• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: امریکا نه د ښځو او ماشومانو حقونه پېژني او نه بشري حقونه

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په غبرګون وايي، د افغان ښځو حقونه په واشنګټن پورې اړه نه لري. نوموړی زیاتوی، امریکا له اسراییل په ملاتړ سره خپله څېره نړۍ ته ښه ور وپېژندله چې «نه د ښځو او ماشومانو حقونه پېژني او نه بشري حقونه پېژني.»

انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان خلک د طالبانو له دې سیاست سره مخالف دي.
مجاهد د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې امریکا باید د غزې د جګړو په اړوند خپل مسوولیت ته پام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکا په غزه کې د اسراییل او د اسراییل له "جنایت" په ملاتړ وښوده چې "نه بشري حقونه پیژني او نه د ښځو او ماشومانو حقونه."
ذبیح الله مجاهد امریکا د فلسطینیانو په وژنه تورنه کړه.
د طالبانو ویاند دغه راز ویلي: "دا د امریکا اصلي څېره ده."
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په واشنګټن کې د "افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا نوښت" په غونډه کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر ځپونکو سياستونو نيوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ٨٥ سلنه خلک د طالبانو له دغو بنديزونو سره مخالف دي.
انتوني بلېنکن ویلي، چې طالبان له اقتصادي برخو څخه د ښځو په لیرې کولو سره دې هېواد ته زیان رسوي.
ښاغلي بلېنکن د طالبانو دغه کړنه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې خنډ وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو مخالف دي او دوی غواړي چې ښځې زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟