مجاهد: ریچارد بېنېټ او نور بهرنيان دې په افغانستان کې له بشري حقونو ناوړه ګټه نه پورته کوي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

په افغانستان کې د بشري حقونو شورا له ناستې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تر ډېره د بشري حقونو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.

ذبیح الله مجاهد پرون پنچشنبه نا وخته په خپلې اېکس پاڼه د غزې د اوسېدونکو ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې: «ریچارد بېنېټ او نور لویدیځ ډنډورچیان دې له بشري حقونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه پای ته ورسوي، په رښتیني توګه دې له بشري حقونو ملاتړ وکړي او د اسراییل د ظلم او وحشت مخه دې ونیسي.»
له دې مخکې د افغانستان له پاره د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د پنځه پنځوسم پړاو په نهمه غونډه کې ویلي و، چې د ښځو سره د طالبانو دوه ګونی چلند باید نه یوازې په جنایي محکمه؛ بلکې په نورو هغو محکمو کې دې هم تعقیب شي، چې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې په کې څېړل کېږي.
هغه ویلي، هغه څه چې نن سبا په افغانستان کې روان دي کېدای شي جنسیتي اپارتاید وبلل شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ