د وزن پورته کولو ۴ کسيزه افغان لوبډله د نړیوالو سيالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړه

AP ۱۴۰۲ کب ۹

د طالبانو د بدني روزنې او سپورت لوی ریاست وايي، د پارالمپیک ملي کمېټې د وزن پورته کولو ۴ کسيزه افغان لوبډله په نړیوالو سياليو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

د وزن پورته کولو دغه سيالۍ سيالۍ به ۸ ورځې په دوبۍ کې روانې وي.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخي، په دې څلور کسیزه ډله کې دوه افغان لوبغاړي، یو روزنکی او یو پلاوی شامل دي د فضا دوبۍ په دې نړيوالو سياليو کې د افغانستان استازيتوب وکړي.

تر دې وړاندي د افغانستان د طالبانو د ورزش او بدني روزنې مسولينو د ۲۰۲۳ کال په سيپټمبر مياشت کې دوه افغان لوبغاړي د وزن پورته کولو په نړیوالو سياليو کې د ګډون لپاره سعودي ته هم لېږلي وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ