• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو عدلیې وزارت: څه باندې یو لک ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو را وګرځول شوه

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې په ۶ ولایتونو کې د غاصبانو له منګلو یو لک ۶۸ زره او ۲۶۰ جریبه ځمکه را ګرځولې ده. دغه وزارت په اعلامیه کې زیاتوي چې د دې غصب شوې ځمکې یو لک ۶۶ زره جریبه په ننګرهار، سرپل او کندهار ولایتونو کې ګرځول شوې ده.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه د غصب شويو ځمکو د خلاصون کمېسیون جوړ کړی او د دوی په خبره، تر اوسه یې لکونه جریبه غصب شوې ځمکې بېرته ګرځولې دي.
د طالبانو له خوا د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو چارې په داسې حال کې روانې دي چې دا ډله د تېر حکومت د چارواکو د کورونو او جایدادونو په غصب تورنه ده.
له دې سره، څو موده مخکې له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند د زاړه ښار ناريج کلا ته څېرمه يوه لويه هديره او دولتي ځمکه غصب کړې او غواړي شخصي مېنه پرې جوړه کړي.
که څه هم طالبانو تراوسه نه دي ویلي، چې په ټوله کې څومره دولتي ځمکې په افغانستان کې غصب شوې، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي و، چې د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي.
د راپورونو پراساس، د ځمکو ډیری غاصبین زورواکي، جهادي قومندانان، قومي مشران، د تېر حکومت سیاسي او امنيتي چارواکي، د پخوانۍ ولسي جرګې غړي او اوس هم لوړپوړي طالب چارواکي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي