د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د سقوط او د طالبانو په بیا راتګ باندې په تېرو دوه نیم کلونو کې ډېرې تبصرې شوي دي. د حکومت ملاتړو او مخالفینو او همدا شان نړۍوال تحلیګران او د پوځي چارو کار پوهان اوس هم لګیا دي خپل تحقیقات او څېړنې کوي.

تېره اونۍ هم د امریکا د RAND په څېړنیز مرکز کې یو شمیر افغاني او امریکایي پوځي او سیاسي پخوانيو چارواکو په دې اړه بحثونه درلودل؛ تر څو د امریکا کانګرس ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو د روزنې او ملاتړ په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
په دغه څېړنو کې ډېری تمرکز د جمهوریت په شلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او ملاتړ کې د تېروتنو په اړه و.
د امریکا کانګرس همدا شان د جګړو یو کمېسیون هم ټاکلی، چې د افغانستان د پرځېدو په اړه پوره څېړنې وکړي.
د اکثرو کارپوهانو نظر دا دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدل پوځي پرځېدل نه وو او دا یو سیاسي سقوط و، چې کورني، سیمه ییز او نړۍوال ابعاد یې درلودل.
د افغانستان د نظام سقوط د ټولو لپاره شریکه ناکامې وه؛ خو دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي، چې هغوی د جګړو انګیزه نه درلوده؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ.
پښتو کې متل دی: جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي.
کله چې د امنیتي او دفاعي قواو څخه وسله او غله واخېستل شي؛ نو هغوی به جګړه په څه وکړي؟
هغه کسان چې وایي؛ د امنیتي او دفاعي قواو مورال کمزوری و، نو باید وپوښتل شي چې د دوی مورال ولې کمزوری شو او د جګړو د مورال ورکول د چا کار دی؟
قواو ته د جګړو مورال ورکول تل د رهبرۍ کار وي.
جنګي قطعات یوازې په تاکتیکي لحاظ جګړې مخ ته وړي؛ خو ستراتېژیکې پرېکړې چې په جګړو کې د مورال په لوړلو تاثیر لري، هغه د رهبرۍ له خوا تر سره کیږي.
په دې اړه بشپړه لیکنه د کتاب په شکل تر کار لاندې ده.
دا خپل تاریخي مسوولیت ګڼم چې دقیق معلومات او خپله څېړنه له خپلو هېوادوالو سره شریک کړم.
په دې توګه به مې د خپلو امنیتي او دفاعي قواو د قربانیو حق لږ تر لږه یو څه اداء کړی وي.

د سرتېرو ورځ:
د کب نهمه چې د امنیتي او دفاعي قواو د مېړانې د نمانځنې ورځ ده، غواړم چې یوازې د یوې پېښې یادونه په لنډه توګه دلته وکړم، چې همدا پېښه د دې لامل شوه چې زه د ملي دفاع وزارت پرېږدم.
دغه پېښه یې یوه بیلګه ده، چې ایا د امنیتي قواو مورال کمزوری و او که د نظام په دننه کې د رهبرۍ په کچه ستونزې وې؟

له همدې یوې پېښې څخه یې اټکل کېدلی شي.
د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نېټه د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه د وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د علیپور د ملیشو له خوا ووېشتل شوه.
په دغه پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون د چورلکې څلور خدمه او پنځه د دفاعي قواو منسوبین شهیدان شول.
د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د علیپور د ملېشو ملاتړ کېده او کله چې مخکې علیپور د امنیتي او دفاعي قواو له خوا بندي شوی و، د مشرانو او د ولسمشر د دویم مرستیال له لیکلي تایید څخه وروسته، په ضمانت خوشې او ژمنه یې وکړه، چې بیا به د حکومت په ضد فعالیت نه کوي.
د ولسمشر د مرستیال د ملاتړ بله بېلګه د کورنیو چارو وزارت د پخواني لوړ پوړي معین جنرال مراد علي مراد و، چې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي او نوموړی د علیپور له ملېشو سره یو ځای جنګېده.
د عبدالغني مشهور په علیپور د ضمانت پاڼه کې لیکل شوي وو: "هر ګاه مقامات دولتی و امنیتی لازم ببیند حاضر هستم در کابل بمانم و جهت تحقیقات مزید و روشن شدن اتهامات خویش روزمره به مراجع دولتی حاضر گردم."
کله چې مجرم تښتي او د حکومت په ضد بیا فعالیت کوي" نو د مجرم ضمانت کوونکي باید د هغه په بدل کې ونیول شي او مجبور شي، چې مجرم راولي.
د علیپور ضمانت کوونکي او د ضمانت کوونکو تایید کوونکی، د ولسمشر دویم مرستیال و، چې باید د هغه په ځای محاکمه شوی وی.

د ملېشه يي قوماندان علیپور ضمانت لیک چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش لاسلیک هم پرې شوی


د یادونې وړ ده، چې د علیپور له ملېشو څخه ایران هم ملاتړ کاوه.
د پنجشنبې ورځ وه، له دې مخکې مې هم له ولسمشر څخه د یو په یو لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو په ناڅاپي توګه زما او د ولسمشر لیدنه په همدې ورځ سهار په نهو بجو وشوه.
په لیکلي ډول مې د ملي دفاع وزارت د تحلیل په اساس مفصل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
له ولسمشر څخه مې پوښتنه وکړه، چې همدا راپور ایا تاسو ته مخکې رسېدلی او که نه؟
هغه ووېل؛ نه.
ځکه هماغه راپور ما امنیت شورا ته هم یوه اونۍ مخکې ورکړی و.
د ملي او امنیتي قواو په منځ کې خپلسري دومره زیاته شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳ قطعه چې د لوګر په شکار کلا کې مېشته وه، د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د عمومي رییس، د لوی درستیز او زما له خبرتیا پرته لیږل شوې وه.
په دې کې شک نه شته، چې دا قطعه د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو درلود؛ خو د کورنیو چارو وزارت د دې جوګه نه و، چې د دفاعي قواو له ملاتړ څخه پرته د میدان وردګو ولایت بهسودو سیمې ته د ځمکې له لارې قوه ولیږي؛ نو باید د ملي‌ دفاع وزارت یې په جریان کې کړی وی.
بله دا چې داسې ستراتیژیکه پرېکړه باید د امنیت شورا په مجلس کې تر سره شوی وی.
د یادونې وړ ده، چې دا قوه د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین جنرال عبدالصبور قانع په ګډه پرېکړه لېږل شوې وه.
کله چې دا قطعه محاصره شوه؛ نو بیا د قطعې د ملاتړ لپاره د ملي دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه وشوه او چورلکې ولیږل شوې چې اعاشه او مهمات عسکرو ته ورسوي او د هغوی ملاتړ هم وکړي.
هر څوک چې کومه پرېکړه کوي؛ نو باید مسوولیت یې هم پر غاړه واخلي. داسې نه شي کېدی چې پرېکړه به یو څوک کوي او پړه به په بل چا ور اچوي.
د جمعې په ورځ چې د مارچ شلمه نېټه، ما د شهید داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه شهیدانو غچ به اخېستل کیږي.
که علیپور وي او یا غیر مسوولې نورې وسله والې ډلې، که طالب وي او که نور جنایتکاران ټول یو دي‌.‌
مونږ د امنیتي‌ قواو د مدافعینو په توګه له جنایتکارانو سره هېڅ نوع معامله نه کوو او هر څوک چې د نظام په دننه کې وي او که له نظام څخه بهر وي او یا په سیمه کې له دې جنایت کارانو څخه ملاتړ کوي،‌ ټول یو دي او مونږ به د هغوی پر وړاندې ودریږو.


دا راپور ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو هم راخیستی و، ولسمشر ته مې ټولې هغه ستونزې په ګوته کړې، چې امنیتي او دفاعي قواوې ورسره مخامخ وې او ورته مې ووېل، چې په داسې حالت کې زه نه شم کولی دندې ته دوام ورکړم.
د ستونزو د حل لپاره مشخص وړاندیزونه هم وو.
ولسمشر ډېر زیات مایوسه شو او ویې ویل، چې هغه ته له جګړې سوله مهمه ده.

سمدستې جمهور ریيس رانه وغوښتل چې که د سولې خبرې ترسره کیږي، هغه به په قطر کې تر سره کیږي او که ته دا قبوله کړې، چې قطر ته د سفیر په حیث لاړ شي نو ښه به وي؛ ځکه د ملګرو ملتونو او د سولې په انستیتوت کې کافي تجربه لرئ، همداشان د ننګرهار ولایت او د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت کې هم کار کړې نو تاسې به هلته د سولې د خبرو لپاره ګټور ثابت شئ.

ما ورته وویل، چې رئیس صیب! د سولې په خاطر که د سکرتر په حیث مې هم قطر ته لیږې څه فرق نه کوي او د دی خبرې لپاره مصلحت ته حاجت نه شته دی. زه حاضر یم چې قطر ته لاړ د سفیر په حیث لاړ شم.

جمهور رئیس زما د موافقې په اساس ډېر زیات خوشاله شو او علت یې دا و، چې مخکې ما د هند او چین سفارتونه هم نه وو قبول کړي او غیږه یې راکړه.

ما ورته وویل چې جناب رئیس صیب! وخت کم دی او که تاسې سوله راولئ؛ نو دا به مو ډېر څه د افغانستان لپاره کړي وي.

زما له کتنې څخه وروسته، د ملي امنیت ریيس ضیا سراج منتظر و، چې له جمهور ریيس سره وګوري. له بده مرغه د بهسودو پړه د کورنیو چارو په وزیر ښاغلی اندرابي باندې واچول شوه حال دا چې هغه د دغه پرېکړې نه خبر نه و.

د جمهوري ریاست څخه چې راووتم او خپل دفتر ته ورسېدم؛ نو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر راته زنګ ووهه چې کېدې شي رییس صیب تا سره هم مصلحت کړې وي؛ نو د قطر سفارت ډېر مهم سفارت دی که هغه قبول کړې نو ښه ده او خپله سي‌ وي راولیږه، چې پیشنهاد ریاست جمهوري ته ولېږم.

په همدغه ماښام په قطر کې زما د تقرر پیشنهاد جمهور رییس ته ولیږل شو او هغه منظور کړ. د ملي امنیت شورا په عاجله توګه بل پیشنهاد جوړ کړې و، چې جنرال یاسین ضیا د ملي وزارت د سرپرست او ډاکتر نجیب وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعین شول.

د شنبې په ورځ چې د مارچ یویشتمه نېټه شي، د ملي دفاع وزارت نه په داسې حال کې خدای په اماني وکړه، چې د ملي دفاع وزارت سل ګونو منسوبینو په عمومي تالار کې برخه درلوده او د خدای په امانۍ مراسم د ځینو رسنیو له خوا په ژوندې بڼه هم خپره شوله.

دا چې ولې د قطر نه زما اګریمان د جمهوریت د سقوط څخه د مخه رانه غې او معطل شو، هغه جلا بحث دی؛ ځکه زما ټاکل کېدل د ډېرو د توقع خلاف عمل و.

د قطر سفارت ته سیاسي او دولتي لوبغاړو هر یو خپل نوماندان درلودل او قطریانو ته یې ویلې وو، چې زه د جمهور ریيس خاص نفر یم او جمهور رییس په دې خاطر ټاکلې یم، چې د سولې خبرې ناکامه کړم حال دا چې دا د جمهور رییس نیت نه و.

ولسمشر حتا دا هم راته وویل، چې هغه قربانۍ ته هم حاضر دی که د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي؛ نو غواړي چې له قدرت څخه لرې شي.

دا لنډه کیسه مې ځکه نن ولیکله چې د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و؛ بلکې د رهبرې د غلطو پرېکړو پایله وه، چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. په شش ونیم او هفت نیم به بل وخت خبرې وکړو.

د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې چې تقریبا اته میاشتې مې هلته کار وکړ او همدا شان کله چې د ننګرهار والي وم او د جبهاتو لومړیو کرښو ته سفرونه کړي و، د امنتیي او دفاعي قواو مېړانه راته معلومه وه، چې په ډېر شهامت سره د نظام او د افغانستان د منافعو نه دفاع کوله او د هغوي قرباني باید هېڅوک هېره نه کړي او نه د نظام د سقوط پړه په امنیتي‌ او دفاعي قواو څوک واچوي.

هر چا چې په صداقت خپله دنده اجرا کړې، د هغوي مخونه به خپل خدای، خلکو او وطن ته سرلوړي وي. چا چې د خپل وطن، خلکو او امنیتي او دفاعي قواو په سر لوبې کړي وي، د هغوي مخونه به همېشه د تاریخ په رڼا کې خپلو خلکو او خدای ته تور وي.

د ټولو ګمنامو سپاهیانو روح دی ښاد وي

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو