• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د سړې هوا له امله د څارویو د تلف کېدو د مخنیوي په موخه د مرستو رسولو کمیټه جوړه شوه

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورو له امله د زرګونه څارویو د لمنځه تلو وروسته ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې د رییس الوزرا د ځینو پرېکړو خبر ورکړی.

په افغانستان کې د وروستیو واورو بارانونو له امله په هرات، فاریاب، بادغیس، سمنګان، جوزجان او غور ولایتونو کې زرګونه څاروي د سړې هوا، واښو او د څارویو د نورو خوراکي توکو د نشتوالي له کبله له منځه تللي او مالدارانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
ذبیح الله مجاهد په اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو رییس الوزرا په هغې بېړنۍ ناسته کې چې د اړونده وزارتونو سره یې کړې د دغو مالدارانو سره د مرستو په پار یې یوه خانګړې کمېټه جوړه کړې او د اوس لپاره یې پنځوس مېلیونه افغانۍ بودجه هم دغه کار ته بېله کړې ده.
مجاهد زیاتوي، چې دغه کمېټه به سیمې ته د څارویو خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو لپاره به اسانتیاوې برابروي، د لارو د خلاصون په اړه به ګامونه اخلي او په دې اړوند به نور امکانات هم په پام کې نیسي.
په افغانستان کې د څو کلنې وچکالۍ له امله د دغه هېواد څاروي هم کم شوي او له دې امله یې مالدارانو ته سخت زیانونه هم اړولي دي.
په افغانستان کې که له یوې خوا د وروستیو وارو بارانونو ورېدلو یو شمېر خلک د وچکالۍ د ختمېدو په اړه ډاډمن او هیله‌من کړي؛ خو له بل پلوه یې د ځینو ولایتونو مالدارانو ته زیانونه هم اړولي دي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي

۵

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي