونه یې عادي ژوند ته د نشه یانو د ستنولو لپاره کار کړی لیکلي، چې ډېر لږ کسان غواړي د افغان ښځو او نجونو لپاره صادقانه کار او پانګونه وکړي.

هغې پر خپله اېکس پاڼه ليلکي: «افغانستان واقعا خپل تور دور ته ستون شوی دی. خلک په زرګونو ډوله ځورول کیږي. خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره جنګیږي او په دې هیواد کې د ښه ژوند هیله مړه شوې ده.»

طالبانو له دوو کلنو زيات د ښځو پر تعلیمي، مسلکي او ټولنیز ژوند پراخ بنديزونه لګولي دي.

دې بنديزونو ډیرې فعالې او سوداګرې میرمنې دې ته اړ کړې چې هیواد پریږدي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان رسېدلی دی.

پاکستاني عالم ته طالب چارواکي: هیچا ته اجازه نه ور کوو چې له افغانستانه نورو ته ګواښ وکړي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر حامد الحق سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې «د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ وکړي.»

دغه پاکستاني عالم د جمعیت علمای اسلام له یو شمېر مشرانو سره کابل ته سفر کړی دی.

تر دې مخکې د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان هم کابل او کندهار ته سفر کې له طالب چارواکو سره کتلي وو.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دا هم ویلي، چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سه شنبې په ورځ (د کب په ۸ مه) خبر ورکړ، چې د جمعیت علمای اسلام مشر له مولوي کبیر سره په کتنه کې وویل: «د پاکستان علما او خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغه پاکستاني عالم هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو تر څنګ به سیاسي اړیکې هم په داسې ډول پراخې شي چې د دواړو لورو په ګټه وي.

ویل کيږي، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا حامد الحق، د حقانيه دارالعلوم له مرستیال او د دغه ګوند له یو شمېر نورو غړو سره پرون کابل ته تللی دی.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره دغه هیواد طالباان په وار وار پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.

پاکستاني چارواکو څو ځله نور هم ویلي، چې دغه ډله له افغانستانه خپل بریدونه پلانوي او تنظیموي.

طالبانو څو ځله دا ادعا رد کړې ده.

تهران: د چاپېریال حقابه دې د افغانستان او ایران له تړون واېستل شي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د ایران د چاپېریال ادارې مشر وايي، طالبانو ته یې ویلي چې د ژواک چاپېریال د اوبو حق یا حقابه دې د دغه هېواد او افغانستان له تړون واېستل شي. علي سلاجقه نن د کابینې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، اوس دوی په تمه دي چې د طالبانو کارډله ایران ته ور شي او دا موضوع وارزوي.

ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې له طالبانو سره د هلمند اوبو په تړاو لا کومه مهمه پېښه نه ده شوې، خو پرلپسې د کار او انرژۍ وزارت له دې ډلې سره غونډې کوي: «خو د چاپېریال حقابه مو بېله کړې او د طالبانو دویم کس ته مو ویلي چې د ژواک چاپېریال حقابه باید د افغانستان او ایران له تړون بېله وي.»

په ۱۳۵۱ کال کې ایران او افغانستان په هلمند سیند ک د ایران د حقابې د معلومولو لپاره تړون لاسلیک کړ.

تر دې مخکې د ایران چارواکو طالبان له دې تړون په سرغړونه تورنول او ویل یې، چې د ۱۳۵۱ کال تړون نړیوال دی او عملي کول یې اختیاري چاره نه ده.

طالبان په افغانستان کې سخته وچکالي د ایران د اوبو د حق په برابرولو کې خڼډ بولي.

یو ایراني پلاوي هم تېر دوبی د هلمند سیند تر لیدلو وروسته د اوبو کمښت موضوع تایید کړه، خو په همدې حال کې، ایران د سیند په اوږدو کې د بندونو پر جوړولو اعتراض کړی.

نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۹ GMT+۰

نن د کب ۹مه د سرتېرو له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول. خو د طالبانو له واکمنېدو سره، په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ شو.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ملي سرتېرو د ملاتړ بنسټ د شمېرو له مخې، یوازې ایران ته شاوخوا ۱۵۰۰۰ دغه سرتېري له خپلو کورنیو سره تښتېدلي دي.

د افغان سرتېرو د ملاتړ بنسټ وایي، چې د جمهورت پر مهال د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې پورې د وژل شویو ملي سرتېرو ۷۵۵۴۴ او د ۱۴۵۷۸ معلوله سرتېري له دوی سره ثبت شوي دي؛ خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د پخوانیو وژل شویو سرتېرو په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته.

د دغه بنسټ مشر محمد سلیم وردک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې اوس‌مهال د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د هغه په وینا، د بشري مرستو په وېش کې هم له دوی سره سلیقوي چلند شوی چې اوس‌مهال ان په خپل هېواد کې له بشري ناورین او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی وردک د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د افغانستان په اړه په تېرو وروستیو ناستو کې د دغو سرتېرو د وضعیت په اړه بې غوري شوې ده او په دې اړه تراوسه هیڅ دغو ملي مسلو ته پاملرنه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، اوس‌مهال د تېر حکومت پوځیان او کارکوونکي د طالبانو په هغو تورو لېستونو کې دي چې ورته د طالبانو په حکومت کې دنده نه ورکوي.
یو پخوانی سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« څو ځلې مې د کار لپاره انټریو ورکړه؛ خو دوی په وروستي پړاو کې موږ استخباراتو ته معرفي کوي او هلته زموږ ټولې پخوانۍ دندې څېړل کېږي.»
هغه وایي، دغه کار میاشتې، میاشتې وخت نیسي او په پای کې هم موږ په دندو نه ګومارل کېږو.
تېر کال په اګسټ میاشت کې یوناما د ۸۰۰ پخوانیو سرتېرو د ورکېدو او وژل کېدو راپور خپور کړی و؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور رد کړی و.
تر دې وړاندې د لړم په ۲۷مه شاوخوا ۵۰۰۰ پخوانیو سرتېرو هم د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک استولی و.
په دغه لیک کې د افغانستان دننه، ایران او پاکستان کې د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه شوې وه.
له بل پلوه د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشره مریم معروف اروین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پخواني سرتېري ترټولو ډېر زیان منوونکي کسان دي، چې یوشمېر یې په دې توانیدلي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
د هغې په وینا:« دوی ته تر هرڅه د مخه د هغوی امنیت لومړیتوب لري، چې په دې کې یې ډېری په ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته تللي او اوس د هغو هېوادونو څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.»
له بل پلوه د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ کمیټې د مالوماتو له مخې، نړۍواله ټولنه او د افغانستان خلکو د پخوانیو سرتېرو قربانۍ بابېزه ګڼي.
د دوی په وینا، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لوی شمېر پخواني سرتېري جوړوي.
خو د تېر حکومت پرمهال هم د سرتېرو د تنخواوو او نورو امتیازاتو کې د هغوی ستونزې خورا ډېرې وې.