په خاران کې د باران له امله د یوه کور د چت غورځېدو په پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او د دغو ماشومانو پلار ټپي شوی دی.
د پاکستان پېښو ته د رسېدنې اړوندو ادارو تر دې وړاندې د بلوچستان په ګوادر، نوشکي، خاران، خضدار، کوهلو، جهل مګسي او نوکنډي کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی و.
له بل پلوه تېره ورځ په بنو کې په جلا جلا امنیتي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي، چې له دې ډلې درې تنه یې پوليس او یو یې ولسي وګړی دی.
د ځایي پوليسو په وينا، تېره شپه په بنو کې وسلهوالو په دوو جلا سیمو کې د پولیسو پر پوسټو بريد کړى دى.
ځایي پولیس وایي، مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې دوی د دغو بریدونو پر وړاندې ځوابي ډزې پیل کړې او نښته تر څو ساعتونو روانه وه.
پولیس وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.