د جرمني سمندري ځواکونو د امریکا بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده

د جرمني سمندري کښتۍ چې په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره لېږل شوې، د روانې اونۍ په پیل کې یې د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه په تېروتنې سره "تقریبا وېشتلې" وه.

د جرمني سمندري کښتۍ چې په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره لېږل شوې، د روانې اونۍ په پیل کې یې د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه په تېروتنې سره "تقریبا وېشتلې" وه.
د جرمني د دفاع وزارت د کوم هېواد د نوم نه اخستلو سره یې د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو پخلی وکړ.
د ډېر سپایګل اونیزې په وینا، بېړۍ دوه توغندي په بې پیلوټه الوتکه ووېشتل؛ خو دواړه د "تخنیکي نیمګړتیا" له امله په سمندر کې ولوېدل.
دغې اونیزې ویلي، هغه بې پیلوټه الوتکه د امریکا اړوند وه.
د سپایګل په وینا، پوځي چارواکي په دې باور دي چې د یمن په شاوخوا سیمه کې په بېلابېلو ماموریتونو کې د ښکېلو متحدینو ترمنځ لا همغږۍ ته « اړتیا ده».
د هېس بېړۍ د اونۍ په پای کې د اروپایي ټولنې د ماموریت د یوې برخې په توګه سیمې ته ورسېده؛ ترڅو د یمن د حوثي اورپکو له بریدونو څخه په سره سمندر کې د کښتیو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان پوځ وايي، د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال شپږ وسله وال وژلي او د دوی یو عسکر هم ټپي دی. د پوځ رسنیزې څانګې ويلي، دغه عملیات یې تېره ورځ چهارشنبه د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او له وژل شویو یې یو شمېر وسلې هم نېولې.
د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه هم شوې، چې په پایله کې یې دغه شپږ وسله وال وژل شوي او د دوی یو عسکر هم ټپي دی.
ټي ټي پي په دې اړه لا څه نه دي ويلي.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو په سیمه کې د دولتي کارکوونکو او پولیسو په وژنو کې لاس درلود او په سیمه کې یې امنیتي خنډونه رامنځته کړي وو.
په شمالي وزیرستان کې په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګل بهادر ډله فعاله ده او ډیر کله د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه کوي.
پوځ وايي، اوس هم په دغې سیمه کې په ترهګرو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
د یو بل خبر له مخې د خيبرپښتونخوا په بنو کې بیا د وسله والو کسانو په برید کې يو پولیس وژل شوی.
د دغه برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی.
په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.

د الکسي ناوالني مېرمن یولیا ناوالنایا ویلي، چې د هغې د خاوند د جنازې مراسم جمعې په ورځ د (کب په ۱۱مه) په مسکو کې ترسره کېږي. له دې سره هغې دا هم ویلي، ډاډمنه نه ده چې دغه مراسم دې په سولهییزه توګه او پرته له نیولو او بندي کولو ترسره شي.
یولیا ناوالنا ویلي، په دودیزه او مدني بڼه د هغه د ښخولو پر مراسمو وار له مخه بندیزونه لګول شوي دي.
د الکسي ناوالني ویاند کیرا یارمېش هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې د جمعې په ورځ د ناوالني د جنازې مراسم به د مور د څلي په کلیسا کې د مسکو په مارینو سیمه کې چې د ناوالني د اوسېدو سیمه ده ترسره شي.
له دغو مراسمو وروسته به د هغه مړی دوه کیلو متره لرې د مسکو د سیند په غاړه د بورېسوفسکو په حضیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د رویټرز خبریال د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، چې نوموړي په دغه حضیره کې چې په واورو پوښل شوې او له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه ده، د پولیسو درې ګرځنده ډلې یې لیدلي چې ګزمې یې کولې.
د ناوالني ملاتړو کرېملین تورن کړی، چې په هغه ځای کې یې ورته د جنازې د مراسمو اجازه نه ده ورکړې چې هلته په دودیزه او مدني توګه دغه مراسم په ښه توګه ترسره کېدای او ډېرو کسانو په کې برخه اخیستی شوه.
کرېملین په دې برخه کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.
تر دې وړاندې روسي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د (کب په لسمه) د جنازې د ښخولو سره مخالفت ښودلی و.
د ناوالني یو ملاتړي اېوان ژدانوف په اېکس پاڼه لیکلي، چې په پام کې ده ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د روسیې نوم وتو خلکو ته وینا وکړي؛ نو د دې له پاره چې د هغه وینا د جنازې د مراسمو له امله اغېزمنه نه شي نو د پنجشنبې په ورځ یې له دغو مراسمو سره مخالفت وکړ.
له دې سره، سره یولیا ناوالنایا په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دوه کسه ولادیمیر پوتین او د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین، په دې برخه کې پړه او ګرم دي، موږ د الکسي سره د خدای په امانۍ لپاره یو مناسب ځای ځایګی نه لرو.»
هغه وایي: «کرېملین الکسي وواژه، وروسته یې د هغه پر مړي ملنډې ووهلې، وروسته یې د هغه مور او دا دی اوس یې د جنازې پر مراسمو ملنډې ووهلې.»
کرېملین د الکسي ناوالني په مړینه کې هر ډول ښکیلتیا ردوي. هغه د فبرورۍ په ۱۶ مه د ۴۷ کلونو په عمر د سایبریا د شمالي قطب څنډو په یوه زندان کې ومړ.
د ناوالني د مړینې په اړه ویل شوي، چې نوموړی په خپل مرګ مړ شوی دی.
رویټرز رپوټ ورکړی چې تر اوسه روښانه نه ده، چې روسیه به هغه خلک څنګه کنټرول کړي چې د الکسي ناوالني د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي.
یولیا ناوالنایا د چهارشنبې په ورځ د کب نهمه د ستراسبورګ په پارلمان کې وویل: «د جنازې مراسم بل سبا ته ترسره کېږي او زه تر اوسه ډاډمنه نه یم، چې دغه مراسم به په ارامۍ ترسره شي او که بیا به پولیس هغه کسان نیسي چې زما د خاوند سره د خدای په امانۍ لپاره دغو مراسمو کې برخه اخلي.»
د ناوالني پلویان، ولادیمیر پوتین د هغه په وژلو تورنوي، ځکه داسې ویل کېږي چې د روسیې مشر د هغه ازادي او خپلواکي نه شوه زغملای.
کرېملین د ناوالني په مړینه کې ښکېلتیا ردوي او دا یې هم ویلي، چې د هغه د خوشې کولو په برخه کې د هر ډول هوکړې څخه بې خبره دی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګواکې هغه د یو روسي بندي سره چې په جرمني کې ساتل کېږي تبادله کېږي.
یولیا ناوالنایا، د چهارشنبې په ورځ په ستراسبورګ کې اروپايي قانون جوړوونکو ته وویل: «پوتین زما خاوند وواژه.»
هغې وویل: «د پوتین په لارښوونه الکسي درې کاله وربړول شو. هغه له ډبرو جوړ په یوه غار کې په لوږه پاتې شو، له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکې پرې وې، خبرې اترې، تیلیفوني اړیکې او ان د لیک له لیکلو هم بې برخې شو.»
ناوالنایا د خپل خاوند له مړینې ۱۲ ورځې وروسته ژمنه وکړه، چې د روسیې د ټوټه، ټوټه اپوزیسیون مشري به وکړي او د خپل خاوند لاره به تعقیب کړي.
هغې چې په انګلیسي ژبه خبرې کولې او کله، کله به یې غږ هم لړزېده پوتین یې د «وینې څکوونکي بلا» په نوم یاد کړ او قانون جوړوونکو ته یې وویل، چې له هغه سره د خبرو امکان نه شته.
یولیا ناوالنایا پر روسیې د حاکمو کړیو د مالي اړیکو پر ضد د ګټورو ګامونو د اخیستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «تاسې نه شئ کولای، چې د روسیې پر ضد نور بندیزونه چې له پخوانیو هغو سره یې توپیر نه شته ولګوئ چې له امله یې پوتین ته زیان ورسېږي.»
امریکا او بریتانیا د تېرې جمعې په ورځ د روسیې پر ضد نوي بندیزونه ولګول. د سپینې ماڼۍ چارواکو، پر روسیې دغه بندیزونه تر ټولو ستر او سخت بندیزونه یاد کړي.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي، تمه نه لري چې د مسکو غونډه کې به د یوه متحد فلسطیني دولت د جوړولو او له جګړې وروسته د غزې د تړانګې بیارغونې په اړه خبرې اترې دې په یوې «معجزې» پای ته ورسیږي.
بېلابېلې فلسطیني ډلې د پنجشنبې په ورځ (د کب لسمه) د روسیې په بلنه په مسکو کې سره راټولېږي.
د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي، تمه نه لري چې په دې غونډه کې به د یوه متحد فلسطیني دولت د جوړولو او له جګړې وروسته د غزې د تړانګې بیارغونې په اړه خبرې اترې دې په یوه «معجزه» پای ته ورسیږي.
مالکي زیاته کړه چې د مسکو غونډه کولی شي د فلسطیني ډلو ترمنځ د متقابل تفاهم په پیاوړي کولو سره د یوه تکنوکرات فلسطیني دولت د جوړولو لپاره لاره هواره کړي.
د پنجشنبې په ورځ د روسیې په پلازمینه مسکو کې د متحد دولت د جوړولو په اړه خبرې اترې د فلسطینې ادارې د لومړي وزیر له استعفاء وروسته ترسره کیږي.
نوموړي په راتلونکي کې د دا ډول غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هیله ښودلې چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند خبرې به په راتلونکو ورځو مثبتې پایلې ولري؛ خو بلې خوا، د حماس یوه جګپوړي چارواکي بسم نعیم له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې له اسراییل سره د اوربند هوکړې ته لا هم اوږده لاره پاتې ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې دوه میلیونه او ۲۰۰ زره خلک د قحطۍ سره مخ دي.
د اکټوبر په اوومه د حماس برید ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل او تر ۲۵۰ څخه ډېر یې یرغمل کړل.
د حماس په وینا؛ په غزه کې د اکټوبر اوومې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۹ زره او ۹۵۴ کسانو ته رسېدلی دی.

د عمران خان ګوند له پیسو نړۍوال صندوق وغوښتل چې له نوي حکومت سره د مالي مرستو په هر ډول خبرو کې د پاکستان ټیکاو په پام کې ونیسي. تحریک انصاف ګوند کې دوه سرچینې له رویټرز سره خبرو کې ویلي؛ دا غوښتنه یې په یوه لیک کې کړې ده او هم یې خپل دریځ روښانه کړی دی.
له بلې خوا جیو نیوز وايي، چې د عمران خان د ګوند دا لیک دوی ته رسېدلي او پکې له پیسو نړۍوال صندوق څخه غوښتنه شوې، چې دوو اونیو کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د ۳۰ سلنه څوکیو پلټنه وکړي، چې نوي نوماندان څنګه ورته بریالي شوي دي.
د پیسو نړۍوال صندوق پاکستان ته د پور ور کولو لپاره د دغه هېواد پر چارواکو د ښې حکومتولۍ او نور شرطونه ایښي دي.
د عمران خان لیک کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د ټاکنیزو درغلیو اړوند پلټنه یوازې د تحریک انصاف نه، بلکې د نورو ګوندونو غوښتنه هم ده.
د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند د بندي مشر عمران خان یوه وکیل اونۍ مخکې وویل، چې ښاغلی خان د پیسو نړۍوال صندوق ته لیک استوي.
هغه وخت ویل کېدل چې عمران خان په دې لیک کې دا غوښتنه کوي چې له حکومت سره تر خبرو مخکې د پاکستان د وروستیو ټاکنو د درغلیو په هکله پلټنه وشي.
که څه هم د پیسو نړۍوال صندوق د پاکستان د ټاکنو په هکله له څه ویلو ډډه کړې، خو کراچۍ کې یو ونډه وال سهیل احمد وايي، ممکن دا لیک پر ونډو بازار ډېر اغېز ونه کړي.
نوموړي بیا هم رویټرز ته ویلي، چې د پیسو نړۍوال صندوق به خپله ارزونه وکړي.
د پیسو نړۍوال صندوق د تېر دوبي درې میلیارد ډالري پور سره د پاکستان ماتېدونکی اقتصاد په داسې حال د ټیکاومنېدو هڅه کوي چې دغه هېواد په ریکارډ کچه انفلاسیون، د پیسو د ارزښت غورځېدو او بهرنیو اسعارو کمښت سره لاس او ګرېوان دی.
له بلې خوا نن جیو نیوز وايي، چین پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو پور د ور کړې وخت اوږد کړی دی.
ټاکلې وه چې اسلام اباد په مارچ میاشت کې دا پور ور کړی وی.

د پښتونخوا د صوبايي پارلمان ۱۱۳ او د بلوچستان ۵۷ نویو بریالیو نوماندانو د راتلونکو پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه. د پښتونخوا او بلوچستان د صوبايي پارلمانونو مشران او مرستیال مشران به سبا وټاکل شي.
په ۲۰ ورځې مخکې ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندانو او پلویانو د پښتونخوا صوبه کې غوځ اکثریت ګټلی دی.
د پښتونخوا صوبايي پارلمان ۱۴۵ څوکۍ لري، چې ۱۱۵ ته رایه اچول کېږي او پاتې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو دي.
پر پښتونخوا سربېره نن د بلوچستان صوبې د پارلمان ۵۷ غړو ته هم د دوی له ډلې یوه وکیل زمرک خان پیرعلیزي لوړه ور کړه.
د پاکستان پیپلز ګوند یوولسو څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو دې صوبه کې مخکښ دی او له مسلم لیګ نواز ډلې سره چې لس څوکۍ یې ګټلې دي، پر ګډ صوبايي حکومت سلا شوي دي.
په پاکستان کې وروستۍ ټاکنې پر کور سربېره د نړۍوالو له نیوکو سره هم مخ دي او پکې د درغلۍ خبره کېږي؛ خو د ټاکنو کمېسیون دا تورونه ردوي.
نن هم د پښتونخوا صوبايي پارلمان مخ ته نېشنل عوامي ګوند مظاهره کړې وه.
په بلوچستان کې هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نشنل ګوند په ګډون ځینې ګوندونو د پارلمان مخ ته مظاهره وکړه.
د پاکستان پنجاب او سند کې اونۍ وړاندې د صوبايي اسمبلیو نویو غړو لوړه وکړه او سروزیران به یې د روانې اونۍ لومړیو کې وټاکل شول.
د پاکستان د ټاکنو له شلو ورځو تېرېدو سره لا هم مرکزي حکومت نه دی جوړ شوی؛ خو د جوړولو لپاره یې مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دوی د هوکړې له مخې به راتلونکی لومړی وزیر شهباز شریف او ولسمشر به د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري وي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې د ۹۲ پارلماني څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دی، دا ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.
