• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بایډن: د امریکا پوځ به د هوا له لارې غزې ته خوارکي توکي ورسوي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۳:۲۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ اعلان کړی، چې د دغه هیواد پوځ به په راتلونکو ورځو کې غزې ته د هوا له لارې د خوراکي توکو اکمالات وکړي.

دغه پریکړه په غزه کې د خورا توکو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په راټولو شوو خلکو له اسراییلي برید یوه ورځ وروسته شوې، چې شاوخوا سل کسان پکې وژل شوي وو.

بایډن په سپینې ماڼۍ کې د وینا پر مهال ویلي، چې غزې ته د مرستو بهیر کافي نه دی او غواړي په سلګونو نورې مرستندویه لارۍ هم ولیږي.

تر دې مخکې څلورو امریکايي چارواکو رویټرز ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي و، چې تمه ده چې ولسمشر جوبایډن به د جمعې په ورځ غزې ته د بشر دوستانه مرستو اعلان وکړي.

دغو چارواکو د مرستو د کره نېټې په اړه له خبرو ډډه کړې وه، خو دوو تنو یې ویلي و چې په نږدې راتلونکي کې به مرستې ولیږل شي.

دا مرستې به له هوا څخه د غزې تړانګې ته غورځول کیږي.

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک درې ستوري متقاعد جنرال ډیویډ ډیپتولا رویټرز ته ویلي، چې د هوای څخه د مرستو غورځول هغه څه دي چې د متحده ایالاتو پوځ یې په اغیزمنه توګه ترسره کولې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا، په غزه کې لږ تر لږه ۵۷۶ زره کسان چې د دغې سیمې د نفوس څلورمه برخه جوړوي، له لوږې یو ګام لري دي.

د غزې په تړانګه کې او په ځانګړې توګه د غزې په شمال کې د اسراییل د ۵ میاشتنو هوایي او ځمکني بریدونو له امله لارې ویجاړې شوي دي، د سیمي خلک د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي او یو لوی بشري بحران رامنځ‌ ته شوی دی.

سره له دې چې خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره د څارویو خواړه او حتی کاکټوس خوري، ډاکټران وایي، چې ماشومان په روغتونونو کې د «خوارځواکۍ او اوبو کمښت» له امله مړه کیږي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۵

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي