• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د غره ښویېدنې له امله ۵ کسان ټپیان شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن (د کب ۱۱مه) په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د ⁧‫بدخشان‬⁩ د راغستان ولسوالۍ په نوشار کلي کې د غره ښويېدنې له امله يو کور ويجاړ شوی او پنځه تنه هم په کې ټپيان شوي دي.

ورته مهال تېره ورځ په هلمند کې ځايي طالب چارواکو ویلي وو، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد ویلي و، چې وړمه شپه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خرابې د پوټیانو په سیمه کې د ورښتونو له امله د یوه کور چت غورځېدلی چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
تېره اوونۍ په نورستان کې هم ورته پېښه کې ۲۰ کسان مړه او دوه تنه ټپيان شوي وو.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو نوې څپې ډېر څاروي هم تلف کړي دي او په ډېریو برخو کې د سېلابونو د راوتو اټکل هم شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی