• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن افغانستان د اېرلنډ په وړاندې ټېسټ لوبه لري

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اېرلنډ پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه پیلوي. دغه لوبه نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د کابل په وخت ۱۱ بجې پیلېږي.

له اېرلنډ سره دغه لوبلړۍ په ټېسټ لوبې پیلیږي او له هغې وروسته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.تر دې یوه اونۍ وړاندې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ کې له ۷ سیالیو څخه ۶ لوبې وبایللې.اېرلنډ چې د ۲۰۲۳ کال له دوبي راهیسې یې کومه ټیسټ لوبه نه ده کړې، تر اوسه په دې فارمټ کې کومه بریا هم نه لري.د افغانستان کرېکټ بورډ یوه ورځ وړاندې د دغې لوبې لپاره د لوبغاړو شپاړس کسیز نوملړ اعلان کړ.په نوملړ کې د حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، بهیر شاه، ناصر جمال، کریم جنت، خلیل ګربز، ظاهر خان، ضیا الرحمن اکبر، نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او د نوید ځدراڼ نومونه شامل دي.د رحمان الله ګربز دا لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې په کې به ولوبېږي.هغه تر دې وړاندې کومه ټېسټ لوبه نه وه کړې.







په دغه لوبه کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي